ټانسلونه:

ټانسلونه د لمفاوي نډولونو (غوټکیو) يوه مجموعه ده چي د منضم نسج د يو كپسول پواسطه پوښل شوې وي.

دري ډوله ټانسلونه وجود لري:
۱- Pharangeal Tonsil : يو ټانسل دی، چې د پوزې شاته د Phyranx پورتنۍ برخه كې قرار لري.
۲- Palatine  Tonsil:.د نرم تالو( Soft Plate )پدواړو خواووكې قرار لري.
۳- Lingual Tonsils  : د ژبې په قاعده كې موقيعت لري.

ټانسلونه دُخولي (Afferent) لمفاوي رګونه نلري چي له همدې وجې د لمفاوي غوټو څخه توپير لري د ټانسلونو د وتونكو رګونو دلارې لمفاوي مايع ته ډير لمفوسايتونه، دا خليږي، چې دغه لمفوسایټونه د ټانسلونو څخه دخارجيدو او د بدن په نور و ځايونو كې د مايكرو ارګانيزمونو د له منځه وړلو وړتيا لري.
ټانسلونه او لمفوئيد نسج دهضمي او تنفسي سيسټم په پورتني دُخولي برخه كي چيرته چي په اساني سره اجنبي اجسام ننوتى شي يو دفاعي موقيعت نيسي.
 د لمفوسايټونو پواسطه ډير انتاني مايكرو ارګانيزمونه د Phyranx په سطح كي له منځه ځي. او پاتي مايكروارګانيزمونه د تيريدو په وخت كې د ټانسلونو د ابتدایې دفاع پواسطه له مينځه ځي.
 په ټانسلونو كې د Plasma Cells موجوديت د انتي باډي جوړيدنه څرګندوي.
ګر چه ټانسلونه د انتاناتو د له منځه وړلو دنده اجرا كوي خو پخپله هم په مكرر ډول سره منتن كيداى شي.
بعضي ډاكټران د مكرر منتن كيدو په صورت كي د ټانسلونو ويستل توصيه كوي.
چي زياتره palatine Tonsils  ويستل كيږي او مشهوره جراحي علميه يې Tonsillectomy  ياديږي، Lingual Tonsil ډير كم ويستل كيږي.
Pharengeal Tonsil چي په Adenoid شهرت لري هم ممكن التهابي او غټ شي.
او كچيري Adenoid التهابي او غټ شي نو د pharynx Nasal د بندولو له وجې د  تنفس داخلال سبب ګرځي چي بيا پدي حالت كي د Adenoid ويستل ضروري وي (Adenoidectomy) .

پوښتنه: د سرطان د عمليات په وخت كي لمفاوي غوټي ولي ويستل كيږي؟
ځواب: هغه لمفاوي غوټي چي سرطاني ساحې ته نږدې وي ممكن دليدلو وړ (د مشاهدي وړ)  سرطاني حجرات ولري چي دغه سرطاني حجري لمفاوي غوټي ته د داخليدو په صورت كي ممكن دوه چنده شي او د لمفاوي سيستم دلاري په خپريدو سره په بدن كې د يو بل  سرطان د منځته راوړلو باعث شي.

Spleen: د بدن غټ لمفوئيد غړی دی چې ګلابي رنګ او 12cm اوږ دوالی لري. د حجاب حاجز لاندې د بدن په کیڼه خواكي د معدې، کیڼ بډوډې او لويو كلمو په يوه برخه باندي د پاسه ځای لري.
د توري اساسي دندې د وينې فلتر كول او د Phagocytic lymphocyte او Monocytes جوړول دي.
توری د قلبي و عائي او لمفاوي سيستم سره په لاندي ډول مرسته كوي:
1- هغه مكروفاژونه چي په توري كې موجود دي له وينې نه مړه شوي سره حجرات، Plate letes ،مايكرو ارګانيز مونه او نور مړه شوي انساج پاكوي همدارنكه د زړو سرو حجراتو نه د او سپني د لري كولو او بيرته يې دوينې جريان ته د خوشې كولو دنده په غاړه لري چي دا او سپنه بيا د هډوكو په مغزو كې د نويو سرو حجراتو د جوړيدو لپاره كارول كيږي.
2- په وينه كي موجود انتي جنونه ، توري ته دداخليدوسره د لمفوسايټو نو د فعاليدو باعث ګرځي چي دا لمفوسايټونه بیا د انتي باډي په جوړونكو حجراتو بدلیږي.
3-توری په جنيني مرحله كې د وينې سره كرويات جوړوي او وروسته بيا نوي جوړ شوي سره كرويات ذخيره كوي او د ضرورت په وخت كي یي د وينې دوران ته اّزاد وي.
4- دا چي توری دډير مقدار وينې لرونكی دی نو د وينې د يوه ذخيره ګاه حيثيت لري. كچيري بدن په ناڅاپي توګه وينه ضایع كړي نو توری تقلص كوي او د وينې عمومي دوران ته وينه علاوه كوي (توری د وينې عمومي دوران ته په يوه دقيقه كي ددوه سوه ملي ليترو ويني علاوه كولو قابليت لري)
د توري نسجي جوړښت لمفاوي غوټو ته ورته ده. توري د منضم نسج د يوه كپسول پذريعه پوښل شوي او د بيلونكو پردو يعني  Trabeculae پواسطه په برخو ويشل شوي چي هره برخه يې د lobule پنامه ياديږي.د توري د medulla وظيفوي برخه د Splenic Pulp څخه عبارت ده.
چي غه Splenic Pulp د White Pulp دوړو جزيرو لرونكې ده چي د Splenic Artery وړې څانګې احاطه كوي.
دغه كتلي چي يو له بل نه په يوه واټن كي قرار لري د  Splenic Nodules يا Malpighian Corpuscles  پنامه ياديږي.
Red Pulp د Venus sinuses  درلودونكي ده چي دغه Sinuses د دوينې څخه ډكه او د Moncytes  او مكروفاژونو پواسطه فرش شويدي چي وينه او په وينه كي هرا جنبي جسم د توري ددغه جوړ ښت پذريعه لمفوسايتونو، مونو سايتونو او مكروفاژونو ته د تصفيه كولو لپاره راوړل كيږي.
څرنګه چي توري ته لمفاوي رګونه او لمف نه راځي نو د لمفاوي غوټو په څير فلتر ندی. لمفوسايتونه، مونو سايتونو او مكروفاژونه د توري دVessel   Efferent Lymphaticدلاري لمف ته دا خليږي.