جینۍ ښایسته د سپین جبین دی
پاس په سینه د لونګین دی
راڅه راڅه وخت ماسپښین دی
دا پاس آسمان ګوره چې شین دی
داسې مې زړه در پاسې شین دی مړ به شمه

*****
زړه مې ښادي نکړي رنځور دی
ما ته جوړ شوی لـوی پېغور دی
احوال مې تللی لور په لــــور دی
مینه د نه ده سرکــــــــی اور دی
زه د پرې وسوم خدای د نور درنه ساتینه

*****

زما د دواړو سترګـــــو توره
راڅه راڅه د زړه ټکــــــوره
دیدن به راوړې له کوم لوره؟
په غیر آبادو کې مې ګــــوره
له آبادی نه ډیر پخوا وتلی یمه

*****
زما ځواني تر تا خیرات شه
هستي نېستي رانه میرات شه
تا ته بلا دا مـــــــــــلاقات شه
د پېـــــــزوانه ډنډر د مات شه
چې د زرګر په دکان وکړو دیدانونه
*****

زخمونه جوړ نه شوه لا ډیر شول
د ژوند خواږه په ما ګنډیر شــــول
غمونه زړه ته مې را تیر شــــــول
ما ته د څه ویل ما نه هیر شـــــول
ما ته هغه خبره بیا وکـــــــــــــــــــــــړه مینه