راځي دا خبره سپینه وکړو چې اوس د افغانستان ټول خلک بشپړ باور لري او وایی چی ، د پښتنو د کدرونو په وړاندی د تعصبه ډک چلند د کابل د ارګ ځانګړتیا ده . یوازی لږ شمېر ځینی پښتانه ( چی کدرونه هم نشی ورته ویل کیدای ) او د مختلفو لارو ځان تر ارګ رسولی شی په دندو مقرریږی.
د اساسی قانون په بنسټ د هیواد ټول وګړی ( په هرتوکم پوری چی تړلی وي ) برابر حقوق لری .د اساسی قانون او نورو قوانینو په بنسټ باید ټولی مقرری د لیاقت ، اهلیت ، وړتیا ، د وطن او خلکو سره د مینی له مخی تر سره شی . یعنی په دولتی مقرریو کی باید توکم ، ژبه ، سیمه ، مذهب ، کورنۍ او جنس په نظر کی ونه نیول شی.
دولتی مقرری او د انکشافی پروګرامونو په قومی ، ژبنی ، سیمه ایز ، تنظیمی او کورنی بنسټ باندی تطبیق او عملی کول د اساسی قانون خلاف عمل دی چی جرم هم ګڼل کیدای شی.
مګر د حامد کرزی د حاکمیت څخه تر ننه پوری د اساسی قانون نوموړی لارښوونی او احکام په نظر کی ونه نیول شول . تقریبا ټولی مقرری په قومی ، ژبنی ، مذهبی بنسټ ( د غیر واقعی او ناسمو تخمینونو په نظر کی نیولو سره ) تر سره شوی او تر سره کیږی.
دا چی سیاسی او اداری واک د مشخصو کړیو په لاس کی و ، نو په مقرریو کی هم د دوی اجندا عملی کیده . یعنی د پښتنو سره د (( مات او دښمن )) توکم په توګه. په دولتی څوکیو کی د پښتنو ( ملی اشخاصو) د مقرریو مخه ونیول شوه او د پښتنو څخه ( د ناسمو او جعلی تخمینونو په بنسټ ) یوازی هغه کسان مقرریدل چی پورتنیو لوټمارو کړیو سره یی د جوالو خولی نیولې.
په هغه مهال کی د مقرریو د پاره یو ځانګړی فورمول ته وده ورکړل شوه په دی فورمول کی لیاقت ، اهلیت او د اساسی قانون احکام مهم نه و ، بلکی د کتیګوری په بنسټ د پښتنو کدرونو درجه دریمه وټاکل شوه. اوس هم په مقرریو کی پښتنو کدرونو ته دریم چانس ورکول کیږی.
باید ووایو چی د حامد کرزی په حاکمیت کی کدرونه د حاکمو کړیو د مشرانو له خوا هغه ته ورپیژندل کیده او هغه هم ددی په ځای چی دددوی وړتیا په نظر کی ونیسی مقررول.
همدا فورمول د اشرف په واکمنی کی هم دوام وکړ. په دی هکله په سلګونو مثالونه یی شته چی یو یی هم د اداری اصلاحاتو د کمیسیون مشرتوب او د د کمیشنرانو ټاکل دی:
باید ووایو چی اشرف غنی هڅه کوی چی خلکو ته وښیی چی هغه غواړی په شفافه توګه کسان په دندو وګوماري. اوس دده څخه پوښتنه کیږی : ایا د اداری اصلاحاتو او کمیشنرانو د مقرریو د پاره کوم معیارونه په نظر کی نیول شوی و؟ ایا دا پوزیشنونه اعلان ته ورکړل شوي و؟ په دی بهیر کی څو کسانو برخه اخیستی وه؟
ښکاره ده چی نوموړی پوزیشنونه نه اعلان شوی او نه څوک تری خبر و. دا ښکاره ده چی د اداری اصلاحاتو د اداری مشر او د هغه کمیشنران د ځانګړو اړیکو له مخی مقرر شوی دی.
