د ارواښاد روحاني په مرګ

په هلمند کې دبي بي سي او پژواک د خبريال عبدالصمد روحاني د مرګ د خواشينونکي خبر څخه خبر شوم. ارواښاد روحاني د ټوپک په ډزو شهيد کړل شوی دی. الله دې ورته جنتونه ورکړي او کورنۍ ته دې يې خدای صبر عطا کړي.

 

 

ځوانيمرګ روحاني د هغه ګوتو په شمېر زړورو خبريالانو څخه وو چې تل يې د پژواک خبري اژانس او بي بي سي له لارې د حقيقتونو د راسپړلو لپاره هلې ځلې کولي او د هلمند په شان سيمې څخه چې د څو کلونو راهيسې د جګړو په ډګر اوښتی، په ډيره بي پرې توګه خبرونه وړاندې کړل. ارواښاد په هلمند کې د طالب جنګياليوو او افغان دولت د ځواکونو په اړه داسې خبرونه خپرول چې د هلمند د اوسيدونکو دردر پکې له ورايه ښکاريده. نوموړي د جګړې د دواړو غاړو په پرتله د خلکو ستونزو ته ډير پام کاوه او د هغه همدغه کار نوموړی د ډانګ او پړانګ په منځ کې را حصار کړی وو.  

د هغه د وژونکو په اړه لا هم پوره معلومات نشته خو هر چا چې ددغه ځوان هيلې رژولي خدای دې يې ورته سزا ورکړي.

 

خدای بخښلي روحاني ته له خدای (ج) غوره جنتونه او کورنۍ ته يې د دغه غم د برداشت حوصله غواړم.

 

په ډير درنښت

 

بشير احمد ګواښ

د مور بلاګ چلوونکی

نيويارک – امريکا

hajrulaswad@gmail.com