پرون د يوه خواشينوونکې خبر څخه چې پکې ويل شوي وو، د درانه شاعر استاد صديق پسرلي ميرمن او د استاد اسدالله غضنفر او ايمل پسرلي مور بي بي له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړي، خبر شوم.

الله دې يې واړه جنتونه نصيب کړي.

زه په دې اند يم چې که سړی په هر عمر کې وي، مور ته اړتيا لري او يوازې مور هغه مهربانه او مخلصه کس وي چې د هر درد د ارامولو جوګه وي. زه د نورو ټولو دوستان په شان ښاغليو استاد غضنفر او درانه پسرلي ته صبر او اجر غواړم او ځان ورسره په دې درد کې شريک ګڼم.

خدای دې يې له نورو غمونو وساتي.  

د ټولو ميندو د روغتيا او سوکالۍ په هيله

بشير احمد ګواښ

نيويارک - امريکا