د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په حواله د استرالیا د لومړي وزیر مالکوم ټرنبل او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تېری اوونۍ ټیلېفوني خبرې د دواړو لورو ترمنځ په ناخوښۍ پایته رسېدلي.

دغه تیلیفونی خبرې د تېرې شنبې په ورځ ترسره شوي چې د بحث یوه مهمه موضوع یې د امریکا د مخکیني دولت له خوا د هغو ۱۳۰۰ پناه غوښتونکو منل و، چې دا مهال د استرالیا په سمندري توقیف خونو کې د غیرقانوني مهاجرت په جرم زندانیان دي.

د واشنګټن پوسټ راپور کاږي چې دغه تیلیفوني تماس د یو ساعت لپاره پروگرام شوی و، خو ولسمشر ټرمپ له ٢٥ دقیقو خبرو وروسته دغه تیلیفوني تماس هغه وخت بند کړ چې ښاغلي ترنبل د سوریې په کړکیچ خبرې پیل کړې.

وروسته له هغې چې دغه تیلیفوني تماس د خبرونو سرلیکه شو، ښاغلي ټرمپ په خپل ټویټر کې ولیکل "باور کوئ؟ د اوباما حکومت هوکړه کړې ده چې په زرگونو غیر قانوني کډوال له استرالیا څخه امریکا ته را انتقال کړي. په دې احمقانه معاملې به بیا غور وکړو".

تر دی دمخه د استرالیا صدراعظم رسنیو ته ویلي وو چی ښاغلي ټرمپ ورته په دغه تماس کې د دغه معاملې د عملي کیدو ډاډګیرنه ورکړی.