د خدای بخښلې ګلنار بيګم سره  مرکه

خدای بخښلي ګلنار بيګم  د پښتو موسيقۍ هغه ملکه ده چې په خپل خواږه غږ يې ډير زړونه خوښ ساتلي.  د هغې د خوږو سندرو سره سره د هغې يوه ځانګړنه دا وه چې نوموړې په پټ مخ سندرې ويلي. دهغې سره دا په زړه پورې  مرکه  په ۱۹۷۶ کې په پيښور راډيو کې ارباب عبدالودود کړې ده. او اوس دا دی د کوهاټ يوه اوسيدونکي انور ګل د يو ټيوب له لارې د هغې مينه والو ته  وړاندې کړي. دا چې د ګلنار بيګم په اړه خلک ډير کم معلومات لري نو ځکه مې وغوښتل چې  دا مرکه د أډيو څخه  کاغذ ته واړووم او خوندي يې کړم. د أډيو غږ په ځينو ځايونو کې خراب دی نو ځکه ما مرکه ټکی په ټکی نه ده راخيستې.  

کوربه :  نن مونږ سره ګلناربيګم په سټوډيو کې موجوده ده. تاسې به د هغې اواز په سندرو کې  اوريدلی وي، راځۍ چې  د هغې اواز په خبرو کې واورو.

ګلناربيګم :  ګران اوريدونکي دې  زما د مينې او خلوص نه ډک سلامونه قبول کړي.

کوربه :  ګلنار بيګم! زمونږ اوريدونکي  دا معلومول غواړي چې ستاسې اصلي نوم څه دی؟

ګلناربيګم : همدا مې نوم دی . ګلنار بيګم!  کور او بهر مې همدا نامه ده. د فن په دنيا کې مې همدا نامه ده.

کوربه : دا خو د فن د دنيا خبره شوه. د کور په دنيا کې دې څه نامه ده؟

ګلنار بيګم : (خندا) . . . همدا نامه مې ده. ګلنار نامه مې ده.

کوربه : کله چې تا د راډيو نه سندرې نشر کړي نو دا د موسيقۍ په معيار بلکل پوره وي. دا راته ووايه چې د موسيقۍ دا فن دې چيرته زده کړی؟

ګلنار بيګم :  . . . زما د سندرو سره شوق و.  راډيو به مې اوريده. د هغې نه به مې مختلفې سندرې اوريدلي. دقمرو جان سندرې به مې اوريدي. هغه زما ډيره خوښه وه . . .  داسې نور شول . . . بس څه زما شوق وو، څه به مې په کور کې زده کولي او څه به مې د راډيو نه .

کوربه : یعنې راډيو ستا استاد دی؟

ګلنار بيګم : هو! راډيو زما استاد دی.

کوربه : ته چې راډيو ته نه وي راغلې، راډيو به دې اوريده ؟

ګلناربيګم : هغه وخت  ټي وي نه وو، فلم نه وو، د ټي وي سندرې نه وي،   همدا راډيو به خلکو اوريده نو ما هم زده کړه له همدې راډيو نه کړي ده.

کوربه : د هغه وخت په سندرغاړو کې ستا د چا اواز خوښ وو؟

ګلنار بيګم : زما د قمرو جان، سبزعلي خان او عبدالله جان اوازونه خوښ وو. او د قمرو غږ خو مې بيخي ډير خوښ وو. د هغې يوه بدله خو په ما دومره ښه لګيده چې زه به هغې ته ناسته وم ماله به ژړا راغله.

کوربه : ګلنار بيګم! زمونږ اوريدونکي به اوس انتظار کوي چې راډيو ته د راتګ پوښتنه درنه وکړم. راډيو ته د راتګ کيسه ته پخپله وکړه.