دا سمه خبره ده چی په مقرریو کی باید ټول هیوادوال ځانونه وګوری مګر داسی هم باید نه وي چی د توکمیز انډول په نظر کی نیولو په پلمو سره دی د جعلی غیر واقعی توکمیزو تخمینونو کار واخیستل شی.
د توکمونو په بنسټ مقرری غیر قانونی عمل دی خو دا هم باید څرګنده کړو چی هغه مقرری چی د کابل اداره یی د توکمیز توازون په نوم تر سره کوی ، د توکمونو تخمینونه غیر واقعی او جعلی دی. دوی د پښتنو موجودیت د خپل نیمایی موجودیت څخه هم کم په ډاګه کوي.
دا خبره ناسمه ده چی نابغه ګان او تعلیم کړی کسان په پښتنو ، ازبکو ، ترکمنو ، پشه ییانو ، ګوجرو او بلوڅو کی نه شته.
استاد اشرف غنی په تیرو کلونو کی مقرریو یو ځل بیا وښودله چی هغه د فاسدو کړیو د خوشاله ساتلو د پاره د پښتنو کدرونو مقررولو ته شا کړی وه او هم دی پالیسی ته دوام ورکوي.
په کابل کی وروستیو د مظاهرو په نوم حرکتونو ، اشرف غنی نور هم دی ته اړ کړ چی دوه ګامه نور هم په شا ولاړ شی ، پخوا څخه زیات پښتانه د سترګو وغورځوی تر څو بیا متعصبه کړۍ بیا ورته حرکتونه ونکړي.
د اداری اصلاحاتو د کمیسیون لومړنی لاسته راوړنه دا ده چی د ازموینی بهیر داسی تنظیم شوی چی پښتانه پکی ناکام شی او د پنځه سوو پوستونو څخه یوازی څلویښت پوستونو ته پښتانه بریالی شی. د داسی مقرریو د خلکو غږونه راپورته کړل . مګر د اشرف غنی له خوا د مقرر شوی رییس له خوا یی په مختلفو چلونه دا غږ چوپ کړل شو. ددی مقرری پایلی به هغه وخت ښکاره شی چی تذکری ویشل کیږی. په هغه مهال کی به په افغانستان کی د پښتنو توکم شته والی لس سلنی ته راټیټ کړل شی.
د اشرف غنی په تیرو دوه نیمو کلونو کی مقرری ثابته کړه چی د هغه دا شعار (( هیڅ افغان د بل څخه زیات نه دی او هیڅ افغان د بل څخه کم نه دی)) یوازی د خلکو د رایو د تر لاسه کولو د پاره ورکړی و. مګر په واقعیت کی پښتانه کدرونه دده په نزد د ځینو توکمونو د کړیو څخه کم دي.
که چیری ودانیزو پروژو ته هم وګوره دا حالت روان دی مثلا د پښتنو سیمو ته د بریښنا بندوبست نه کیږی خو د بامیانو د پاره د لوړ ولټاژ بریښنا ورکول کیږی. ایا پښتانه دا حق نلری چی د انکشافي پروژو برخمن شی ؟
اساسی قانون د هیواد ټولو خلکو ته برابر حق ورکړی دی خو داسی هم نه ده چی په دولتی مقرریو کی وروستی درجه کی پښتانه او د نورو توکمونو کدرونه راشی. او یا لکه د کلیو د پراختیا د وزارت په شان په اعلانونو کی ولیکی چی اقلیتونو ته لومړیتوب ورکول کیږی.
دا ښکاره ده چی پخوانی ارګ مشر او اوسنی ارګ مشر د پښتنو څخه داسی بی کفایته او غوړه مال کسان مقرروی چی تر ټولو زیات د پښتنو د مقرری او د پښتنو په سیمو کی د انکشافی پروژو د پلی کولو په لاره کی خنډونه ایجادوی.
