امريکا  کې افغان محصلين تری تم شوي

په امريکا کې د واشنګټن پوهنتون  څخه  پنځه تنه افغان محصلين ورک شوي دي.  دا پنځه تنه د هغه ۳۸ محصلينو له جملې څخه دي چې د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) په مالي مرسته  د کابل پوهنتون څخه د يو درې مياشتني ټريننګ لپاره  امريکا ته راغلي وو.

 د واشنګټن پوهنتون وياندې نورم  ارکنز  سيټل ورځپاڼې ته ويلي چې افغان محصلينو ښايي د پنا ه اخيستنې په خاطر ځان تری تم کړی وي. هغې د يو، پي، أيي خبري اژانس سره په خبرو کې په سختو ټکو کې دغه کار غندلی او ويلي يې دي   .))دا پروګرام د دې لپاره  نه دی چې  خلک راشي او پټ شي. مونږ نه غواړو چې دا دروازه  پرانيستي وي.(( تېر کال هم  د نوموړي پوهنتون دوه تنه افغان  محصلين  د خپل روزنيز کورس له ختميدو وروسته ورک شوي  او کاناډا ته تللي وو.

د تېر کال او اوسنئ پېښې داسې ګونګوسې راپارولي چې  د امريکا دولت  ښايي دا پروګرام بند کړي خو د واشنګټن پوهنتون يو ښوونکي  سنجيو خاګرام  دا غوره نه ګڼي. نوموړي سيټل ټايم ورځپانې ته ويلي. )) که څه هم دا ډيره خواشينونکي پيښه ده خو  امريکا بايد پروګرام په ټپه ونه دروي((.

د ورکو شويو محصلينو نومونه  او پيژندګلوي نه ده څرګنده خو د سيټل ټايم ورځپانې په وينا ورک شوي محصلين ټول نارينه دي او  ( Afghan Equality Alliance) پروګرام په ترڅ کې امريکا ته راغلي وو. دغه محصلينو په افغانستان کې په مختلفو دولتي او نادولتي  ادارو کې ښې دندې هم درلودې. د دې پروګرام موخه افغان محصلينو سره  د خپل مسلک په برخه کې د روزنې او عملي کار  په برخه کې مرسته کول دي.   

ليزلي برينټ چې د ياد شوي پروګرام سمبالوونکې ده ي سيټل ټايم ته ويلي .))دوی [افغان محصلينو] مونږ سره ټينګه ژمنه کړي وه چې د زده کړو د ترلاسه کولو وروسته به بيرته خپل هيواد ته د چوپړ لپاره ځو. هغوی ماشومان نه وو چې مونږ ورسره  ګرځيدلی او د نظر لاندې مو ساتلی. مونږ هغوی په خپلو کوټو کې هم نه شو قلف کولی.(( نوموړې زياته کړي چې پټ شوي محصلين په بهترين هوټل کې هستوګن وو.

د تير کال ورک شوي محصلين کاناډا ته تللي وو او وروسته يې پته نه وه لګيدلي چې په کاناډا کې ورته پناه ورکړل شوه او کنه. د سيټل ټايم په وينا يو افغان محصل پوهنتون ته بريښناليک ليږلی وو چې په لاس اينجلس کې د يو ناروغ خپلوان پوښتنې ته تللی. نوموړي محصل په يو بل بريښناليک کې ويلي وو چې ناروغ خپلوان يې مړ شوی او مجبوره دی چې د جسد سره يې افغانستان ته لاړ شي. پوهنتون له پرله پسې هلو ځلو او بريښناليکونو  وروسته  هم په دې نه و توانيدلی  چې د دغه محصل احوال تر لاسه کړي خو وروسته څرګنده شوه چې نوموړی په کاناډا کې دی.   

دوهم محصل  په پوهنتون کې  خپل سلاکار ته ويلي وو چې  مخکې له دې چې افغانستان ته ستون شی غواړي په امريکا کې د خپل پاتې وخت څخه په ګټه اخيستنې سره  ميشت خپلوان وګوري. د ورځپاڼې په وينا سلاکار هغه تر هوايي ډګره په خپل موټر کې ورساوه. نوموړي څه وخت وروسته  پوهنتون ته بريښناليک  وليکه چې پکې ويلي يې وو. ))د افغانستان لپاره مو که زما په نوم ټکټ اخيستی وي، کينسل يې کړئ. زه په کاناډا کې يم.((.