استرالیا کې د محمد نوید په نوم د ټکسي یو ډریور د جنسي تیري په هغه قضیه کې د محکمې له خوا مجرم وپیژندل شو، چې تیر کال کې یې په خپله ټکسي کې په یوې بیهوشه استرالیايۍ ښځې ترسره کړې وو.

د استرالیا حکومت وایي، نوید په استرالیا کې د کډوالۍ ویزه په درواغو او ناسمو اسنادو ترلاسه کړې، ځکه نوموړی د ۲۰۱۵ کال په پیل کې پاکستان ته تللې وو، سره له دی چې په لومړیو کې یې د استرالیا د مهاجرت چارواکو ته هلته خپل ژوند په خطر کې ښودلې وو.

د ډیلي ټلیګراف ورځپاڼه راپور ورکوي چې د استرالیا حکومت په ۲۰۱۵ کال کې د نوید د کډوالۍ ویزه لغوه او پاکستان د هغه د بیرته ستنولو پریکړه تر هغه وروسته وکړه، کله چې پاکستانې چارواکو د نوموړي د ژوند د خطر په اړوند ادعاوې دروغ او ناسمې وبللې.

خو ورځپاڼه وایي په استرالیا کې د کډوالو پر قضیو د بیا کتنې او غور کولو حقوقې ادارې د نوید د بیرته ستنولو مخه ونیوله او په دغه ډول نوموړي استرالیا کې پاتې شو.

خو اوس نوید باید د ترسره کړي جرم د بند موده په استرالیا کې بشپړه کړي او دا چې له زندانه تر خلاصیدو وروسته به هغه پاکستان ته ستون کړې شي او که نه، لا نامعلومه ده.