د اشرف غنی او حامدکرزی په لوړو څوکیو مقرری اویا سلنه په تاجکانو او پاتی یی په نورو توکمونو پوری تړلی دی که دا خبره رښتیا نه وی نو اشرف غنی دی د ارګ کارکونو ، د وزیرانو ، معینانو ، رییسانو، سفارتونو کارکونکو ، مدیرانو ، لوړ پوړو چارواکو اود منځ پوړو مامورینو بشپړ او دقیق لست خپور کړی هلته به ښکاره شی چی د پښتنو کدرونو په وړاندی څومره تعصب روان دی. د کابل په اداره کی د پښتنو موجودیت لکه په اوړو کی د مالګی موجودیت دی.
اوسمهال په افغانستان کی پښتانه هم د کابل ارګ له خوا ټکول کیږی او هم د مخالفینو له خوا . مګر پاشیستی متعصبه کړۍ ددی له پاره چی پښتانه کدرونه د خپل حق غوښتنه وکړي بیا د (( بیګیریش که نګیریت )) د متل په نظر کی نیولو سره دا ادعا کوي چی ګویا د دوی حق پښتنو خوړلی دی.
په دی وروستیو ورځو کی په کابل کی یو شمیر کسان ، په ناڅاپی توګه ښار ته راووتل ، د ا رګ او د پښتنو په ضد یی شعارونه ورکول. دوی په غیر مستقیمه توګه ارګ او پښتانه په دی تورن کول چی د نورو حقوقو یی خوړلی دی.
په ټولنیزو رسنیو کی یو شمیر کړۍ په زغرده د پښتنو په ضد پراخه مبارزه پیل کړی او روانه ده همدارنګه د کابل زیاتره رسنی چی د متعصبو کړیو په واک کی دی هم دا ډول پروپاګنډ په غیر مستقیمه توګه مخته بیایی.
ایا رښتیا په افغانستان کی سیاسی واک د پښتنو په لاس کی دی؟ او که یوازی یو پښتون توکمه د سمبول په توګه په ارګ کی کینول کیږی؟ هغه چی پښتنو کدرونو ته یی شا وي.
تر ډیره بریده دا پوښتنه موجوده ده چی په افغانستان کی په رښتینی توګه دموکراسی وجود لری او که دلته یو دیکتاتوری نظام دی چی د وګړو او کړیو په اراده باندی ولاړ دی؟
خو په افغانستان کی د طالبانو په نسکوریدو سره واک یا د قدرت هسته د ځانګړي کړۍ او یا د هغه د متحدو کړیو لاسته ورغله او د دولت رییس هم د دوی په خوښه په ارګ کی واړول .
په تیرو ټولټاکنو کی د افغانستان خلکو دا هڅه کوله چی د اشرف غنی په ټاکلو سره یو ملی دولت را منځته کړي تر څو د ټولو خلکو اراده تمثیل کړي. په دی ټولټاکنو کی په عمومی صورت سره پښتنو د اشرف غنی څخه ملاتړ وکړ ،دا ټولو ته ښکاره وه چی اشرف غنی رایی ګټلی دي .
اشرف غنی د دی په ځای چی د خلکو غوښتنو ته غاړه کیږدی هغه تر ټولو لومړی د غوړه مالو ، زورواکو او متعصبو کړیو غوښتنی ومنلی . په مقرریو کی یی د وړتیا او وطندوستی معیار ته یی شا کړه.
1. په هیواد کی یی اداری فساد ته په رسمی توګه اجازه ورکړه ، د هغه په اداره او نظام کی فساد اوس تر ټولو دورو زیات بربنډ ، رسمی او جبري دی.
2. په هیواد کی د ځمکو غصب او د طبعی منابعو لوټ ښه په درز سره روان دی.
3. د نشه یی توکو او قیمتی کاڼو قاچاق روان دی.
4. ټولی مقرری د نوموړی کړی او یا کړیو په خوښه تر سره کیږی چی په هغوی کی پښتانه په بشپړه او قصدي توګه له سترګو غورځول کیږی.
