د مور پلار  د حقونو په اړه  نه يوازې  زمونږ مبارک دين ډېرې ټينګې لارښوونې کړي بلکې  زمونږ  ژوند او د مور پلار مينه هم  مونږ ته دا ښايي چې هغوئ پر مونږ  ډير زيات حق لري. په تېره بيا د مور حق پوره کول  خو ډيره لويه خبره ده.

له کله راهیسې چې زما مور )خدای دې يې جنتونه نصيب کړي( وفات شوي ده، ماته  ځان نيمګړی نيمګړی ښکاري او  که هر څومره فکر وکړم داسې څه نشته چې په کولو يې د مور د حق زرمه برخه  هم ورپوره کړی شم.   د ښاغلي اباسين يوسفزي دا خوږ او  ژړوونکی نظم  په همدې اړه دی.

                      ژوندۍ ميندې دې خدای تر ډيره ژوندۍ لري او خدای بخښلو ته د څښتن جنتونه ورکړي. )آمين (

                                                         په ډير درنښت  ـــــ   بشير ګواښ 

 

مورې! ما وبخښه

ډيرې مودې نه ستا تصوير مې جوړولو مورې

د دې تمام جهان رنګونه مې راټول کړل ورته

خو سود مې نه کېده

ګرانې  دا ټول رنګونه هيڅ وو راته

ځکه قلم مې رااوچت کړ

ما وی  ستايمه دې

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ورک شومه زه په تصور کې مورې

ما ويل څه وليکم

څنګه بدل ستا د للو، زار او قربان خلاص کړم

د دې قلم ټکو له زور د کومې راوړمه زه

هغه جذبې هغه شدت د مينې چرته به وي

خو بس  يوا زې يوه لار شته دی

چې ته مې بيا غيږ کې ويده کړي مورې

زه به ايله هغه رښتونې جذبې ومومه

ستا د يوې لحظې خوارۍ ته به در ورسيږم

ستا د عظمت ستا د جنت خواږه به وڅکمه

که په خړپوڅو شومه مورې!    زه به وليکمه

ستا د جنت عظمت د دې احساس ستايلو لره

ځکه مې بيا د خټو کور جوړ کړ، وړوکی شومه

بيا مې وړه شان د رنګونو هټۍ واچوله

خپله ګوډۍ مې ورواده کړه ګوډاګي ته مورې!

خو بې له تا نه

هيڅوک رانغلل واده ته مورې

 هيڅوک خوشحاله  نه شول

چا هم ګوډۍ سره ونه ژړل  رخصت يې نه کړه

زما په کوراو په هټۍ کې تنهايي خوريده

کور مې لت پت کړ، سره غرمه وه، لنګ مې واچولو

ــــــــــــــــــــــــــــــ

پټ په غلا لاړمه لمبا له د خوړ غاړې  ته زه

په خټو، شګو، سرو ريګونو کې ښه ولوغړيدم

پلار مې وی، وژنمه دې  بيا که په غرمې ووتې

تا په سر ښکل کړمه، ويل دي لا ماشوم دی خير دی

خو زه به نه  صبريدم

تلمه به بيا د کلي خوړ غاړې له

او د ښارو د بچو جالې ورانولې به مې

سکول ته به هم تلمه، جومات ته به دې هم ليږلم

په جنګ به راغلم د کاکا لور ليونۍ وهلم

تا به ويل، خدای دې باچا کړه چې دمه شمه زه

ما به ويل ګرانې مورې! زه به افسر جوړيږم

دغه ارمان راباندې کور او کلی پريښودلو

په پردي ښار، شور او لوګو کې اموخته يې کړمه

څه د احساس سيوري په دغه لمر ژوندی ساتلم

څه ستا په لپو دعاګانو او زارو اباد وم

ستا يو يو خوب، يو يو ارمان مې سترغلو کې پروت وو

شپه ورځ په ځان مې يوه کړي، بې ارامه ومه

ما وی چې ستا د خوب تعبير چيرته دروغ نه کړمه

ما وی چې ستا نيازبين ارمان چرته  بې ځايه نه شي

د روزګار غم، د خېټې غم داسې په مخه کړمه

چې رو ګودر رانه خطا وو خو په مخه تلمه

څه په سرتوره، څه په سپوره ورځې شپې تېرېدې

پړق به مې وژړل چې ته به راته ياده شولې

د ليونتوب دغه شپې ورځې خدای زده څنګ تېرې شوي

لکه د خوب ليده وو، هيڅ په پته پوه نه شومه

خو مورې دومره رنګ يې راوړ چې سړی يې کړمه

وخت زورور دی، د يارانو د سيالۍ يې کړمه

خو مورې ستا هغه تصوير راته نيمګړی پروت دی

زما دژوند، ستا د ارمان، ستا د خوبونو حاصل

ما سره دا دی چې ستا پور زه خلاصولی نه شم

زما د خيال رنګونه تت دي  زه بې وسه يمه

زه ستا جنت جنت دنيا ته رسیدلی نه شم

مورې ما وبخښه، ما ډير وبخښه

زه ستا بچی يم، لوی سړی يمه خو

زه ستا نامه قدرې ليکلی او ستايلی نه شم

زه تورې نه لرمه