پنجاپ ته د جګړې د لیږد ستراتیژي
تیره ورځ د روژې د مباره کې میاشتی په لومړی نیټه ( ۲۰۱۷ کال می ۲۸) د خوست په ښار کی د یوی ځواکمنی چاودنی په ترځ کی په سلګونو کورنی د ویر په ټغر کیناستی. په همدی ورځ په هرات کی هم ورته پیښه شوي او په زیات شمیر کورنی یی ویرژلي کړي. په دی ډول کندهار هم په دی ورځو کی د وینو په ډنډ واوښت. په کندز کی هم هره ورځ د وینو لښتی بهیږی.
دا اوس ثابته شوی ده چی په افغانستان کی د وینی هر څاڅکۍ چی توییږی ، هر کور چی ورانیږی او هره نا ارامي چی رامنځته کیږی په هغه کی د هغی شاته په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه د پنجاپی استعمار لاس حتما شتون لري.
اولس کاله کیږی چی په کابل کی فاسد او مزدور رژیم حاکم دی هغه رژیم چی چارواکی یی د خپلو شخصی ګټو د تر لاسه کولو د پاره په هیواد او خلکو باندی هر ډول معاملی ته تیار دی او تیرو څلویښتو کلونو دا په ډاګه کړی ده چی نوموړو چارواکو ته د وطن او خلکو د ګټو په ځای د دوی د بادارانو ګټی مهمی دي.
په دولتی لوړ پوړو څوکیو کی نوي سلنه اشخاص بی کفایته ، عیاش ، لوټمار او په جنایتونو تورن کسان ځای په ځای کړل شوی دی دا کسان د ژبنی ، مذهبی او قومی تعصبونو په رامنځته کولو سره زیار باسی چی خپلی ناوړی ګټي خوندی کړي او خپلو لوټماریو ته دوام ورکړي. د دوی د پاره هیواد ، خلک ، ټولنه او ملی ارزښتونه اهمیت نه لری مګر یوازی د دی ارزښتونو څخه د نقابونو په توګه څخه خپلو ناوړو څيرو د پټولو د پاره کار اخلی.
که چیری د کابل چارواکو په رښتیا ددی وطن سره مینه درلودلی دوی به د پنجاپ په وړاندی مناسب او متقابل عمل تر سره کړی وای .خو تر اوسه پوری د کابل چارواکی د خلکو د تیر ایستلو د پاره د (( تروریزم )) کلمو باندی شخوندونه وهی . په داسی حال کی چی د تروریزم را منځته کونکی ، روزونکی ، سمبالونکی او اداره کونکی په خپله د پنجاپ پوځ دی چی د خپلو بهرنیو او کورنیو اهدافو د تر لاسه کولو د پاره یی د هیواد په د ننه ، سیمه او نړی کی کار تری اخلي.
د کابل چارواکی تراوسه ددی حقیقت څخه سترګی پټوی چی دلته د پنجاپ پوځ جګړه مخته بیایی او دا جګړه به تر هغې روانه وي تر هغه چی په سیمه کی پښتون قوم په بشپړه توګه ځپل شوی نه وی او افغانستان د نړی د نکشی څخه له منځه تللی نه وي.
اوس د پنجآپ له خوا په افغانستان کې جګړه ډيره پراخه شوی ده د پامیر څخه نیولي تر بولانه او د اچین څخه نیولی تر فاریابه په ټولو پښتنی سیمو کې د اورونو لمبې پورته کیږي.
هره ورځ په سلګونود افغانستان خلک په تیره بیا پښتانه د پنجاپ د ناوړي استعماری توطیی خوراک کیږي. پنجاپ نه یوازی :
• هڅه کوي چی افغانستان بې ثباته او نا ارام کړي.