دا چی ولې پخوانی او یا اوسنی اولسمشران ددی کړیو په وړاندی کوم اقدام نه شی کولی دا تر ډیره بریده په خپله د دوی په سیاستونو پورې تړلی ده.
1. دوی د افغانستان اولس او په ځانګړی توګه پښتنو ته شا کړه .
2. په خپله شاوخوا یی متعصب ، فاسد ، غوړه مال او بیکاره کسان راټول کړل
3. دولتی اداره په یوه کثیفه او بیکاره اداره باندی واوښته.
4. امنیتی او دفاعی اداری د ټاکلو کړیو د واک او قدرت په سرچینو باندی اوښتی دی .
د ارګ مشرانو په تیرو کلونو کی هغه څه کړی دی چی د قدرت اصلی کړیو غوښتلی او یا یی غواړی تر سره کوي. د کابل په دولت کی پښتانه د خپل موجودیت په اندازه نیمایی هم وجود نلری او که یو څو تنه غوړه مال او بیکاره کسان شته هغوی تر نورو زیات پښتنو ته په زیان تمام شوي دی.
که چیری د کابل په اداره کی کوم پښتون وګړی مقرر شی او هغه خپلی کړنې د ملی ګټو په بنسټ تر سره کوی ، د نوموړو متعصبو کړیو له خوا په لومړی برید کی د رسنیو له لاری تخریب کیږی او بیا په هغه اداری فشار راوړل کیږی تر څو دی ته اړ شی چی د دندې څخه لاس په سر شی او استعفا وکړي . که دغسی هم ونشی بیا ساختګی مظاهرو ته لاس اچوی .
هر اولسمشر دنده لری چی د هیواد ټول اولسونو ته په برابره سترګه وګوری . خو داسی نه چی د هیواد بشپړ اکثریت له سترګو وغورځول شی او ډیره محدود لږکی ته د واک په ورکولو سره ،هر ډول امکانات برابر کړی چی دا په واقعیت کی تعصبی او ناروا عمل دی.
ارګ ( دولتی قدرت) د پښتنو په وړاندی د تعصب څخه کار اخیستی دی او زیار ایستل کیږی چی پښتانه هم په فزیکی او رواني توګه وځپل شی .همدارنګه دوی د زده کړو او اقتصادی پرمختګ څخه بی برخی وساتل شی. که چیری د پښتنو په سیمو کی انکشافی پروژې وګورو تقریبا په نشت شمیرل کیږی . دا په دی مانا چی د کابل اداره نه غواړی چی په پښتنی سیمو کی انکشافی پروژې پلی شی.
که دی یوی خوا ارګ ( قدرت هسته) د پښتنو د ځپلو پروګرامونه مخته بیایی د هغه په اړخ کی مخالفو وسله والو هم د پښتنو سیمی د جګړو په ډګر ګرځولی دی .
تر ډیری اندازی لویدیزی رسنی او د افغانستان خلک دی ته ګوته نیسی چی د افغانستان په موجوده دولت ( د طالبانو وروسته) کی په متناسبه توګه خلک ځانونه نه وينی. دوی دی ته اشاره کوی چی پښتنو سره د تعصبه ډک چلند کیږی.
د طالبانو په راپرځیدو او د امریکا د الوتکو او عسکرو په زور د نوي حکومت په جوړیدو سره ، پښتانه په افغانستان کی د واک څخه ګوښه کړل شوی او تر ډيره بریده د یوه (( مات شوي دښمن )) په توګه ورسره چلند وشو او کیږی.
په کابل کی ارګ تل هڅه کړي ده چی د طالبانو په نوم پښتانه د بهرنیانو په همکاری سره وځپی. په لسګونو زره بیګناه پښتانه د بندیخانو تورو تمبو شاته واچول شول. چا چی لنګوټه په سر ، کمیس پرتوګ په غاړه او په پښتو ژبه یی خبری کولی او یا یی کوي د د (( طالب)) او یا دښمن په توګه ورسره چلند شوی دی او دا بهیر اوس هم روان دی.