ګلنار بيګم : ما مخکې هم دا څو ځله ويلي دي چې زما د کورنۍ د دې فن سره هيڅ تعلق نه وو. ما به خپل کور مالت کې، چيرته به چې د چا واده وو او ښادي به يې وه ، کله کله سندرې ويلي.  جينکيو به منګی واهه . اکثره به پکې کومې مشرې ښځې په جينکو غږ کړ چې تاسې چپ شئ د دې (ګلنار بيګم) اواز ډير خوږ دی. دا دې يې يوازې ووايي.  نو هغه وخت به ماته داسې احساس کېده چې زما اواز رشتيا خوږ دی. له هغې وروسته زما واده وشو، زما د خاوند خور به په راډيو کې سندرې ويلي او زما ليور، یعنې د هغې ورور به ورسره تللو. دلته يو پروډيوسر وو، دهقان صيب. هغه زما ليور ته ويلي وو چې داسې يوه ښځه به پيدا نه شي چې  غږ يې ډير ښه وي اودوه درې سندرې راکړي؟  نو هغه ورته ويلي وو چې زما ورندار د سندرو سره شوق لري او ډير خوږ اواز يې دی. دهقان صيب زمونږ کورته راغی او ماته يې دا خبره وکړه خو زما خاوند دا ونه منله. خو خواښي مې ورته وويل چې دا به تاله سندرې ووايي.

خير! ما ورله په پټ مخ دوه سندرې (ازميښتي) ريکارډ کړي. يوه دا وه چې

راشه پالي  لاس مې وګوره  ---   چې په نصيب کې زما څه ليکلي دينه

 او بله دا وه چې

دا ګير چاپېر په غرونو کيږي بارانونه ياره - - -  ګلۍ وريږي نا، مه ځه دلته شپه وه، پاتې شه باران دی

ما ته يې وويل چې ستا نوم څه دی؟ ما ورته وويل ګلنار بيګم. ويل يې، ښه! له دې وروسته به ته پروګرام ته راشي. ټولو ويل چې دا به د مايک نه وتښتي، فلانی او ډينګری.... خو زما خپل شوق و، پروګرام مې وکړ ، دلته راغلم او بس پروردګار کاميابه کړم. د الله رحم دی راباندې.

کوربه : ګلنار بيګم! تا چې په راډيو کې سندرې اوريدلي، دا سوچ دې کاوه چې ته به هم په راډيو کې کله سندرې ووايي؟

ګلنار بيګم : (خندا) ما به ويل چې يا خدایه! داسې ورځ به هم کله وي چې زه دې په راډيو کې سندرې ووايم خو د وېرې به مې چاته ويلی نه شو، ډيره ويريدمه. خو الله نن هغه ورځ راوستي او دا دی اوس په راډيو کې ناسته يم.

کوربه : د راډيو نه ستا لومړۍ نشر شوي سندره کومه يوه وه؟

ګلنار بيګم : د راډيو نه زما لومړۍ سندره  ( نری باران دی، پاس په لوړه يې وروينه، ژورې کورمې ته نصيب راوړې يمه، جانانه لاس راکړه چې دواړه سره ځونه ) وه. زه نصيب کورمې ته راوستي وم.  نودا سندره ما د کورمې په هکله (د بنو سره  نیزدې سيمه ) جوړه کړي او ويلي وه.

کوربه : نو دا دې ونه ويل چې دې ژورې کورمې ته نصيب له کومه ځايه وروړي وي؟

ګلنار بيګم : (خندا) له پيښوره يې وروړي وم. زه د پيښور يم او خاوند مې بنوڅی(د بنو) دی.

کوربه : تاسې سره ډيرو سندرغاړو یو ځای سندرې ويلي دي. څوک درته ډير ګران وو؟

ګلناربيګم : سبزعلي خان ما سره ډيره خواري کړي ده.  زما تعليم نه وو نو سندرې مې د کاغذ نه نه شوې ويلی. نو ټولو راسره ډيره مرسته کوله. سازنده ګانو هم راسره ښه وو. زما ځينې سازنده ګان مړه دي. رب العالمين دې يې وبخښي.

کوربه : تا تر اوسه په راډيو کې څومره سندرې ويلي دي؟

ګلنار بيګم : د دې اندازه خو ماته نشته . په زرهاوو سندرې به مې ويلي وي . ځينې مصرعۍ او طرزونه ما د ځان سره خپل راوړي وو او ځينې راته سبزعلي خان او رفيق شينواري صيب جوړول. ما به وزيري سندرې  راوړلي او بنوڅۍ به مې پخپله جوړولي. په راډيو کې راسره کمپوزرانو هم مرسته کوله. بس په زرهاوو سندرې مې ويلي دي.

