تسمم:
لاملونه:
۱-نباتي زړي.
۲-مرخېړي او صحرایي مېوې.
۳-د حشراتو او خزندګانو ضد کېمیاوي مواد.
۴-د خاورو تېل او نور.
۵-کېمیاوي مواد.
۶-تنباکو او الکهول.
د تسمم نښې:
۱-دکېمیاوي موادو له کبله د خولې او شونډو سوزېدل.
۲-زړه بد والی او کانګې.
۳-نس ناستی.
۴-فلج(ناروغ خوڅېدلی نشي).
۵-د لیدلو ستونزې.
۶-بې هوشي.
۷-تنفسي ستونزې.
لومړنۍ مرستې:
که ناروغ شعوري حالت ولري.
۱-ناروغ ته ډیر مایعات او د هګیو سپین ورکړﺉ.
۲-ناروغ دې وهڅول شي تر څو کانګې وکړي.
د لاندنیو انځورونو په شان.
که ناروغ شعوري حالت ونلري.
۱- ناروغ دې و نه هڅول شي چې کانګې وکړي.
۲-په بیړه ناروغ روغتون ته ورسوﺉ.