لمفاوي غوټي:
د لمفاوي رګو په اوږ دو كې په تار كې د پيل شوي لوبيا دانو په څير د انساجو كتلې چې(۱-۲۵) ملي متره جسامت لري د لمفاوي غوټو څخه عبارت دي.
ډیر لمفاوي غوټې د غاړې، ټټر، ګيډې او سپوغي نواحيو كي موجود دي. او لږ تعداد یي د زنګانه او څنګلې شاته موجود دي.
سطحي لمفاوي غوټي د سپوغې، غاړې او تخرګ په نوا حيوكي قرارلري. او ژور لمفاوي غوټي د سپوغي، د ملا تير، د سږ و په قاعده او ځيګر كې ځاى لري.
لمف له ويني سره د ګډيدو په وخت كي لږ تر لږه د يوه لمفاوي غوټي څخه تيريږي.
لمفاوي غوټي چه كله كله په غلط ډول سره د Glands پنامه ياديږي د لمف څخه مضره مايكرو ارګانيز مونه او نور اجنبي مواد فلتر او تصفيه كوي (په شبكوي تا رونو mesh-network كي د بندولو پذريعه).
د اجنبي موادو په وړاندې د لمفاوي غوټو عكس العمل:
لمفاوي غوټي د معافيتي سيسټم د ځانګړولمړنيو د فاعيه ځايونو څخه عبارت دي.
يوه لمفاوي غوټه د فيبريني منظم نسج د يوې كڅوړې (Capsule) پواسطه پوښل شوې وي چي د كپسول استطالي (projections) د لمفاوي غوټي پداخل كې غزيږي او لمفاوي غوټه په برخو برخو ويشي، چې هره برخه یې د Lymphatic Nodule (لمفاوي غوټكۍ) پنامه ياديږي. د لمفاوي غوټكۍ خارجي برخه د لمفاوي غوټي د Cortex پنامه ياديږي. لمفاوي غوټكي ډیر لمفوسايټونه لري.
د هر lymphatic Nodule په منځ كي Germinal centre وجود لري چيرته چي د حجروي ويش دلارې لمفوسايټونه توليديږي.
لمفاوي غوټي په ورځ كي نږدې 10 بليونه لمفوسايتونه جوړوي.
د لمفاوي غوټي منځنۍ برخه د Medulla پنامه ياديږي چې د لمفوسايتونو درشتو (Strands )لرونكي دي. چي د غه شكبوي تارونه د Medullary Cords پنامه یادیږي.
Medullary Sinuses دكوم څخه چي لمف تيريږي د cortex څخه Medulla ته غزيږي او Nodules او Medullary Cords احاطه كوي.
لمفاوي غوټې د Sinuses د لارې دلمف اجنبي مواد راغونډوي چې پدې ډول لمف د لمفوسايتونو او مكروفاژونو سره په تماس راځي.
Afferent lymphatic Vessels (راغلي لمفاوي رګونه) د خارجي كپسول د مختلفو برخو او ځايونو څخه لمفاوي غوټي ته ننوځي اوEfferent lymphatic Vessels (و تونكي لمفاوي رګونه) د يوي وړي ننوتي برخې څخه چې hillus نو ميږي د غوټي څخه خارجيږي.
دوينې رګونه هم د لمفاوي رګونو په څير د خارجي كپسول د مختلفو برخو څخه لمفاوي غوټي ته ننوځي او د Hillus د لاري وځي.
يادونه: lymph Nodes اساساً د lymph Glands پنامه نومول شوي وو.
خو وروسته د انساجو هغه غوټي چې مايعات ترشح كوي د Glands پنامه و نومول شول، نو څرنګه چي لمفاوي غوټي مايعات نه ترشح كول د Nodes پنامه و نومول شول.
د Node كلمه د لاتين ژبي د knob څخه مشتقه ده چي د غوټي جوړښت ښه تشريح كوي.