احمدجان تڼی
یو چارواکی ، یو موټر
دولتی چارواکو او لوټمارو زورواکو په ښارونو کی ډيری ستونزی رامنځته کړي دي . دوی سړکونه بندوی ، دوی په سړکونو کی سمټی دیوالونه جوړ کړی حتی په عامو سرکونو کی دروازی ایښی اود خلکو د تګ راتګ مخنیوی کوي . دوی د کابل او یا نورو ښارونو څخه ویرونکی ښارونه جوړ کړی دی او د لوړو لوړو سمټی دیوالونو شاته ځانونه پټوي.
د هر زورواکی او چارواکی د کورونو شاوخوا د سیمټی دیوالونو او زغره والو دروازو په جوړولو او د امنیتی کیمرو سیستمونو په رامنځته کولو باندی په میلیونو ډالره لګیدلی دی او لګیږی چی دا اندازه ښایی په مجموع کی میلیاردو ډالرو ته ورسیږی. چی دا ټول د افغانستان د بودجی څخه ورکړل شوی او یا ورکول کیږی.
دوی په ښارونو کی د تګ راتګ په مهال ترافیکی قوانین نه مراعات کوي او حتی د دوی له پاره دا مهمه نه ده چی څوک د دوی د موټرو تر ټایرونو لاندی کیږی او یا په کوم موټر باندې ورخیږي.
دوی او د دوی باډی ګارډان او خدمتګاران په تورو ښیښو موټرونو کی ګرځی څوک نه پوهیږی چی په دی موټرونو کی څه روان دی . ایا اخلافی فساد په کی روان دی او که د ممنوعه توکو او کسانو قاچاق او انتقال ؟ او یا کومه بله خبره ده.
دوی په ظاهری توګه دا ښکاره کوی چی ګویا د امنیتی دلایلو له مخی دی بی قانونی توب ته مخه کوي . مګر اصلی خبره امنیتی دلایل نه دی بلکی دوی ښاریانو او یا خلکو ته د زور ښودنه کوي چی دا پلانی چارواکی او یا زورواکی دی. او هیڅوک نه شی کولی د هغی څخه د قانون د ماتولو له امله پوښتنه وکړي.
د زور ښودل ، د ویرې خپرول او د خلکو ډارول د دوی د اصلی تاکتیکونو څخه دی تر څو چی ښاریان وډار شی او د دوی حاکمیت ته غاړه کیږدي .
د دوی څخه خلک تری تر سپوږمو راغلي دي.په واټونو کی د دوی په لیدو سره د ښارونو خلک دوی ته په کرکه ګوري او د دوی د لوټماریو او جنایتونو په هکله یو له بله په کیسو سر شی.
د کابل ښار په یوه برخه کی پلی روان وم چی ناڅاپا می د غوږونو کڼونکی هارونونه می تر غوږو شول ، شاوخوا می وکتل چی د موټرو یو کاروان روان دی . په سر کی رنجر موټر چی سپکی او درندی وسلی په کی ځای په ځای شوی او داسی ښکاریده چی هره ثانیه کیدای شی بی رحمه باډی ګارډان د وسلو ماشې کش کړی او ....
په همدی کاروان کی شپږ کروزین لوړ ماډل زغروال خورا قیمتی موټرونه ( سم می ونه ګڼل شول ) روان و. ددی موټرونو په منځ کی د ویښته سر توپیر نه لیدل کیده. د هغوی تورې ښیښی وې د موټرونو منځ نه لیدل کیده چی پکی څه دی ؟ سړی دی او که وسلې او یا د قاچاقو مال ؟ او کوم بل څه؟
په همدی ډول سره دا کاروان د وسله والو کسانو څخه د ډکو رنجر موټرونو له خوا بدرګه کیده . دا ښایی کاروان د لومړی کتیګوری چارواکو څخه نه وي بلکی کیدای شی د ددوهمه درجه چارواکی او یا زورواکی څخه وي . دا ځکه چی د خلکو په قول په لومړی درجه زورواکو پسی ددی څخه زیات موټرونه او باډی ګارډان روان وي.
