پوښتنه:
راليږونکی :رامین
Dear Sir,

I have a problem and hope I could get an answer from you to help have in this regard. It is second year that I have gotten married and weakness in two parts. First I am not much interested to have sex with my wife is there any kind of medicines to help me? The other problem is premature ejaculation hope to find some way to stop it.
Regards,


پوښتنه:
Dear Dr. Sahib

I am working in one of the NGOs in Mazari Sharif and we had a workshop in Kabul and I found your e-mail address here with one of our colleagues. I am married but am not in good condition. My husband can not satisfy me. He has a problem of premature ejaculation and another bad point that he is not interested to have sex in one month or more which is very difficult for me.

Could you please guide me what to do? Is there and treatment for his problem? Is there any kind of medicine for him? Please help me in this regard. It is a confidential message to you.Tommorrow I am leaving back to Mazar and if there is any kind medicine let me know and I will buy it form Kabul.

Thanks,

پوښتنه:
Sahibjan راليږونکی:
محترم ورورډاکټرصاحب !
اسلام علیکم
1-که دمردانه کمزورۍ په اړه راته یوڅه ولیکیء. د څه وجې نه پیداکيژي اوعلاج یې څنګه کیدای شي ایاممکن ده؟
2-که شوک یې هم کوروالي ته ډیرکیژي خودکوروالۍ په وخت کې دیرژرخلاصیژي څه علت ده اوڅنګه یې مخه نیولای شو ؟
هیله ده معلومات راکړﺉ.
ستاسوورورصاحب جان.


ځواب:
د جنسي تمایلاتو کمی
لاملونه:
لاندیني سببونه د جنسي تمایلاتو د کمی سبب کېږي.
۱-په لویانو(ښځه او نر) کې پان هایپوپچوېټرېزم (Panhypopituitarism)    او په ښځو کې تر ماشوم زېږونې وروسته د دوراني شاک په وخت کې د نخامیه غدې د شریاني ترمبوز له کبله د جنسي هارمونونو د کمی له امله جنسي تمایلات له منځه ځي.
۲-د عمر زیاتوالی: د عمر زیاتوالی د جنسي هارمونونو (په نارینه وو کې د ټسټوسټېرون او په ښځو کې د ایسټروجن ) د کمښت او نا انډولتوب سبب ګرځي.
۳-روغتیایي او رواني ستونزې.
۴-د تایرایډ د غدې د فعالیت کموالی.
۵-د شکرې او د زړه ناروغۍ.
۶-د جنسي ملګرو نه توافق.
۷-د جماع له پاره د یوه مناسب چاپېریال نشتوالی (لکه ډارېدل، ډېره سړه یا ډېره ګرمه هوا ).
۸-د جنسي ملګرو تر منځ د عمرونو تفاوت.
۹- جنسي ملګري یو د بل تر تاثیر لاندې راتلل.


د نارینه وو د جنسي عمل پړاوونه:
۱-د قضیب جګېدنه.
۲-د پاراسمپاتیک اعصابو د فعالیت په وسیله د لوبریکېشن مرحله.
۳-د مني په واسطه د احلیل تر ډکېدو وروسته حسي سګنالونه د نخاع د سکرل برخې ته وړل کېږي او د انزال (د مني خارجېدل ) سبب کېږي.


د ښځو د جنسي عمل پړاوونه:
۱-د مهبل (شرم ځای ) نه د مایع راتلل.
۲-جنسي غړو ته د وینې د جریان د زیاتېدو له وجې د جنسي غړو پړسوب.
۳-د کلېټورس پړسوب او نعوذ.
۴-د زړه ضربان زیاتېدل.
۵-د تنفس سریع کېدل.
۶-د سترګو نه د اوښکو راتګ.
۷-په غړو کې د لړزې پیداکیدل.

۸- د تیونو د څوکو کلک کېدل.


»د پورتنیو نښو نښانو تر پیداکېدو وروسته که دخول وشي په پایله کې د دواړو لوریو د غوښتنو د پوره کېدو او قناعت سبب کېږي.

د مجامعت نه مخکې د تنبیه کولو او تمایل پیداکولو طریقې:
 ۱-نورو ښځو/نارینه وو سره د جنسي اړیکو نه ځان ساتل خپلې ښځې/مېړه ته جنسي تمایل زیاتوي.
۲-د مجامعت له پاره د دواړو لوریو توافق او مناسب چاپېریال.
۳-دواړه لوري د مجامعت له پاره روحاً او جسماً آماده وي.
۴-د بې خوبۍ او سټړیا د رفع کېدو نه دې وروسته کوروالی وشي.
۵- د مجامعت نه مخکې دې دواړه لوري په فکر او خیال کې جنسي عمل راوړي.
۶- د مجامعت نه مخکې دې دواړه لوري یو بل ته جنسي کیسې او د مینې خبرې وکړي.
۷- د چاپېریال (خونې) د تودوخي درجه دې د بدن د تودوخي د درجې سره متناسبه وي.
۸- د نارینه په قضیب (شرم ځای) او ورنونو کې او د ښځو په کلېټورس او ورنونو کې لاس وهل عصبي سګنالونو پیداکوي او د جنسي غوښتنې د پیداکېدو لامل کېږي.
۹-د بدن او پوستکي تماس او د جنسي ملګري/ملګرې د بدن د تودوخي احساسول د جنسي تنبیه سبب کېږي.
۱۰-د غومبورو (اننګو) او غاړې ښکلول، د تیونو د څوکو رودل،غوږونو د نرمیو او د شونډو زبېښل د جنسي تنبیه سبب کېږي.
۱۱- ویټامینونو او ښو خوړو استعمال (ویټامین اي، بي، غوښه، شات، خورما، خټکی، انګور....)
۱۲- د جنسي هارمونونو اخستل، د ټسټوسټېرون پچکارۍ د سړو له پاره.


»د پورتنیو لارښوونو د انجام او د تنبه کېدو د نښو نښانو تر پیداکېدو وروسته( چې مخکې یې یادوونه شوې) که دخول وشي پایله به یې د دواړو لوریو د غوښتنو د پوره کېدو او قناعت سبب شي.

ستاسو د روغتیا په هیله.

ډاکټر صداقت.