• له دی لارې د پښتنو ټولې کورنۍ په غم ککړې کړي او لدې لارې د وطنپالنې روحیه ووژني
• د افغانستان اقتصادی بنسټونو ویجاړ کړی
• د جګړو له امله په افغانستان مالي فشار زیات کړی
تر څو :
1. تر څو د پاتی افغانستان د تجزیی له پاره زمینه برابره کړي
2. او خپله اغیزه او کنترول د امو تر سینده ورسوي
ددی په اړخ د افغانستان په ضد جګړه کې پنجاپ ، په پاکستان کې د جوړو شوو ملیشایی- سیاسی ډلو څخه چې ځانونه د دولت پلویان بولی او په دولت کې د پراخ نفوذ لرونکی دی ، د پنځم ستون په توګه کار اخلي.
دا پنځم ستون خپل فعالیتونه په مختلفو اړخونو کې مخته بیایی: چی کیدای شی د سیاسی ، پوځي او تبلیغاتی اړخونو یادونه وکړو.
همدا خبره ده چې افغان ولسمشر په دې وروستیو کې د وینا په ترځ کې وویل چې دی به هیڅکله د دوی ( پنجاپی استعمار) فشارونو ته تسلیم نه شي.
خو څه چې مهمه ده د دښمن په وړاندې پاسیفه دفاع سره نه شی کیدای ثبات او امنیت ټینګ کړل شی او هم د خاورې بشپړتیا تامین کړی شي.
د پنجاپ په وړاندی باید افغانستان د ځانه فعاله دفاع تر سره کړی: یعنی د هیواد په دننه کې د پنجاپ ټولې رالیږل شوي ډلې محوه کړل شی او هم هغه شبکی او ډلې چې د پنجاپ د پاره د پنځم ستون په ډول کار کوي له منځه یووړل شي.
د دښمن په مقابل کې فعاله دفاع په دی مانا ده چې په خپله په دښمن باندی ( د هغه په زړه کې په اهدافو ) ګوزارونه وشی تر څو دښمن فلج او له منځه یوړل شی.
هر افغان سیاستوال او مشر چې پنجاپی استعمار ته د دوست او یا د دوست کیدلو په نظر ګوري هغه په بشپړه توګه ساده او یا د پنجاپی استعمار مزدور دی.
دا ځکه چې تر هغې چې د افغانستان خاوره ( تر ملتان ، جیهلم ، ګوادر ) د پنجاپ تر اشغال لاندی وي پنجاپی استعمار هیڅکله د افغانستان دوست نه شی کیدای.
له همدې امله هغه جګړه چې پنجاپ افغانستان کې روانه کړيده باید بیرته پنجاپ ته ولیږدول شي.
د کابل په اداره کې د ملي ارادې نشتوالی ددی سبب شوی دی چې هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ شي او افغان دښمنه ګاونډیان په دی بریالی شی چی دا هیواد د پښو وغورځوي.
یا په بله مانا ، په افغانستان کی د جګړو اصلی سبب په کابل کی د ملی ګټو ته نه ژمنتیا ، تسلیم طلبی او د غلطو ایدیولوژیو او پالیسیو څخه پیروی د دې سبب شوي ده، چې افغانستان ونه کولی شی د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندې ودریږي.
نږدې څلویښت کاله کیږی چی په افغانستان کې جګړه روانه ده. د افغانستان ټول خلک په دی باور دی چی دا جګړه د پنجاپی استعماری نظام له خوا پلان شوی ده او مخته ځی .
د پنجاپ استعماری – تروریستی ادارې د افغانستان د کورنیو ،سیمه ایزو او نړیوالو حالاتو په څیړلو سره په دی بریالی شوی دی چی ددې جګړي په پایله کې نه یوازی د افغانستان هیواد کمزوری کړي بلکی ددی جګړي په مخته بیولو سره یو شمیر مهم ستراتیژیک اهداف تر لاسه کړي.
خو اوس تر ټولو زیاته اړینه ده چی افغانستان هغه اور چی د بنجاپ له خوا را صادر کړل شوی دی بیرته یی پنجاب ته ولیږی . ددی له پاره یوه دقیقه سنجول شوی ستراتیژی په کار ده:
ددی ستراتیژی عمده موخه باید د پنجاپی استعماری تروریستی رژیم ړنګول او د هغه تر واک لاندی د پښتنو ، بلوڅو ازادی او د افغانستان د خلکو د ددی وحشی رژیم د شر څخه ژغورل و اوسی
ددی هدف د تحقق له پاره چی کیدای شی لس کلنه ستراتیژی ترتیب کړل شی.
