دايرانۍ ليکوالې سايره انوري دا ليکنه ما نزدې دوه کاله وړاندې ژباړلې او په څانګه مجله کې خپره کړي وه. ليکنې اوس هم خپل ارزښت له لاسه نه دی ورکړی او نه يوازې په لوستلو ارزي بلکې د حالاتو سره هم برابره ده.

روغ اوسئ

بشیر ګواښ

---------------------------------------------------------------

د سردار محمدداودخان د ولسمشرۍ له وخته كله، چې د پاكستان او افغانستان اړيكې سره خړې پړې وې دواړو هېوادونو د يو بل مرورو اوسېدونكيو ته د هستوګنې زمينه برابره كړې وه او هغوى يې د يوې وسيلې په توګه د خپلو خپلو دولتونو خلاف كارولي دي.
د سردار داودخان نه د ډاكټر نجيب الله تر حكومته پورې د پاكستان څخه د پښتونستان په مسئله مرور مشران په افغانستان كې مېشته پاتې شوي او ملاتړ يې شوى. همدارنګه د پولې اخوا پاكستان هم د افغانستان د دولت څخه خپه ځوانانو ته نه يوازې ښې او ښكلې سرپناوې برابرې كړې؛ بلكې هر قسم مرسته يې هم ورسره كړې.
كه تاريخي پېښو ته وګورو؛ نو وبه وينو، چې د افغانستان په پرتله پاكستان دافغاني مرورو څخه څو چنده زيات كار اخيستى او د خپل ځان په ګټه يې كارولي دي.
د ډاكټر نجيب حكومته پورې د پاكستان له مرورو څخه يو څه كار اخيستل شوى كوم، چې د پاكستان د كارونو په مقابل كې د نېشت برابر و؛ خو له هغې وروسته نه يوازې دا، چې د پاكستان دولت د مخالفينو څخه كومه ګټه نه ده پورته شوې؛ بلكې پخپله افغاني چارواكيو د هغوى لاس پوڅي ګرځېدلي او په خپل هېواد كې يې د هغوى پلانونو ته د عمل جامه ور اغوستې ده.
د سردار داود د حكومت په وخت كې د حزب اسلامي د ګوند اوسنى مشر انجنېر ګلبدين حكمتيار او د شمالي ټلوالې وژل شوى مشر احمدشاه مسعود پاكستان ته مرور وتښتېدل چېرته، چې هغه وخت د سردار داود او هېواد سره د سختې دښمنۍ لرونكى سړى ذوالفقار علي بهټو واكمن و. نوموړي واكمن ددغو دواړو ځوانانو له استعداد او توندروه ذهن څخه ګټه پورته كړه او هغوى ته يې د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې كړې.
نوموړي، چې وروسته د دوو بېلابېلو نظامي ډلو د قوي مشرانو په توګه څرګند شول په لومړي سر كې د پوځي زده كړو له لاندې ونيول شول. ددغو دواړو په اړه يو پاكستاني مشر او د ذوالفقار علي بهټو ملګري جنرال نصيرالله بابر په كراتو كراتو ويلي، چې: "دغو دواړو يو داسې ذهن درلود، چې كولى يې شول په اسانۍ سره پوځي زده كړې وكړي".
رښتيا هم ګلبدين حكمتيار او ښاغلي مسعود د پاكستان په هيلو پوره وختل ډېر ژر د هغه ځاى د نظامي زده كړو نه بريالي راووتل؛ خو دا، چې هغه وخت د هېواد چلونكي څه نا څه قوي وو او د پاكستان سره د خرابو اړيكو له امله د دواړو هېوادونو سرحدونه كلك بند وو؛ نو ځكه نوموړو د هغه وخت دواكمن دولت پر ضد څه ونه شوكړاى.