کوربه : په دې کې مصرعيزې زياتې دي. د دې وجه څه ده؟

ګلنار بيګم : د دې وجه دا ده چې زما تعليم نشته او چې تعليم دې نه وي نو سندرې او شعرونه نه شي ويلی.  خو مصرعۍ کليوالي  سندرې دي. بنده ته زر ياديږي.

کوربه : ستاسې چې څومره مصرعيزې سندرې مشهورې دي، هغومره دا نورې نه دي مشهوره . . .  ښه! دا راته ووايه چې په فلمونو کې دې څه وخت سندرې پېل کړي.

ګلنار بيګم : شپږ يا اوه کاله به کيږي چې فلمونو لپاره سندرې وايم.  لومړی فلم مې دره خيبر وو. . . همدا سندرې چې مونږ يې دلته په راډيو کې وايو، بيا يې بيرته هلته په فلمونو کې وايو نو ځکه مې په لږه موده کې په فلمونو کې ډيرې سندرې ويلي دي.

کوربه : په فلمونو کې خو ټولې مصرعيزې نه وي. نو ته د هغه سندرو ديادولو لپاره څه کوي؟

ګلنار بيګم : هغوئ ماته وخت راکوي چې سندرې پکې زده کړم. بيا بيا يې وايم تر څو ښه يې پخه کړم . د فلمونو د سندرو په هکله دا هم عجيبه ده چې هلته مونږ د شپې سندرې ريکارډ کوو. نو کله کله داسې کيږي چې مونږ ته خوب راځي نو يو نيم ټکی رانه پکې غلط شي. کله سازنده غلط شي . . . نو داسې وخت هم راشي چې مونږ په ټوله شپه کې يوه سندره ونه شو کړای اوکله په يوه شپه کې  دوه درې سندرې هم وکړو.

کوربه : تا په راډيو او فلمونو کې سندرې ويلي دي. په ټيليويژن کې ولې سندرې نه وايي؟  زمونږ اوريدونکي په دې اړه ډيرې پوښتنې کوي.

ګلنار بيګم : ارباب صيب! تا ته خو پته ده چې زه پرده (ستر) کوم. او ښه مې ويني چې دا اوس مې هم برقه ( بوقره) پر سر ده.  په راډيو کې چې کله سندره ريکارډ کوم نو زه په بله کوټه کې ناسته يم، سازنده ګان په بله کې وي او انجنيران په بله کې.  خو په ټيليويژن کې داسې امکان نه لري نو هلته ځکه سندرې نه وايم.

کوربه : د فلمونو په سندرو کې دې کومه سندره ډيره خوښيږي چې اوريدونکو ته يې واوروو.‎؟

ګلنار بيګم : ماته خو زما د خوښې سندره نه ياديږې. همغه ورته نشر کړئ چې دوئ يې ډير فرمايش کوي.

کوربه : تا خو مخکې پخوانۍ سندرغاړي ياد کړل. اوس راته دا ووايه چې په اوسنيوو سندرغاړو کې دې  د چا اواز ډير خوښيږي؟

ګلنار بيګم : ټول په خپل ځای ښه دي او ښه اوازونه لري خو د خيال محمد محمد غږ مې ډير خوښ دی. کشور سلطان مې هم خوښيږي. اکثره خلک داسې وايي چې ما او هغه سره خپلوان يو خو مونږ سره کومه رشته نه لرو. دلته سره کښينو، پاڅو او د خويندو په شان سره ملګري يو. هغه زما نه دوه درې کاله مخکې راډيو ته راغلې ده او زما يې اواز خوښيږي.

کوربه : په خپلو راډيويي سندرو کې دې کومه يوه ډيره خوښه ده چې اوريډونکو ته يې واوروو؟

ګلنار بيګم : (دغه زما د اشنا کلی دی) مې ډيره خوښيږي.

کوربه :  ګلنار بيګم ! ډيره زياته مننه چې زمونږ په بلنه د بنو نه راغلې او مونږ سره دې مرکه وکړه.

ګلنار بيګم : مننه، السلام عليکم.