په كابل كې د آى ډبليو پي آر د ژورنالست، اباسين نسيمي ليكنه
د هلمند ولايت خبريالان د جون د مياشتې په نهمه له خپل وژل شوي ملګري خبريال، عبدالصمد روحاني سره د وروستۍ مخه ښې لپاره د هغه ولايت د مركز، لښكرګاه په ښار كې سره راغونډ شوي و. هغوى د خپل ملګري خبريال د وژل کيدو پړه چې حکومت پر طالبانو ور اړوله، ردوله.
د روحاني مړى د ښخولو لپاره د هغه پلرني ټاټوبي، د مارجې ولسوالۍ ته وليږدل شو. د امنيتي ستونزو له امله، دده ډيرى دوستانو او ملګرو د ده د جنازې بدرګه ونه كړاى شوه. د خداى بښلي يوملګري او خبريال، عزيز احمد تسل وويل: ((د ټولو خلكو سترګې (له ژړا) سرې وې. والي، د امنيې قوماندان، ملګرو او دوستانو، (لنډه داچې) هرچا هلته ځان رسولى و.))
د بي بي سي خبريال، روحاني د جون په اوومه نيټه وتښتول شو او بيا وروسته په همدې ورځ ووژل شو. د هغه مړى، ښار ته ورڅېرمه هدېرې کې غورځول شوى وو.
د جون په اوومه، ماښام د هغه د ترې تم كېدو د خبر په اورېدو د هغه ملګري او دوستان هيښ او اندېښمن شول. د روحاني مېرمنې، چې د هغه د نه راتګ له امله اندېښمنه شوې وه، د هغه يو ملګري ته تليفون وكړ. نوموړي بيا وروسته د خبريالانو ټولنه خبره كړه.
له هغې وروسته خبريالانو، پوليسو او آن طالبانو د ترې تم شوي خبريال د موندلو لپاره لټون پيل كړ.عزيز احمد شفيع، چې له هغه سره يي په بي بي سي كې كار كاو، وويل: ((د شنبې د ماښام د لس نيمو بجو په شاوخوا كې ماته يو تليفون راغى. ډېر تلولى (وارخطا) شوم. نيمه شپه مې خپل دفتر ته زنګ وواهه او دوى مې پرې خبر کړه.))
د ژورنالستانو او نورو دوستانو د تليفونونو او پوښتنو ګرويګنو د هغه له تښتونې څخه دمخه، د هغه د تګ راتګ په اړه ډير مالومات ترلاسه كړل، خو دده د وژنې په اړه لا هم ځوابونه همداسې ګونګ پاته شول.
روحاني د ماسپښين د درېو بجو په شاوخوا كې په لښكرګاه كې له خپل كور څخه ووت او خپله خور او ورور يي د بسونو تمځاى ته بدرګه كړل، چې په مارجې كې خپل كور ته ستنېدل. له هغې وروسته يي يو ملګرى راواخيست او د انګليسي ژبې تر كورسه پورې يي ورساوه. له هغه سره د ماښام تر پنځه نيمو بجو پورې هلته وو او بيا له هغه سره يو درملتون ته ولاړ، چې خپل ناروغ زوى ته درمل واخلي.
د شفيع د وينا له مخې د هغه ملګري ورته ويلي وو، چې د څلور نيمو بجو شاوخوا روحاني ته يو تليفون راغى. شفيع وويل: ((د (روحاني) ملګري وويل چې هغه ته د يو چا له خوا تليفون راغى او ورته يي وويل، د شپږ نيمو بجو په شاوخوا كې په هوايي ډګر كې يوه غونډه ده. روحاني ورته ويل، هوكې، رئيس صاحب، سمه ده رئيس صاحب!)) رئيس معمولا هغو كسانو ته ويل كيږي چې مهم چارواکي وي.
روحاني پاو كم پنځه بجې د تيلو يو ستيشن ته د تيلو اچولو لپاره ورغى، خو ټانك والا ورته وويل يو ساعت وروسته راشه. تر دې وروسته نوموړى خبريال بيا ژوندى ونه ليدل شو. شفيع وويل: ((روحاني په رڼا ورځ د ښار له زړه څخه وړل شوى و. دا ډېره هيښوونكې او د انديښنې وړ خبره ده.))
په لومړنيو رپوټونوكې پړه په طالبانو واچول شوه. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دا جنايت ((د هېواد د تور زړو دښمانو)) كار وباله. دا عبارت معمولا طالبانو ته كارول كيږي. ددې تر څنګ نوموړي وزارت په ناسمه توګه ويلي و، ((روحاني د هغه له كور څخه په نيمه شپه کې ايستل شوى دى.)) چې كه رښتيا واى، نو دا به د طالبانو تکتيک بلل شوى واى.
خو په هلمند كې د خبريالانو له وينا سره سم طالبانو په پېښه کې خپله ښكېلتيا رد كړه.د آى ډبليو پي آر خبريال او د روحاني ملګرى، محمد الياس داعي وويل: ((موږ له سهاره تر ماسپښين ناوخته پورې د (طالبانو له وياند) قاري يوسف سره د تليفون له لارې په اړيکه کې وو.)).((هغوى ويل، له دې پېښې سره ددوى کوم تړاو نشته. هغوى وويل د مرستې لپاره مو خپلې هلې ځلې كړي دي، خوڅه نه دي تر لاسه شوي.))
شفيع هم د طالبانو له وياند سره اړېكې نيولې وې. شفيع وويل: ((قاري يوسف ماته وويل ’اندېښنه مه كوه. زه به خپله هڅه وكړم. زما ملګري به هڅه وكړي ، چې، هغه هلك ومومي. ’موږ د هغه په لټه كې يو. هغه راته دا هم وويل، چې دى د پېښې له امله زيات خواشينى دى.))هڅې روانې وې، خو خبره تر وخت تيره وه.