باید ووایو چی یو شمیر زورواکو او پاشیستی کړیو د پښتنو ملکیتونه د هیواد په مرکزی او شمالی سیمو کی لاندی کړی او دا بهیر روان دی ، په لسګونو زره پښتانه په زوره اړ شوی او یا اړکیږی چی خپلی سیمی پریږدي. یا په بله مانا د افغانستان په ځينو سیمو کی د پښتنو تصفیه روانه ده.
بدخشان په بشپړه توګه د پښتنو څخه تصفیه کړل شوی او که کوم شپانه هغی خواته لاړ شی هغوی وژل کیږی او پسونه یی نیول کیږی. د پښتنو د تصفیی ستراتیژی مهم ځای د کندز ولایت دی. په کندز کی هر څومره جګړی او ناامنی چی وجود لری د یوه ټاکلی منظم پلان له مخی ، موخه یی د کندز څخه د پښتنو شړل دي.
په کندز ولایت کی د پښتنو ترور او قتل عام روان دی چی نوموړو جنایتونو ته د (( طالبانو)) په ضد د جګړو نوم ورکول کیږی . باید ووایو چی دولتی ارګانونه ، دولتی ملیشاوې او مخالف وسله ټول د پښتنو په ځورولو او ځپلو کی لاس لري.
ورته چلند په بغلان ، بلخ ، فاریاب ، سرپل ، جوزجان او بادغیس کی هم د پښتنو په ضد روان دی. د هیواد په مرکزی برخو او شمالی سیمو څخه په سلګونو زره شړل شوی پښتانه تر اوسه خپلو سیمو ته ستنیدلی شی او د مهاجرت سختی شپی تیروی. د هیواد په مرکزی سیمو کی د پښتنو کوچیانو ملکیتونه غصب شوی دی او دوی نه شی کولی چی خپلو مینو ته وګرځي.
پښتون یوزاینی قوم دی چی په ټول افغانستان کی پروت دی او د هیواد بشپړ اکثریت جوړوي . خو په دولتی جوړښت کی ورسره د دریمه درجه لږکي په توګه چلند کیږی. کوم چارواکی یا وزیران چی د پښتنو په استازیتوب په څوکیو ناست دی تر ټولو زیات د پښتنو په ضد تعصب کوي. نور وزارتونو کی خو پښتانه ځای نه لري.
د کنړ ، ننګرهار ، خوست ، پکتیا، پکتیکا، وردګ ، غزنی ، ارزګان ، هلمند ، نیمروز ، هرات ، کندز، فراه ، باغیس ، فاریاب ، بغلان ، نورستان ، تخار ، بلخ ، پروان ، کاپیسا، غور، زابل او نورو سیمو (اوسیدونکی پښتانه) ، څخه په دولت او یا کابینه کی یو پښتون هم وجود نلری .
مګر د پنجشیر ، دای کندی او بامیانو ( د هریوه ) څخه په کابینه کی تر لسو لسو تنو پورې کسان د وزیرانو په شورا او یا لوړ مشرتوب کی ځای لري. داسی کورنی هم شته چی د هغه اکثریت غړی په دولتی کلیدی څوکیو کی کار کوي.
ایا د پورتنیو سیمو څخه څوک نه شته چی د وزارت ، معینیت ،سفارت ، ریاست ، ولایت ، کوماندانی او وزیرانو شورا کی کار وکړي یوازی دا نابغه ګان همغه په یادو محدودو سیمو کی دي؟ چی څوکی باندی ډډی وهی او که مړه کیږی میراث به یی زامنو او یا وروڼو ته رسیږی.
په دولتی لوړو څوکیو کی د پښتنو موجودیت لکه مالګه په اوړو کی ده. دلته هم داسی پښتانه وزیران هم وجود لری چی تر ټولو زیات د پښتون اولس د حقوقو د تر پښو لاندی کولو د پاره یی مټی رانغښتي. دوی هم په مقرریو کی د پښتنو مخنیوی کوي.