ددی ستراتیژیک هدف د تر لاسه کولو د پاره یو شمیر نوری موخې په ګوته کړل شی.
1. په سیمه ایزه او نړیواله سویه د پنجاپی استعماری اداری ګوښه کول
2. په سیمه ایزه او نړیواله سویه د ډیورینډ د منحوسی کرښی د ړنګولو مطرح کول
3. د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندی خلکو ( پښتنو ، بلوڅو) تر منځ د یووالی رامنځته کول
4. د پنجاپی استعمار په وړاندی ازادی بښوونکو غورځنګونو ملاتړ
5. د پنجاپ استعماری اداری ضد پراخ رسنیز کیمپاین
6. د پنجاپی استعماری اداری سره د دیپلوماتیکو اړیکو شلول
باید ووایو چی افغانستان ځینی د قوت ټکی لری چی د هغو څخه په استفادی سره پنجاپی استعماری رژیم د ستونزو او تباهی سره مخامخ کړي.
1. د هغه هیواد خرابه اقتصادی وضع او د دولت څخه عمومی نا رضایتی
2. په هغه هیواد کی د ازادی بښوونکو غورځنګونو شته والی
3. د استبدادی استعماری رژیم موجودیت
د اوسنیو شرایطو په ژور تحلیل او د پنجاپی استعماری – تروریستی ادارې د جوړښت او همدارنګه ددی ادارې تر واک لاندی د خلکو ژوند ته په کتو سره ، د افغانستان دپاره ډیره اړینه ده چې د پنجاپ په وړاندې د جګړي په اړوند ستراتیژي ترتیب کړي .
نوموړی ستراتیژی د پنجاپی استعماری دولت کی د شته واقعیتونو په بنا ، د نړیوالو شرایطو او افغانستان د امکاناتو په تحلیل سره رامنځته کړل شی. په نوموړی ستراتیژی کی باید سیاسی ، دیپلوماتیک ، پوځی ، میدیا او نور اړخونه باید ځای کړل شی .
لکه څنګه چی د پنجاپی استعمار ستراتیژی د افغانستان په وړاندی د افغانستان کمزوری کول او تباهی ده ، افغانستان هم باید ورته ستراتیژی ترتیب او تر لاس لاندی ونیسی. بی د دا ډول ستراتیژی څخه افغانستان بله کومه لاره نه لري.
د پنجاپی استعماری دولت ړنګول باید د افغانستان ستراتیژیک هدف وټاکل شی.
کیدای شی د افغانستان په ستراتیژی کی دا لاندی ټکی شامل شی :
• نړیوالو ته په ډاګه کړل شی چی پاکستان یو استعماری – تروریستی دولت دی.
• نړیوالو ته په ډاګه شی چی پاکستان د افغانستان خاوره اشغال کړی ده او افغانستان حق لری چی خپله خاوره بیرته تر لاسه کړي.
• د پنجاپی حاکمیت لاندی د ازادی بښونکو غورځنګونو څخه سیاسی ملاتړ وشی.
• د افغانستان په وړاندی مداخله ګرانه تروریستی عملونه باید په خپله په پاکستان کی شنډ کړل شی.
• د افغانستان د خلکو او د پنجاپ د واک او استعمار لاندی خلکو تر منځ پیوستون رامنځته کړل شی.
• رسنی باید منظم د پنجاپ په ضد د ازادی بښوونکو غورځنګو مبارزی په هکله خبرونه او راپوټونه خپره کړی.
• افغانستان باید خپله تاریخی نکشه خپره او هغه باید په رسمی توګه وکاروي.
د پورتنی ستراتیژی په رڼا کی باید د عمل کول پلان ترتیب شی چی سیاسی ، امنیتی او اقتصادی اړخ ولری.
