بی له شکه په یو داسی حالت کې چې ټول جهان افغان دولت سره مالی مرستی کوی، باید په لمړی ګام کې دولتی خدمات خپل ارتقا او یا خپل شه والی وړاندی کړی!

زمونږ دولتی مامورین د کوم ظرفیت څخه برخورداره دی. د کمیت په لهاظ او هم د کیفیت په لهاظ زمونږ د دولتی مامورین ظرفیت په مرکز، ولایات او ولسوالی ګانو کې، په کومه سطح کې، په کومه وضعیت کې ارزیابی کیږی؟

د پولیس او امنیتی سکتور په ساحاتو کې زمونږ امنیتی مامورین د کوم ظرفیت څخه برخورداره دی. د کمیت په لهاظ او هم د کیفیت په لهاظ زمونږ د امنیتی مامورین ظرفیت په مرکز، ولایات او ولسوالی ګانو کې، په کومه سطح کې، په کومه وضعیت کې ارزیابی کیږی؟

د معارف، د ښوهنی او د روزنی په ساحاتو کې، زمونږ محترم استادان او زمونږ ښوهنځیو د کوم ظرفیت څخه برخورداره دی. د کمیت په لهاظ او هم د کیفیت په لهاظ زمونږ محترم استادان او زمونږ ښوهنځیو ظرفیت په مرکز، ولایات او ولسوالی ګانو کې، په کومه سطح کې، په کومه وضعیت کې ارزیابی کیږی؟

د زمونږ مسلکی ښوهنځیو ظرفیت په مرکز، ولایات او ولسوالی ګانو کې، د کمیت په لهاظ او هم د کیفیت په لهاظ په کومه سطح کې، په کومه وضعیت کې ارزیابی کیږی؟

د زمونږ پوهنتونونو او پوهنځیو ظرفیت په مرکز او ولایاتو کې، د کمیت په لهاظ او هم د کیفیت په لهاظ په کومه سطح کې، په کومه وضعیت کې ارزیابی کیږی؟

زمونږ د ملی تولیدات او د ځوانانو لپاره د کار ایجادولو پروسی، پروژی او پروګرامونه ظرفیت په مرکز، ولایات او ولسوالی ګانو کې، د کمیت په لهاظ او هم د کیفیت په لهاظ په کومه سطح کې، په کومه وضعیت کې ارزیابی کیږی؟

بی له شکه چې، ظرفیت جوړول د فقر او د افراطیت په مقابل کې هم یوه ګتوره وسیله محسوبیږی، مګر مونږ لمړی باید ځان او ذهن پکښی په دقیق توګه آګاه کړو، چې، ظرفیت جوړول فقط یوه کلمه نه ده!