وروستی برخه

پوښتنه: د علمي او اکاډميکو آرونو او لارو تعقيبولو لپاره زه فکر نه کوم چې يوازې دې مشاعرې کفايت وکړي، هغه هم په دې ډول چې هر شاعر راشي شعر دې ووايي او بيادې لاړ شي. که کره کتنې وکړي او علمي سيمينارونه جوړ کړای شي دا به غوره نه وي؟
ځواب: زه  فکر کوم کومې  غونډې چې تا يادې کړې د ځوانانو په روزنه کې بد رول نه لوبوي، افغان ادبي بهير يادولی شو، چې په لسګونو ځوانان پکې روزل شوي دي او  روزل  کيږي، ډېری ځوانان وايي چې مونږ، چې په بهير کې څه زده  کړي  دي په پوهنتون کې  مو  هم نه دي زده  کړي، د ولسواليو په  دې  غونډو کې  هم داسې څوک پيدا کېدلی شي، چې پوهنتون يې ويلی وي او څه نه  څه  پوهه لري،له هغوی  نه دا نور وروڼه  هم يو څه زده کولی شي؛  خو د پکتيا په باره کې بايدووايم، چې  ما بل ځای نه  وه لېدلی اوما حس کړه، چې په غونډه پکتيا کې غونډې  او مشاعرې د ادب او  ژبې د پرمختګ په موخه نه کيږي؛ ځکه  تر اوسه هلته تعصبونه،  کرکې او تربرګينتونه په  خپلو منځونوکې دوی  درلودل او تر اوسه پورې دوی دا انتخابات دي، دا مشر دی، دا نه دی ، دا لږ پوهيږي، دا ډېر پوهيږي، په دې پسې لګيدلي دي، په اصل کې د ادبياتو  روح ته  تر اوسه پورې سم  نه دي رسيدلي، دا چې دوی اوس څه ليکي داد دوی  طبيعي تکړه  توب  دی. زه فکر  کوم که په همدې غونډو او مشاعرو له لارې هڅه وکړي،  داسې بنسټ يې کېږدي لکه افغان ادبي بهير،  ډېر څه به لاسته راړي، ما چې په  پکتيا کې  وليدل،زه چې همدا اوس راتلم، د پکتيا ادبي ټولنې ټولټاکنې کېدلې، دا تشکيلات دي، دامنو، دا نه منو او ......ټول اوس په  دې سوچونو  کې تللي  دي، لکه تا چې يادې کړې دا په هغه ډول نه د ي جوړې شوې، چې  په کوم ډول موثرې تماميږي. که دوی په مينه سره کيني د يوبل خبره  واوري، ممکنه ده چې پر مختګ وکړي.
پوښتنه: اوس که خپرونوته راشو، د پکتيا مطبوعاتو ته لکه سليمان غر،  اريوب، غوړګه او نورې تاسې خو به يې لولئ، څرنګه دي معياري دي او کنه؟
ځواب: ولا د خوشالۍ وړ خبره خو ده،چې دومره خپرونې کيږي؛ مګر تر اوسه پورې خو يې څومره والی هم کافي نه  دی؛ ځکه  چې په پکتيا کې د خلکو علمي سطحه بيخي ټيټه ده او په څرنګوالي خو سړی تر ډېره سوچ  نه شي کولای. زه خو يو څه چې ترې راضي  وم دسليمان غر مجله وه، که تا پسې مخ ونه کړم، يو څه ستونزې دې ورته ګاللې، مجله  ستونزې هم  غواړي تا ستړې ورته کولې، د سړي تنده  پرې ماتېدله؛ مګر هغه هم ستا خبره ونړېدله، په عمومي توګه په پکتيا کې يوه ستونزه داده چې څوک د مجلې پروف په سمه توګه نه  ګوري، د ليکوال ليک مسخه کوي، په پکتيا کې له  مطبوعاتو  ډېر نه  يم راضي، پاتې شوې ځينې  دولتي مجلې او  جريدې هغه هم ډېرې نيمګړتياوې او ستونزې  لري،  کله  بندې وي کله څنګه وي، کله ازاد فرهنګيان ورسره نښتي وي، کله  د دولت تر تاثير لاندې وي؛ خو اوس دغه  ځوانان چې راټوکېدلي دي کومې مستقلې يا ځانته خپرونې چې کوي دغوته يو څه طمع کېدای شي که دوی په  شعوري ډول کار ورته وکړي ستونزې ورته وګالي؛ لکه  واوره او غوړګه چې په لومړي سر کې يې ډېرې تېروتنې درلودې او اوس څه نه څه ښې شوې دي او په اريوب باندې هم کار کيږي که خدای کول دا راتلونکې ګڼې به يې  ښې شي،  که خدای همداسې پاتې کړه. خبره داده چې زياتول يې پکار دي د مطبوعاتو. زه چې اوس اريوب ته لاړ وم  دومره  ډېر مينه وال يې وو، چې خلکوته مجلې نه رسيدې. هر يوه غوښتل چې په مجله کې يې ليکنه خپره شي همدا وجه وه چې ځينې ملګري ترې خفه هم وو، اوس چې په خلکو کې دومره مينه ده دا د همدې مجلو او  جريدو  برکت دی، چې په خلکو کې يې خوڅښت پيداکړی دی. تر اوسه پورې په پکتيا کې مطبوعاتو ته داسې خاص کار نه دی شوی دا يې لومړي ګامونه دي. هغه دچا خبره ټولې لويې پکتيا يوازې روهي صاحب درلودو له هغوی وروسته مونږ داسې څوک نه لرو، چې د خلکو سترګې  ورواوړي، همدا ځوانان دي چې لومړي ګامونه اخلي،که خدای کول طمع ورته کيږي، چې په راتلونکي کې به څه ترې جوړ  شي.