د هندوانو روزنه

سريزه

دا چې افغانستان يو کرنیز هيواد دي او د مختلفو اقليمونو لرونکې دي ، د زيات هارتيکلچرى نباتاتو د روزلو لپاره مناسب او مساعده هوا او اوبه  لرى د دې ترڅنګ چې افغانستان د نيمه استوایي سيمو د جملى څخه دى ،د زياتو میوؤ د روزلو لپاره مناسب شرايط لرى.

زمونږ هیواد ميوې زيات پيمانه اقتصادى ارزښت لرى د پخوا راهيسى روزل پکښې  رواج لرى.

د میوؤپه تربيه کې د فنى او تخنيکى لارښوونو څخه ګټه واخلو او عملى وکرو ترڅو ددغو لارښوونو په اساس اصلاح شوى ميوى لرونکى لاسته راوړو.

او د هغه څخه هم د کيفيت په لحاظ او د کميت په لحاظ ميوى او حاصلاتو تر لاسه کړو او پدى ترتيب د هيواد د اقتصادى سطحى د پورته کولو په لاره کې اغیزمنه  نقش پرځاى کړو ځکه زمونږ د هيواد %٥٠ عايدات او شتمنى په کرنه کې او خصوصاً په هارټيکلچرى  نباتاتو کې زده کړه کوى.

دا چې د هندواڼو روزنه او حاصلات په افغانستان کې په محلى توګه رواج لرى او پدى ما غوړه کړه چې د هندواڼو د حاصلاتو ټولول او ساتل تر عنوان لاندى يو سيمنار ارايه کړم.

 

د هندواڼو تاريخچه

            څرنګه چې په نړيواله سطحه کې د هندواڼو ميوى ډير کم روزل کيږى نو له دى کبله د نوموړى ميوى په هکله معلومات خوراکم دى څرنګه چې هندوانه (Water Melon) د افغانستان د مهمو ميوؤد ډلى څخه دى په پخه ډول خوړل کيږى د افغانستان د طبيعى شرايطو د هندواڼو د روزنى لپاره پوره مساعده دى د هندواڼو د ځينو ډولونو ځانګړى ميوى. ٦-١٣- کيلوګرام پورى وزن ته رسيږى مګر دنورو ډولونو وزن د ٣-٢-٦کيلوګرامه په اندازه ى هير دى نه وى په افغانستان کې ځينى هندواڼى٢١کيلوګرامو پورى وزن لرى. څرنګه چې په اروپاکې تر ١٦ پيړى پورى خلکو هندواڼى نه پيژندلى نو اصلى د هندواڼو د پيدايښت ځاى د افريقا په استوائى او نيمه استوائى په سيمو کې ځاى لرى او همدارنګه پاکستان د هندواڼى د کرلو اصلى ځاى ګڼل کيږى په افغانستان کې د کرلو رواج ډير دى.

 

د هندواڼو طبقه بندى.

د هندواڼو: cucurbittaceae: Water Melon: کورنى پورى اړه لرى د هندواڼو اوسنى علمى نوم  citrulus lamatus   دى سره ددى چې په ځينو پخوانيو اثارو کې د هغوى علمى نوم ئى په لاندى دى  citrulus vuslgaris ښودل شوى دى.

د هندواڼو د خوراک وړ برخورنک عموماً سور وى مګر د ځينو ژيړ وى هندواڼو چې يو ترا پلايد Triploid دى او د لمړى ځل لپاره د ١٩٤٠عيسوى کال په جاپان کې د تتراپلايد Tetrapleid او د ډپلايد Dipleid هندواڼو پواسطه منځ ته راغلى دى په اوسنى وخت کې  په نړى کې د هغو کرنى کې لمن مخ په پراخيدو دى د هندواڼو هر بوټى يو غزيدونکى ويښتان لرل تاک توليد وى چې وده يو، کنه او په يو پيچک سره ختيږى پاڼى اوږدى پيضوى oblong ovate شکله وى چې د –٨ څخه تر ٢٠ سانتى مترو اوږدوالى لرى پاڼى د ٣ څخه تر ٧ ژورى پوڅکى لرى ګلان ئي مانوشين Monoedine  ژيړ او 7cm قطر لرى ميوى د ډول په اساس د غټوالى او جسامت او بند يو دبله توپير لرى.

د هندواڼو ډولونه

لارتر اوسه معلومه نه ده چې په افغانستان کې د هندواڼو څو ډولونه کرل کيږى جدول کې په لارښود له کيداى شى چې هغه يو له بله جلا او وپيژندل شى چې په لاندى ډول دى.

ډول

د پخيدو ورځى

د امراضو مقاومت

دميوى غټوالى شکله

بلاک ستون

٩٥ ورځى

مقاوم : حساس

٦-١٣کيلوګرام

فلوريد اجاينست

٩٠ ورځى

حساس حساس

Kg ٦-١٢ کيلوګرام

کوچنى کلاندايک

٩٢ ورځى

حساس مقاوم

Kg ٤-٥کيلوګرام

کلکى سويت

٩٠ورځى

حساس حساس

٦-١٣کيلوګرام

پيکاک امپرونه

٩٠ورځى

حساس حساس

Kg ٠،٠-٢-١٣

 

که هنداڼه د کور د استعمال لپاره خلک راوړى خو پروا نلرى مګر بايد د مارکيت لپاره د هغه اندازه ډير غټ وى بايد هغه پدى صورت کې د هغوى کيفيت نه د جسامت او حاصل په ګډون بايد خاص پاملرنه وشى که هندواڼى لرى ځايونو ته د سوداګرى په خاطر توليديږى نو هغه بايد کلک او ښه پوستکى ولرى هير د نه وى چې د سوداګرى وړ هندواڼى هم دى چې ښه ډول انتقال شى.

