نظرمحمد مطمئن يوه اوږده ليکنه کړې ده، ولسمشر يې مخاطب کړی او د ولس د ګمراه کولو ناکامه هڅه يې کړې ده. په پيل کې خپل خست او رذالت ولسمشر ته په ښېراوو سره څرګندوي او وايي: ولسمشره درې شلي او لس کلن شې. ښاغلی ولسمشر چې نږدې د اويا کالو دی نو دی ورته د زړو ښځو په څېر د مرګ ښېرا کوي.


مطمئن د خپل منافقت اظهار څه په دې ډول کوي: د حکومت مشره! تاريخ ليکي چې د مخکينې ولسمشر حامد کرزي٬ د اوسني ولسمشر غني٬ د پخواني ولسمشر برهان الدين رباني٬ د پخواني ولسمشر صبغت الله مجددي٬ د شماټلوالي د اردو مشرانو او قومندانانو او ځينو نورو افغان مشرانو په ملګرتيا او غوښتنه امريکايې پوځيان افغانستان ته راوغوښتل شول٬ او افغانستان يې د بهرنيو پوځيانو په واک کې ورکړ.


ګله مظمئنه! افغانستان ته امريکايي پوځيان حامد کرزي او اشرف غني او نورو نه دي راغوښتي، تاريخ کې دا هر څه ليک دي چې دلته يوه نااهله ډله حاکمه وه، دلته واک د ای ايس ای و، دلته واک د اسامه او عربو و، يوه چټله او ګنده طبقه واکداره وه، د هغوی واکدار اسامه پر امريکا حمله وکړه، امريکا له دغې نااهله ډلې نه اسامه وغوښت، د افغانستان علماوو دغې ډلې ته وويل چې اسامه له ملکه وشړه، دوی نه امريکا ته ورکړ او نه يې له ملکه وشاړه، د ای ايس ای په مرسته، لارښوونې او ملګرتيا امريکا پر افغانستان بريد وکړ، په ځای د دې چې دغې نااهلې ډلې مقاومت او ميړانه کړې وای وتښتېدله او هماغه د ای ايس ای غېږې ته يې پناه يوړه، نو امريکا ستا د ډلې د بېوقوفۍ او غلامۍ په وجه افغانستان ته راغله، تاسو د هغه وخت حاکمان وئ لويه بې غيرتي مو وکړه او هېواد مو ورته پرېښوده.


ته وايې له امريکې سره تړون له شرمه ډک دی، نو مظمئن ګله دغه تړون هم ستاسو د ناځوانۍ او غلامۍ په وجه وشو، ښاغلي کرزي پوره يو کال د تړون نهايي کول وځنډول، تاسو ته يې د سولې او روغې چيغې نارې وکړې خو تاسو د ای ايس ای په اوګو سپاره وئ، د خپلو ملي او اسلامي ګټو ته مو خيال نه و، سوله مو ونه کړه بلکې جنګونه مو نور هم تېز کړل، له کومو ولايتونو نه چې امريکايان ووتل هلته تاسو جنګ ته شدت ورکړ او دولت مو مجبوره کړ چې له امريکې سره تړون لاسليک کړي.


يوه خبره د توجه وړ ده او هغه دا چې تاسو يوه فراري ډله ياست، تاسو له روس او ايران سره تړونونه کوئ، سره له دې چې ستاسو تړونونه د ولس او هېواد په شر دي، يو دولت چې د خلکو په رايه مينځ ته راغلی دی هغه ته دا حق نه ورکوئ چې له يو چا سره تړون وکړي. ستاسو د خوښې هېواد پاکستان او ورسره قطر له امريکې سره همدا ډول تړونونه لري، بلکې په قطر کې د امريکې تر ټولو لويه اډه ده هغه ستاسو خوښ هېواد دی خو دلته د يو مشروع او قانوني حکومت تړونونو ته د غلامۍ تړون وايئ.
افغانستان خپلواک دی، غازي امان الله خان د خپلواکۍ اعلان وکړ، له انګرېزانو نه خو اوس هم د انګرېز د بچي د غلامانو له بريدونو لاندې دی، ځکه نو جنګ دوام لري.

مظمن صاحب ولسمشر ته وايي: تا لسګونو زرو افغان ځوانان او ماشومان د خپل واک ساتلو لپاره قرباني کړل.
ښاغلی مظمن! ته نه شرمېږې چې د جنګ پړه پر دولت اچوې ، دولت خو يو مسوله اداره ده، د خلکو او هېواد دفاع يې ذمه واري ده، جنګ خو طالبجان کوي، دولت خو هغوی ته په وار وار بلنې او زارۍ ولېږلې چې راشئ سوله وکړئ، افغان وژنه بس کړئ او چې طالب سوله وکړي د دولت هېڅ حاجت نه پاتې کېږي چې امريکا ته ووايي چې دلته پاتې شئ، تاسو له دولت سره سوله وکړئ خپل دولت قوي کړئ خارجي قواوې به خپله مخه کوي خو تاسو د ای ايس ای غلامان يئ دا جنګ د پاکستان په ګټه دی او تاسو د هغه ګټو ته ژمن ياست.


مظمن جانه ښه پوهېږې چې دولت او حکومت تاسو کمزوری کړی دی، که حکومت کې فساد دی نو يو عمده لامل يې جنګ دی چې تاسو له خپل دولت سره شروع کړی دی، که پاکستان دروازې جوړوي او که رامخته کېږي سبب يې تاسو يئ، دولت ستاسوبغاوت وزپي او که د پاکستان مخه ونيسي، راشئ تاسو هم لږ غير ت ځان کې پيدا کړئ او د پاکستان مخه ونيسئ خو دا به تاسو کله هم ونه کړئ.
نور