د جون د مياشتې په اتمه د ماسپښين څلورنيمې بجې شفيع ته د يوه نامالوم سړي له خوا تليفون راغى. هغه وويل: ((ما له هغه څخه وپوښتل، چې څوك يي. هغه ماته وويل دا ستا كار نه دى. بيا يي وويل ’د بولان هديرې ته ورشه. هلته به د روحاني مړى پروت وي.’ هغه سړي وويل روحاني د يكشنبې په ماښام، په هماغه ورځ له تښتونې وروسته وژل شوى دى.))
شفيع او څوتنه پوليس بولان ته ولاړل. بولان لښكرګاه ته څېرمه د هلمند د رود ها خوا ته پرته سيمه ده. هلته له يو څه لټون وروسته دوى د قبرونو په منځ كې د روحاني مړى وموند. شفيع وويل: ((د هغه پر ستوني درې ځايه چاړه راکش شوې وه. په وينولړلې چاړه د هغه ترڅنګ پرته وه. پر بدن يې ډير ټپونه له ورايه ښکاريدل. زما په اند هغوى نه و توانيدلي چې دى پر چاړه ووژني، له دې امله يي په ټټر ويشتلى و. په بدن باندې يي د ګوليو څلور سوري. دده تر څنګ د سګرټو فلترونه هم پراته وو. روحاني په ډېر بېرحمانه ډول وژل شوى و.))
هغه مهال چې شفيع د مړي ترڅنګ ولاړ و يو بل تليفون ورته راغى. شفيع وويل: ((زه هلته هک پک ولاړ وم. هغه نامالوم کس بيا وپوښتل،پيدا مو کړ؟ ما ورته وويل، هو. ما ورڅخه بيا وپوِښتل، چې تاسو څوك ياست. خوهغه راته ښكنځل وكړې او تليفون يي بند كړ.))
مړى د بست روغتون ته د طبي كتنې لپاره ولېږدول شو. د غم او خپګان خپرې شوې څپې د هلمند ولايت د خبريالانو ترمنځ د روحاني د ښه دريځ څرګنده بېلګه وه. د هغه ريښتونى مسلكيت، توازن، رغنده او سم رپوټونو د هغه د پلرني ټاټوبي له ستونزمن حالت څخه پرده پورته كړې ده. د بي بي سي د نړيوال سرويس د پښتو او فارسي د برخې مشر، اندرس ايلويس وويل: ((د هلمند په هكله د ويلو ډېر نکلونه شته خو له بده مرغه يو چا دا نکل کونکى وواژه.))
د هلمند ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، جانګل آى ډبليو پي آر ته وويل، روحاني د هلمند ولايت د مطبوعاتو سردار وو. جانګل وويل: ((هغه يو تكړه، زړور او وطندوست خبريال و. ما هغه ته د ’سردار’ لقب وركړى وو. ما نور ټولو خبريالانو ته ويل ’دا رپوټ وګورئ! هغه متوازن او مسلكي دى. هغه ټول واقعيتونه جوت كړي دي.’))
د روحاني ملګري،. داعي وويل، ((زما به هيڅكله د هغه دا خبره هېره نه شي، چې ويل يي: ’تر هغه چې رپوټ مو درست نه وي، مه يي ليږئ.’ هغه ماته ويل، هغه څو څو ځلې وګوره. هغه ته خپله دنده ترهر څه دمخه او سپيڅلې وه.))ښايي د روحاني مسلكيت به د هغه د مړينې لامل شوى وي. د هغه زياتره ملګري په دې اند دي، چې دا ځوان خبريال د خپلو رپوټونو له امله په نښه شوى و.
د هغه په نارامه ولايت كې د شكمنو كسانو كمى نشته. د اپينو د كاروبار د يو مركز په توګه په هلمند كې د نيشه يي توكو لېږدوونكي، قاچاقچيان، کوچني جنګسالاران ډير دي چې ګټې يې تر خطر لاندې دي. داعي وويل: ((په هلمند كې د وسله والو طالبانو ترڅنګ دولتي تروريزم، د قاچاقچيانو شبكه او داسې زورواكان شته، چې د خپلو ګټېو لپاره هرشى له منځه وړي. كيداى شي د روحاني كوم يو رپوټ له يو شمېر چارواكو سره په تړاو كې ددې قاچاقچيانو له فعاليتونو څخه پرده پورته كړې وي.))
روحاني د عمر ۲۵ پسرلي ليدلي و او د خپلو اوو خويندو او وروڼو تر ټولو مشر ورور و. هغه دوه ودونه كړي او د دوه كلنې زهرا او پنځه مياشتنې عمران په نومونو يې دوه ماشومان درلودل.
هرچا چې د روحاني د وژلو تر شا لاس درلود خو د هلمند خبريالان يي د هغه د غم په ټغر كينول.شفيع وويل: ((زه نور په لښكرګاه كې ځان خوندي نه احساسوم.))
خبريالان وايي هغوى نه بې زړه كيږي. خو آن د هغوى ترمنځ ډېر زړور هم ځان تر فشارلاندې احساسوي. تسل وويل: ((ما ژمنه كړې، چې خپله دنده به په مخ وړم. آن د پخوا په پرتله به زيات كار وكړم. خو هره ورځ چې له كوره وځم مور او پلار مې وتلو ته نه پريږدي. هغوى پر دې بيريږي، چې زه هم ونه وژل شم. زما په اند ټول خبريالان په همداسې ورته حالت كې دي.))