د افغانستان خلک ددی له پاره چی پنجاپ له خوا د افغانستان اشغال شوي خاوره د هغه د منګولو څخه وژغوري او هم خپلو نړیوالو موخو ته ځان ورسوي باید د پنجاپی استعماری رژیم په وړاندی دقیقه او سنجول شوي ستراتیژی را منځته کړي.
باید ووایو چې د دا ډول ستراتیژی نشتوالی ددی سبب شوی دی چې افغانستان د تباهی خواته ولاړ شی. مرکزی اداره ونه کولی شی د هیواد کورنی او بهرنی امنیت خوندي کړي.
دلته د تروریزم تیوری یوه احمقانه تیوری ده چی د کابل چارواکی هم پرې شخوندونه وهی .تروریزم د ځمکی څخه نه دی را ټوکیدلی او یا نه د اسمانه راکښته شوی.
په سیمه کې تروریزم په خپله وده نه ده کړي . بلکې دلته تروریزم رامنځته کړل شوی دی. دلته د تروریزم ایجادونکی ، مخته وړونکی پنجاپی استعمار دی. پنجاپی استعمار د تروریزم څخه نه یوازی د افغانستان په ضد کار اخلی بلکی په تروریزم باندی د ولاړ سیاست په توګه په سیمه او نړۍ کی هم کاروي.
پنجاپی استعمار د خپلو بهرنیو ګټو د تامین د پاره تروریستی ډلی ، چین ، منځنی ختیز، منځنی اسیا ، هند او لویدیز ته لیږي. مګر له بده مرغه د نړی زیاتره هیوادونه د پنجاپی استعمار په دی تروریستی پالیسی باندې سترګې پټوي.
مشروع او فعاله دفاع د افغانستان حق دی . د بلې خوا د افغانستان دولت د پنجاپی استعمار لاندی خلکو په وړاندی ملی ، تاریخی او انسانی مسوولیتونه هم لري چی باید هغه ادا کړي.
د کابل اداره مسوولیت لری چی د افغانستان د هغو خلکو چې د پنجاب تر نیواک لاندې ژوند کوي د هغوی دمبارزو هر اړخیزه ملاتړ وکړي.
د پنجاب تر نیواک لاندی پښتانه ( افغانان) په ډیرو ستونزو کې ژوند کوي دوی په ډیره بې رحمانه توګه د پنجاپي استعمار د پوځ له خوا وژل کیږی ، کلي ،ښارونه او سیمی یی تباه کیږی.
د افغانستان حکومت دا ملی مسوولیت لری چی د پنجاپی نیواک لاندې پښتنو ( افغانانو) د نجات او بیرته د افغانستان سره د دوی د یوځای کیدو د پاره کار او هڅه وکړي.
د کابل حکومت باندی د پنجاپی استعمار لاندی د ازادی له پاره پښتني مبارزینو سره هر اړخیزه مرسته وکړي او هم په سیاسی توګه د دوی مسله په نړیواله سویه مطرح او ترې ملاتړ وکړي.
تر څو چی د پنجاپی نیواک لاندی افغانانو ( پښتنو ) خپله ازادی تر لاسه کړي نه وي او د افغانستان خاوره بیرته د خپل وجود سره یو ځای شوی نه وي تر هغه په سیمه کې سوله اوامنیت ناممکن دی.
نو لدې له پاره چې پڼجاپی استعمار اړ شی چې تر نیواک لاندی خاوره پریږدی، پنجاپی پوځ او اداری ترې ووځی او د دوی خپلواکی په رسمیت وپیژنی ، افغانستان ته را صادره شوی جګړه بیرته پنجاپ ته ولیږدول شی.
یعنی د پنجاپی استعمار لاندی د ټولو سیمو نا ارام کول او په خپله د پنجاپ ایالت ته د دی اور انتقال ، د اسلام اباد واکمنان دې ته اړ کوي چې د افغانستان او د پنجاپی استعمار لاندې خلکو غوښتنو او حقوقو ته غاړه کیږدي.