ډیر ځله داسی هم لیدل شوی دی چی په یوه زورواکی او یا چارواکی او یا د دوی په زوی پسی په لسګونو موټرونه د شا څخه روان دی دا ډول حرکتونه ددی د پاره تر سره کیږی چی د زور او قدرت ښودنه وکړی . دا ډول کاروانو د عادی خلکو په زړونو کی د زورواکو چارواکو او دولت څخه د کرکې احساس را پیدا کوي.
د دا ډول حرکتونو سره کیدای شی سړی د کابل په ښار او یا د هیواد په نورو سیمو کی هره شیبه مخامخ شی .
دا چی په افغانستان کی د دولتی چارواکو او لوټمارو زورواکو شمیر خورا زیات دی او په هریوه پسی زیات اندازه موټرونه روان وي . دوی د ترافیکو قوانین نه مراعات کوی او که کوم د ترافیکو پولیس په تیروتنی سره نوموړو کاروانونو ته د قوانینو د تطبیق اشاره ورکړل شی بیا د هغوی له په مرګ سره ډبول کیږی.
په دی ډول د دولتی چارواکو او زورواکو موټرو کاروانونو چلونکی په خپلو حرکتونو کی د پلیو کسانو او نورو موټرونو خیال نه ساتی تر اوسه په سلګونو کسان ددی زورواکو د موټرونو تر ټایرونو لاندی خپل ژوند او یا شتمنی د لاسه ورکړي دي. او ددی جنایتونو قربانیان د ډاره غږ هم نه شی پورته کولی.
دوی په ښارونو کی ترافیکی نظم ویجاړ کړی او د دوی دلاسه په ساعتونو سرکونو بندیږی چی دا د خلکو د پاره ځانی او مالی زیان رسوي .
همدی چارواکو د کابل ښار او د هیواد په نورو ښارونو کی سړکونه او کوڅې بندې کړي او د خلکو د پاره یی لویی ستونزی را منځته کړی دی خلک خپلو کورونو او سیمو ته نه شی تللی . د کورنیو غړی د باندی نه شی راوتلی د زورواکو باډی ګاردان ( چی د ټولنیزو اخلاقو څخه بی برخې دي) د خلکو د ازار او اذیت سبب ګرځي.
اوس راځو ددی مسلی نورو اړخونو ته :
باید ووایو چی د چارواکو او زورواکو نږدی د لسو څخه تر سلو تنو او یا د هغه څخه زیات باډی ګارډان ، خدمتګاران ، یاوران او سکرتران لري. خو موږ دلته د هغو کم شمیر یعنی پنځوس تنه وشمیرو.
که چیری په هیواد کی د زورواکو او چارواکو شمیر (۱۰۰۰) تنه فرض کړو په داسی حال کی چی دا شمیر ښایی ددی څخه ډير زیات وي . د دوی د باډی ګارډانو ، خدمتګارانو ، یاورانو او سکرترانو شمیر (۵۰۰۰۰) ته رسیږی. دا (۵۰۰۰۰) تنه ټول د دولت څخه تنخوا اخلی . که چیری د دوی د هریوه میاشتینی معاش (۱۵۰۰۰) ومنو ددوی د ټولو معاش (۷۵۰۰۰۰۰۰۰) افغانی کیږی . دا په دی مانا چی ۷۵۰میلیونه افغانی د دولتی چارواکو او زورواکو په باډی ګارډانو ، خدمتګارانو ، یاورانو او سکرترانو په معاش باندی لګیږی. که چیرې د دوی اعاشه نږدی ۲۵۰ افغانی وشمیرو یو سل او پنځه ویشت میلیونه افغانی د دوی د ساتونکو په ډوډی باندی لګیږی. یعنی ویلی شی چی هره میاشت نږدی یو میلیارد افغانی( د تیلو څخه په غیر) د چارواکو او زوراکو لګښت دی.