د پښتنی سیمو څخه پارلمان ته د استازو لیږل هم داسی تنظیم شوی دی چی د پښتنو د سیمو څخه لږ ( لکه خوست ، پکتیکا او نور ) او د غیر پښتنی سیمو څخه ډیر دی .
په افغانستان کی د ملی مسلی حل کول تر ټولو اړین دی چی باید دا مسله په عملی او بی پری توګه حل شي د اساسی قانون په بنسټ توکومونه برابر حقوق نلری بلکی د ټولنی غړی برابر حقوق لري. ارګ باید په مقرریو او د انکشافی پروژو په تطبیق کی باید اساسی قانون په نظر کی ونیسی .
خو له بده مرغه په تیرو اولسو کلونو کی دولت (ارګ ) د اساسی قانون خلاف په دی هکله چلند کړی دی. یعنی ددی په ځای چی وګړی په نظر کی ونیسی دولتی ساختمان او انکشافی پروژو کی توکمونه او سیمی په نظر کی نیسی . هغه هم په غیر عادلانه توګه.
ددی د پاره چی د افغانستان ټول خلک په کابینه او رهبری ارګانونو کی ووینی :
1. د هر ولایت څخه ، د اکثریت توکم څخه یو وزیر کابینه ته راشی
2. د لویو ولایتونو لکه هلمند ، هرات او نور څخه د اکثریت توکم څخه باید څو وزیران د وزیرانو شورا ته راشی.
3. میراثی څوکی باید لغوه شی.
4. د یوې کورنۍ څخه یو وګړی په لوړه څوکی کی کار کولی شی.
5. همدا تناسب باید د دولت په لوړو او منځنیو څوکیو کی باید په نظر کی ونیول شی.
6. امنیتی ځواکونو باید مقرری هم پورتنی اصل ولری.
په ولایتونو کی باید قومی تناسب په بی پری توګه معلوم کړل شی.
د افغانستان اولسمشر په رښتینی توګه نه غواړي چی په افغانستان کی یوه ملی اداره چی ټول اولس ته په خدمت کی وی رامنځته کړی یوازی د پخوانی اولسمشر په شان یو شمیر تیر ایستونکی حرکتونه تر سره کوي او خلک په دی مصروف ساتی چی کیدای شی یو شمیر مثبت ګامونه اوچت کړل شی.
که چیری اولسمشر په رښتینی توګه غواړی په ټولنه کی عدالت قایم شی باید یو شمیر ګامونه اوچت کړي:
1. هغه باید د زورواکو او متعصبو کړیو ملاتړ پریږدی او خلکو ته دی مخه کړي . خلک کولی شی د ټولنی د پرمختګ ، سولی او امنیت په لاره کی ټول خنډونه له مخی لیری کړي.
2. د سرشمارنی او د اداری اصلاحاتو ادارې باید د متعصبو کړیو له واکه وایستل شی او هلته ملی کسان مقرر شی تر څو په ټول هیواد کی دقیقه سر شمیرنه تر سره او په دندو وړ کسان وګومارل شی.
3. ټولی اداری باید په رښتینی توګه په ملی ادارو واوړي. په دی ادارو کی باید ټول قومونه او توکمونه او د سیمی خلک باید خپل ځانونه وګوري.
له دی امله د کابل ارګ مشر ته اړینه ده چی په دولتی مقرریو ، انکشافي پروژو په تطبیق او د امنیت په ټینګښت کی د مسایلو سره د اساسی قانون سره سم ملی چلند وکړي .
د کابل اوسنی اداره ( د وحدت ملی اداره ) یوه غیر ملي او فاسده اداره ده او د افغانستان خلک مجبور دی چی دا اداره ړنګه کړي . هغه مها ل به خلکو ته دا مهمه نه وي چی څوک د ادارې په سر کی ځای لري.