د پنجاپی استعمار په وړاندی د افغانستان د خلکو ( پنجاپی استعمار نیواک لاندې تر جهیلم او ګوادر) جګړه او مبارزه عادلانه ، روا او اسلامی ده
د یادولو وړ ده چې د پنجاپ تر نیواک لاندی خلک د پنجاپی استعمار د نیواک څخه تر پوزې راغلی دی دوی خپل روا حقوق غواړي ازادی غواړی
پنجاپ د هیواد واک لاندې سیمو کې د خلکو په ضد ډيره وحشیانه جګړه روانه کړي ده د پښتنو ستر ښارونه لکه میرامشانه ، میرعلی او نور په بشپړه توګه له منځه ولاړل او په سلګونو زره پښتانه د پنجاپی وحشی پوځ له خوا په شهادت ورسیدل او دا بهیر روان دی
د پنجاپی استعمار په ضد د پښتنو او بلوڅو جګړه تروریستی جګړه نه ده بلکی ولسی او د خپلو حقوقو د تر لاسه کولو د پاره ده. د کابل اداره او رسنی هم د پنجاپی په وړاندی جګړه کونکو ته تروریستان وایی چی دا نا انصافی ده او په غیر مستقیمه توګه پنجاپی استعماری تروریزم ته د برات ورکول دي.
د پنجاپ استعماری – تروریستی اداره هغه مهال سقوط کوي چی د پنجاپ ایالت څخه د اورونو ، بمونو لوخړې پورته او هلته ټولې ودانی ورانی او ویجاړې شي. لکه چی پنجاپی دیکتاتور واکمن جنرال ضیاالحق د کابل د ورانیدو خوب لیده او د هغه د مزدورانو له خوا رښتیا شو. د پنجاپی استعمار اوسنی مشران ( میا نواز شریف ، رحیل شریف، او نور) هم د افغانستان د تباهی خوبونه وینی او د دی خوبونو د رښتیا کولو د پاره پراخه بیرحمانه جګړه د افغانستان په وړاندی مخته بیایی.
پنجاپی استعماری رژیم ستنې سستې او په یو کوچنی ګوزار سره ړنګیدونکی دی. دا ځکه چې د هیواد په داخل کې تر استعمار لاندی ټول خلک د هغه خلاف دي او د دې استعماری نظام د ړنګیدو د پاره مبارزه کوي.

نږدی څلور لسیزی کیږی چی پنجاپی استمار په مختلفو نومونو او پلمو سره د افغانستان په ضد جګړه روانه کړي ده او دا جګړه په تیرو اولس کلونو کی ډیره بربنډه او وحشیانه شوی ده چی هره ورځ په سلګونو کسان تری قربانی کیږی او خلکو ته زیان رسیږی .
اوس د پنجاپ له خوا په افغانستان کې جګړه ډيره پراخه شوی ده د پامیر څخه نیولي تر بولانه او د اچین څخه نیولی تر فاریابه په ټولو پښتنی سیمو کې د اورونو لمبې پورته کیږي.
د کابل په اداره کې د ملي ارادې نشتوالی ددی سبب شوی دی چې هیواد د سترو ستونزو سره مخامخ شي او افغان دښمنه ګاونډیان په دی بریالی شی چی دا هیواد د پښو وغورځوي.
یا په بله مانا ، په افغانستان کی د جګړو اصلی سبب په کابل کی د ملی ګټو ته نه ژمنتیا ، تسلیم طلبی او د غلطو ایدیولوژیو او پالیسیو څخه پیروی د دې سبب شوي ده، چې افغانستان ونه کولی شی د بهرنیو مداخلو او تیریو په وړاندې ودریږي.
پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره دې پایلی ته رسیږو ، چی که چیری افغانستان غواړي د پنجاپی استعماري – تروریستی اداری مداخلی پای ومومي او هم خپلو سترو ستراتیژیکو موخو یعنی د پنجاپ د اشغال څخه د افغانی خاورې د ازادی او د یوه متحد افغانستان د جوړیدو ته ورسیږی نو د هغه د پاره یوازینی لار د پنجاپ له خوا د پیل شوی جګړي ، د بیرته پنجاب ته د لیږد ستراتیژی عملي کول دي .