وروسته بيا د احمدشاه مسعود او پاكستان تر منځ اړيكې خرابې شوې او هغه پنجشېر ته ستون شو. د جهاد په دوران كې د ګلبدين نه علاوه د مجاهدينو نورو مشرانو هم پاكستان د خپلو اداري فعاليتونو مركز وګرځاوه په كوم كې، چې ورسره هغوى د خپل ځان د ساتنې په خاطر پوره همكاري وكړه ځكه، چې هغه وخت پاكستان په دې وېره كې و، چې هسې نه روسان د افغانستان نه وروسته پاكستان هم لاندې كړي او ځان د خپل دوست هېواد هند تر پولو ورسوي.
دا، چې زموږ جهادي مشرانو د پاكستان پر وينا په خپل هېواد كې كوم كوم كارونه وكړل بيا راوړل او ليكل يې يې ځكه اړين نه دي، چې وايي: "عيان ته څه بيان دى؟!".
جهاد وشو او روسان له منځه لاړل له هغې وروسته پاكستان، ايران، سعودي، روس او امريكا خپل لاسونه يوځل بيا را اوږده كړل او د جهادي مشرانو له منځه يې د اتفاق كليمه واخيستله. مجاهدينو ان په كعبه كې قسمونه وخوړل؛ خو په يوه ټغر سره كېنناستل.
همدغه وخت و، چې پاكستان د ملا عمر په مشرۍ طالبان ميدان ته راوستل هغوى يې د وسلو او پيسو له لارې تر دې حده قوي كړل، چې د هېواد 95% خاوره يې د خپلې واكمنۍ لاندې كړله.
پاكستان دافغانانو په نبض پوهېده ځكه؛ خو يې د طالبانو واكمني له دوو لارو كاميابه وګرځوله يو دا،چې طالبانو په هېواد كې سوله راوستله د څه شي، چې افغانان تږي وو. دوهم طالبانو په هېواد كې داسې سخت دريځه شريعت نافذ كړ، چې دمعمولي ديني حكم نه پر ځاى كول هم پكې كفر و. همدا لامل و، چې چا د خولې نه د انكار لفظ نه شو وېستلى.
پاكستان د طالبانو په واكمنۍ كې افغانستان د ټولې نړۍ پر وړاندې ترهګر معرفي كړ، كوښښ يې وكړ، چې د پښتنو او غير پښتنو تر منځ يوه داسې تشه رامنځته كړي،چې هېڅكله هم ډكه نه شي. دهېواد دروازې يې د نورو هېوادونو پر مخ وتړلې او هغه يې نه يوازې له اقتصادي پلوه؛ بلكې له سياسي پلوه هم يوازې كړ. بې شمېره زلمي او ځوانان يې د ښوونې او روزنې له نعمت نه محروم كړل او خپلو مالونو ته يې يو قوي بازار پيدا كړ.
كله، چې د يوولسم سپتمبر نه وروسته امريكايانو د طالبانو وركولو ته بډې راووهلې پاكستان په پټه باندې طالبانو ته د وسلو او پيسو لېږدول پيل كړل؛ خو كله، چې د امريكا په وړاندې د طالبانو پښې سپكې او سستې شوې پاكستان يې له ملاتړه لاس واخيست او امريكا ته يې د هغوى ورسپارل پيل كړل.
امريكا د پاكستان ددغه خدمت (!؟) په بدل كې په سلهاوو مليونه ډالره قرضونه وبښل، چې له امله يې د نوموړي هېواد اقتصاد ښه او څه نا څه په پښو ودرېد.
پاكستان تر اوسه پورې امريكايان هم دوكه كړي... هغوى ته يې طالبان او د القاعده غړي نه يوازې دا، چې په نيمايي هم نه دي سپارلي؛ بلكې هغه د چا خبره د غلبېل له سورو څخه يې ورته يو يو څڅولى او په بدل كې يې ښې ډېرې پيسې اخيستې.
زموږ دغه ګاونډى هېواد كولى شي، چې د امريكا او افغانستان مخالفين په څو ساعتونو كې هغوى ته وسپاري؛ خو دوى دا كار ځكه نه كوي، چې غواړي د طالبانو او القاعده وو پر سرر نه يوازې دومره ډېرې پيسې لاس ته راوړي، چې د خپل هېواد پرېوتى اقتصاد پر پښو ودروي؛ بلكې ځان د امريكا پر نږدې ملګرو او نړيوالو ته د ترهګرو ستر مخالف وښيي، چې په حقيقت كې ددې پر عكس دى.