بله خبره د وسایطو او تیلو ده ټول چارواکی او زوراکی په زغروالو موټرونو کی ګرځي چی دا موټرونه د دولت د بودجی څخه اخیستل شوی او یا اخیستل کیږی چی ددی له امله په سلګونو میلیونه ډالر د افغانستان اقتصاد ته زیان رسیږی. د بلی خوا که چیری داسی فرض کړو چی د پورتنیو زرو تنو هر یو پنځه موټرونه د خپل خدمت د پاره ساتلی دی. که هر موټر د ورځی پنځوس لیتره تیل ولګوي نو (۲۵۰۰۰۰)لتیره تیل د ورځې د دوی د تیلو مصرف کیږی . چې ښایی د افغانستان امنیتی ارګانونه د ورځی دومره تیل مصرف نه کړي. دا تیلو مصرف هم د افغانستان دولت ته ملا ماتونکی دی.
که داسی حساب کړو چی همدا بادي ګاردان ، خدمتګاران ، یاوران او سکرتران چی شمیر یی پنځوس زرو ته رسیږی او د وسله والو ارګانونو غړی دی چی د هغوی د لیکو څخه بهر او بی ځایه استعمالیږی . که چیری همدا پنځوس زره تنه د خپلو وسلو سره ، امنیتی دفاعی ارګانونو ته ستانه شی ایا دا به د هیواد د امنیت په ټینګښت کی ډير اغیزمن نه شی؟ ښکاره ده چی امنیتی او دفاعی قوتونه به د پخوا څخه ډير زواکمن شی.
تر ټول د افسوس خبره داده چی کوم دولتی چاراکی له دندی ګوښه کیږی مګر دده په ساتونکو او خدمتګارانو کی کوم توپیر نه راځي . دوی د پخوا په شان د ټولو امتیازاتو خاوندان وی . د اوسنی فاسد نظام د واکمن کیدو څخه وروسته تر ننه په سلګونو لوړ پوړې ، منځ پوړي کسان له دندو ګوښه دی چی د هغوی سره په زرګونو کسان د باډی ګارډانو او کارکونکو په توګه لګیا دی. موږ ګورو چی د دندو ګوښه شوی لوړ پوړی چارواکی ، لویدیز او یا اروپا ته تللی او خپلو کورنیو سره یو ځای شوی وي مګر دلته په کورنو باندی یی د پخوا په شان پیری ولاړې وي او خدمتګاران لګیا وي.
تر ټولو یی لا د تشویش خبره دا ده چی هغه امتیازات چی یوه چارواکی او یا زورواکی تر لاسه کړی وي هغه دده ورور، زوی او یا د کورنی نورو غړو ته لیږدول کیږی.
د هغه زوی او یا ورور په همغه ډول د دولتی امتیازاتو څخه برخمن وی . د دوی قدرت د اصلی چارواکی او زورواکی سره معادل وی. د هغه ورور او یا زوی هم کولی شی یو کمزوری وګړی ته څپیړې ورکړي او یا ښکنځل ورته وکړي. د فاسدو چارواکو او زورواکو د کورنیو په غړو پسی هم داسی د موټرونو کتارونه د وسله والو کسان سره روان وي .
همدا خبره ده چی د زیاتره د ځمکو غصب ، قاچاق او اداری فساد د چارواکو د خپلوانو له خوا کیږی . ویل کیږی چی د (فلانی) ورور او یا زوی دومره ځمکه ونیوله ، فلانی یی وواهه او داسی نور. د چارواکو وروڼه ، زامن او یا خپلوان هر ډول غصب او لوټماری د چاوراکی او زورواکی په مشوره سره تر سره کوي او په هغه شریکان هم دي.
همدا زورواکان او زیات شمیر لوړ پوړی چارواکی د افغانستان د ټولنې د پاره یو لوی بار دی چی د اقتصادی ، امنیتی او سیاسی لحاظه د افغانستان د پاره ډیر لوی زیان اړوي.
دا ښکاره خبره ده چی د دوی پورتنی یاد شوی اعمال د ټولنی د امنیت د اخلال سبب ګرځی او هم د ټولنی د پاره یو لوی اقتصادی بار دی چی د افغانستان خلک نه شی کولی دا بار ولیږدوي.
