لا مين نه يې ښه خـــوب وکه/ ټپيزې/ حيران
ځان دې له ځانه رابـــــــــــهر که
خلاص دې په دې خبره سر که
جانانه ما د ځـــــان نوکــــــر که
تاته کاته به په تنخا حســــــــابومــــــــــــه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
چې مين نه وي نو به څــه که
په بې غمۍ دې ځان اوبه که
بچ دې له درده ځنــــې زړه که
لا مين نه يې ښه خـــوب وکه
که خدای مين کړې بيا به نه درځي خوبونه
ـــ ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په دې خو نه چې د بل چا دی
زما له غـــــــــم نه بې پروا دی
که په روا يــــــا نــــــــا روا دی
جانان زما په ســــــر باچا دی
که لاس ترې واخلم د دوهۍ ملنګ به شينه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ايله چې اوس مې خوا سړه شــــوه
راته راياده ښـــــه پلمــــــه شــــــــــوه
مور تــــه مـــــې جوړه بهانه شــــــــوه
خولګۍ مې ستا په وينو سره شوه
مور ته به وايم ما انار خــــوړلي دينـــه
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
شونډې مې ګوره وچې سپورې
خوښـــــې مــې نه وايي ننګورې
ډوډۍ دې څه باندې کړه پورې
توتان پاخــــــه ګورګورې تورې
زه د موذي د ســــوکړک څــــــه پروا لرمه.