په ټول افغانستان او بیا په لوی افغانستان کې د پښتون د نالوسته کولو هڅې له څو لسیزو روانې دي او د نړۍ د سترو قدرتونو په ګډون د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم ددې قوم د پرمختګ پر وړاندې ځکه خنډونه جوړوي، چې ددې با همته ، با غیزته او با عزته پیغمبر او پرښته صفته قوم معمولي را بیدارول د یو لوی علمي انقلاب پیل دی او که دا چاره تر سره شي، نو په لږ وخت کې به ددوي سیالان شي او له دوي څخه به د وړاندې تګ هڅې پیل کړي.

یادو پښتون دښمنه عناصرو د پښتون وژنې ، ځورونې ، له پوهې او پرمختګ شاته پاتی کولو ، ربړولو او د لویې دنیا پر سر د آسیا لویې وچې په دې زړه کې ورته د میشت ځای تنور کولو پروسې په لړ کې دا ځل په یوې بلې ناروا لاس پورې کړی او هغه دا چې د مرکزي او سویل ختیځو سیمو د ښارونو او کلیوالو سیمو ښوونځیو ته یې ویلي چې د ښوونکو معاشونه دې د امارت تر لاس ته رسیدو وروسته د بې وسه ، بې کسه ښوونکو او د ښوونځیو مدیرانو او نورو کارکوونکو تر جیبونو ورسیږي؛ تر څو ترینه دوي خپل عشر واخلي او بیا یې د غریب ولس دې بې وزله خادمانو ته ورکړي؛ کوم چې د ژوند ټولو ستونزو سره سره یې د تاوده لمر او هډ لړزوونکو یخنیو پر مهال د وطن بچیانو ته روزنې ته حاضر شوي دي.

طالب نه یوازې دا چې د افغان ولس د پوهې پراختیا او په هیواد کې د نالوستو کسانو د کچې او شمیر را کمولو لپاره کار ونه کړ، بلکې اوس یې د تباهۍ او ناپوهۍ کندې ته د نوي ولس ورټیل وهلو په دې چارې هم لاس پورې کړی دی.

دا هماغه امارت دی چې د بهرنیو ځواکونو شتون یې بهانه ګرځولې او په تیرو دوو لسیزو کې یې تل بې وزله افغانان د غم په ټغر کینولي.

دا هماغه امارت دی چې خپل نظام ته اسلامي امارت وايي، خو پر شاهین قل اردو د برید پر مهال یې په په قل اردو کې څرګند میشت بهرني ځواکونه په نښه نه کړل او په لسګونه بې وسلې افغان سرتیري یې شهیدان کړل او پر دې ټولو رسواینو او د غربیانو په خوښه د جګړې تودولو خدمتونو باندې نه شرمیږي او لا یې هم د وحشت په خپرولو او د بې وزله مسلمان ولس ځورونې ته دوام ورکوي.

دا هماغه امارت دی چې د نشه يي توکو کارونه ناروا بولي خو د لوی قندهار په ټولو کرنیزو ځمکو یې همدوي کري او عامو بزرګرو ته هم په زور دې ته اړ کوي، څو کوکنار او چرس وکري او د نیش په وخت کې د پردې تر شا ددوي غربي بادارانو(هیواد کې میشت بهرني ځواکونو) د ګټو خوندیتوب لپاره د هیواد ملي پوځ ځواکونو سره جګړې ته زور ورکړي او خالص شوي نشه يي توکي د همدې غربي بادارانو لپاره د مقصد تر ځایه خوندي ورسوي.

دا هماغه امارت او ښاماري طالبان دي چې د اسرایلي پاکستان لپاره یې خپل هیواد په کنډوالو بدل کړ او اوس هم پرې لګیا دي او کله چې یې یاد اسرایلي بادار نور دوي د خپلو ګټو خونیتوب لپاره اړین ونه بلل نو د یو یو له منځه وړلو لړۍ یې پیل کړه، خو دوي اوس هم د جهالت او غفلت له خوبه نه دي پاڅیدلي او خپل دوست او دښمن نه پیژني.

دا هماغه امارت دی چې د تیرې یوې نیمې لسیزې په پیل کې یې د لویدیځ ، پاکستان ، ایران ، چین او ... شومو موخو لپاره په افغانستان کې د جګړې تودې ساتلو په بدل کې په پټو او څرګندو ډالري معاشونو ماړه نه شول او اوس یې د خوار ولس د هډوکو په شپیللو پسې راخیستې ده.

دا هماغه امارت او طالبان دي چې په تیره یوه نیمه لسیزه کې یې د ټول افغانستان له لویو او وړو سوداګرو ، رغنیزو چارو شرکتونو ، روغتونونو ، مخابراتي شبکو ، د پستو او ځڼغوځو او معدنیاتو سوداګرو څخه یې د عشر په نوم په زور او ظلم باج واخیست او خپلو دوزخي خیټو ته یې د دوزخ اور دننه کړ، خو اوس هم لا نه دي ماړه او د خوار او ځوریدلي ولس د هډوکو په شپیللو لګیا دي.

هو! دا افغان او پښتون ولس ته د اسلام سرسخته مدافع طالبي امارت هغه ستره ډالۍ ده چې تاریخ به یې راتلونکو نسلونو ته په توره پاڼه کې یاده کړي او بس!.