هئ، زما د ژوند ملګریه !
د ماڼیو په ښارو کې
هاغه ورځ به هم ته ورک وې
چې مې جوړه کړي همزولې
لکه ناوې د پریو
راخورې مې چې کړي زلفې
په تندي مې ټیک ځوړند کړي
سور پیزوان کړي را په پوزه
د نریو وروزو مینځ کې
د کاجلو خال را جوړ کړي
را په غاړه کړي هارونه
د نرګسو،د رامبیلو
سور سالو راباندې خور کړي
غبرګ ځونډي د لونګینو
په اوږو مې را ځوړند کړي
وار په وار راباندې شیندي
خوشبوېي د ګلابونو
له هر خوا راباندې اوري
زیړې ، سرې د ګلو پاڼې
لوی واړه راپسې ژاړي
سره په وینو دنګو جونو
په وهلو خپل تندي وي
وهم پروت به وي په کلي
ساه به الوتې وي له لارو
ته به نه وې لیونیه
څوسرزوري د چم ژڼي
په اوږو به مې کټ واخلي
خو ډولۍ به مې د ژوند وي
ستا له روڼې دنیاګۍ به
ما همیش وي ستر ګې پټې
ته به ورک وې ...بس همداسې
د ماڼیو په ښارو کې
د زیړڅڼو دنګو دنګو
جینکیو په ښارو کې
13.06.2007
- wiar
يو څوک که غرو کې ګرځي ناکراره هره شپه زه هم ورته دوعا کړم تر سهاره هره شپه
اخير به د بنګړيو مې د راګ زړګوټی چاو د کړې چې داسې سوی ژاړې تر سیتاره هره شپه
بمونه يې په تن پورې تړلي تنکي ژڼي تېرېږي ډلې ډلې په دې لاره هره شپه
ما غوږ لکه ناهيد په دېوال ايښی وي که واورم د استا د اس ترپار ځوانه سالاره هره شپه
سبا چې به دې بيا کوم يو ژڼکی په سر ولاړ وي په دغه اندېښنه کې ومه داره...
17.06.2007
- wiar
مونږ لیدل په ډکو سترګود نښترو په شان ژڼيغټې غټې تورې سترګېله غرور او غیرت ډکېاوږدې غوړې ګوورې څڼېتاو کاږه نري بریتونهد تکبیر نارې ېې خولو کېڅه مسکي په دار ولاړ شولیو غلام جلاد ېې څنګ تهسپین کاغد په لاس ولاړ ووتاریخچه د هر یو ژڼي بیله بیله ېې لوستلههر یو ژڼی ګنګار ووصلیبیان ېې وو وژليد خپل ژوند په بدل واړوددې چم د هرې پيغلېعزتونه وو ساتليمیړني وو تریالي ووبس همدوئ د سر ژڼکي وومونږ غوښتل چې چیغې وکړوتندي ووهو په کاڼو...