د انګار په شان يې ځـــــــــــــــل کاوه پرون
اننګو خو دې څه چــــــــــــــــــل کاوه پرون
ستا د زلفــــــــــــــو د دار پړی به راياد شو
ما چې فکر د مقتـــــــــــــــــــــــل کاوه پرون
ستا د وصل په ارمان شومه نو پوی شوم
ما د ستړي ژوند تـــــــــــــــــکل کاوه پرون
نن يې خپله له پښو ساه وتلې ښــــکاري
چې پر مونږه چا يرغــــــــــــــل کاوه پرون
هوښياران وايي چې نه کار هلته څه کار
دښمن هم دغه متــــــــــــــــــــل کاوه پرون
ځنګېده لکه شــــــرف چې فکرمند وي
خونددې تکه تور وربـــــــل کاوه پرون.