په ټوله نړۍ کی د امریکا متحده ایالاتو ، اروپا ، جاپان ، چین ، هند او یا عربی هیوادونو کی به داسی چارواکی موجود نه وي چی په دومره اندازه ساتونکی ولری او یا دومره اندازه نوی ماډل زغروال موټر ورپسی روان واوسي. د روسیی د اولسمشر پوتین په پلی توګه او یا بایسکل دفتر ته ځی . د بریتانیا لومړی وزیر په ملی بس کی دندی ته ځي ،د جرمنی وزیران په بایسکلونو سپاره دندو ته روان وي ، په داسی حال کی چی د هغوی هم د امنیتی ګواښونو سره ښایی مخامخ وي.
د افغانستان چارواکی تر ټولو لټ او ځان غوښتونکی دی مثلا د امریکا اولسمشر د باران او یا لمر په صورت کی چتری په خپله په خپل سر نیسی مګر زموږ په بی کفایته چارواکو باندی باډی ګارډان چتری په سر نیسی.
افغانستان کی دا ډول حالت ایا د اداری فساد نمونه نه ده ؟ او که دا اداری فساد وي بیا اولس سازمانونه او اداری چی وایی د اداری فساد په ضد تش په نامه مبارزه کوی ، ولې دې حالت ته ګوته نیسی؟
نو له دی اړینه ده :
کوم هغه پخوانی دولتی چارواکی چی له دندو لیری شوی دی او یا یی خپله دندی خوشی کړیدی چی د دوی زیاتره یی په بهر کی اوسیږی مګر باډی ګارډان یی دلته د تشو کورونو باندی پیرې کوی او دولتی موټرونه ورته ولاړ وي . باید د دوی څخه باډی ګارډان او موټران بیرته مسترد شی.
د پخوانیو دولتونو په شان باید ټول وزیران د اولسمشر په ګډون په یوه عادی موټر کی تګ راتګ وکړي . که څوک د امنیتی دلایلو له امله ډاریږی خپلی دندی دې خوشی کړی .
باید یادونه وکړو چی نوموړو زیاترو چارواکو او زورواکو ته د دوی موجود غصب کړو د ندو له امله ګواښ موجود نه دی بلکی د دوی د پخوانیو ناوړو کړنو او لوټماریو له امله به خطر دوی ته موجود وي.
د دوی په لیری کیدو سره به د یوی خوا به افغانستان خلک د فاسدو چارواکو څخه وژغورل شی او د بلی خوا په دندو به وړ وطندوسته کسان مقرر شی .هغوی چی فاسد نه دی او یوازی دفتر ته د تګ له پاره په یوه موټر ، بی له باډی ګارډه بسنه کوي او هم نه غواړی چی تر کور یی سمټی دیوالونه را تاو او زغره والی دروازی ورته ولګیږی.
شخصی کسانو ( په هر نوم او لقب چی وي ) ته باید د وسلو ګرځولو اجازه ورنکړل شی بلکی دا دولت دنده ده چی د افغانستان د هر وګړی امینت وساتی . دا ځکه چی د اساسی قانون سره سم د افغانستان ټول خلک مساوی حقوق لری ، یو وګړی په بل باندی هیڅ کوم امتیاز نلري.
باید ووایو چی ټول د پنځوس زره څخه تر سلو زرو پوری کسان چی په مختلفو نومونو د چارواکو او زورواکو سره لګیادی ټول دی کشفی او کوماندویی ځواکونو ته معرفي شی تر څو وکولی شی د ټولو د پاره امنیت تامین کړي، نه یوازی د څو زورواکو او چارواکو د پاره.
لنډه دا چی فاسد چارواکی او زورواکی د افغانی ټولنی د پاره د سرطان په دانه اوښتی دی او تر هغه چی دوی په واک کی وي زموږ خلک به د یوې ګولی ډوډی او ارامی ورځي خاوندان نه شی.
د افغانستان د اولسمشر څخه د افغانستان د خلکو کلکه غوښتنه ده چی د ( یو چارواکی ، یو عادی موټر ، بی له بدرګه امنیتی موټرونو او باډی ګارډانو ) فورمول عملی کړي او دا لوی بار د افغانستان د خلکو د اوږو څخه کښته کړي.