يا هو!

بیګاه دلته راغلــــــــې  وه ډیوې ســــــــره نجلــــــــۍ

آســــــــــــــمان نه پریوتلې وه ډیـوې سره نجلــــــــــۍ

 

د سپین کمیس ګـلان یې د مظلومو وینو څاڅکي

 مــــــــــــلنګه وه، سپیڅلې وه ډیوې سره نجلـــــــۍ

 

 په کلــــــــي کې نن  باد د  اســــرافیل شپیلۍ وهله

 بیګــــــــاه کوم چا ویشتلې وه ډیوې سره نجلــــــۍ

 

 یو روڼ ستوری را پریوت، خلـکو ولیده له ورایه

 هــــــــــــــــمدغلته  لویدلې وه ډیوې ســـره نجلــــۍ

 

 د کلـــــــــــي  ملایانو تر ســـــــــــــبا هو، الاهو کــــــړ

 د قــــــــــــــــدر شپه بللې وه ډیوې ســـــــره نجلــــــۍ

 

 یــــــــــوڅولیوني ولاړو چې د زړونو نذر ورکـــــړو

ارمان چــــــــــې  نوره تللې وه ډیوې سره نجلــــــــۍ

 

دا شعر د فرهاد دريا په غږ کې دلته اوريدلی شئ