د هندواڼو بيولوژيکي اړتیاوې

د هندواڼو د تخم د زرغونيدو د پاره د خاورى تودوخه25Co  ده او مناسبى ودى د پاره 21 Co  اړتیا لرى هندواڼى د ګرمو ځايو څخه دى او اوږد تودوه فصل ته ضرورت لرى په نورمال شرايطو کې ١٢٠-٩٠ ورځو پورى پخيږى هنداڼى د افغانستان بعضى يخو سيمو کې کرل کيږى په افغانتسان کې د هندواڼو کرنه بعضى په شرق ولايتونو کې ډيره کيږى. لکه ننګرهار لغمان او نور ځايونو کې په ډير پيمانه کرل کيږى د ننګرهار په والايتو کې په زيات اندازه لکه بټى کوټ په ولسوالۍ او چپرهار او نور ولسوالۍ کې په زيات اندازه کرل کيږ‌ى او للمى ځايونو کې هم په زيات اندازه ښه حاصل ورکوى ځکه چې هندواڼى دومره اوبخور ته ضرورت نلرى يوازى کله چې د کرلو په وخت زيات اوبه خور ته ضرورت لرى او کله چې په حاصل راغى نو بيا دومره اوبخور ته ضرورت نلرى.

 

د هندواڼو د کرو تخنيکى لارى.

د هندواڼى د بوټى د کرنى وختونه په اقلمى شرايطو پورى اړه لري د افغانستان په شراطو کې هنداوڼى دغوائى او غبرګولى په مياشتو کې کرل کيږى.

په هندوستان کې د مرغومى او سلواغى په مياشتو کې او په تايوان کې دورى د مياشتى څخه تر وږى مياشتى پورى کرل کيږى.

او په يو کال کې ورڅخه دوه ځلى حاصل راټولوى د هغى د کرنى د پاره خاوره چمتو کوى پولى او لښتى په ځير جوړوى د قطار پولو او لښتيو تر منځ واټن ٣-٢ m (متره) پورى اود بوټو تر منځ واټن په هر هکتار کې  90-1000-m پورى ټاکل شوى دى.

سره له دى چې په افغانستان کې بزګران په خود سرانه خپل کارونه تر سره کوى هغوى فاصله او نور تخنيکى لارى او نورو وسايلو څخه کار نه اخلى د هندواڼى په زياتره تودو سيمو کې دغنمو د حاصل دراتولو وروسته کرل کيږى خو کله کله محکى لدى چې غنم لوى شى يعنى دورى په مياشت کې د غنمو په کرونده کې لښتى باسى او هندواڼى د پولى دپاسه کرى خو دغه کرنه د ښه نتيجه نه ورکوى ځکه چې د يوى خوا د غنمو سورى وى او د بلى خوا زيات هرزه ګياوى او نورو امراضو پورى اخته کيږى.

په يوجريب ځمکه کې د هغى تخم اندازه 700gr کافى وى. 

د هندواڼو ارزښت

هندواڼه د مهمو ميوه جاتو او سبزيجاتو د جملى څخه شميرل کيږى سره له دى د هنداڼى نيمه کرونکى ډولونه افريقا کې خواره دى او خواږه ډولونه ئى هندوستان او چين لويديځو برخو لاسته راغلى دى چې اوس په نوى کرل او روزل کيږى.

هندواڼه په زيات اندازه مرکبا ت په ځان کې لرى چې د مهمو ناروغيو او امراضو په مقابل کې بهترين ويټامينونه لرى او لکه  A.B.C او نور ويټامينونه لرى د هندواڼى څخه پراخى ډول زيات اندازه د شربت په جوړولو کې ورڅخه ګټه پراخى ډول زيات اندازه د شربت په جوړولو کې ورڅخه ګټه اخيسته نو سره له دى چې هندواڼى د ځينو ناروغيو او امراضو ښه ويټامين دى مثلاً.

د ملاريا او محرقه او نور لپاره دغه خپل لکه، سيروم پشان کار ورکول د فشار لپاره بهترين ويټامين دى چې لګ اندازه مالګه پرى اچول کيږى او ټيټ فشار لپاره يعنى هغه ٨٠-١٢٠ درجى ټيټ وى او په پخه ميوه کې دقند اندازه %٨ فيصده ته رسيږى. او په ځينو ډولونو کې دغه اندازه په سلو کې ١٤ برخو ته رسيږى د هندواڼى د ميوى پوستکى د څاروى لپاره مناسب خواړه دى.

 

د هندواڼو لپاره خاوره او اقليم

د هندواڼو د روزنى لپاره ښه زهکش شوى  sandy loam خاورى عموماً غوره ګڼل کيږى مګر القلى خاورى چې زهکش شوى وى قناعت بخونکى بريښى په هغو سيمو کې چې وديز فصلونه ئى لندوى  sandy خاورى ښه نتيجه ورکوى هندواڼو د يو څو هغو ميوو په ډله کې راځى چې د نسبتاً ټيټ PH په خاوره کې ښه وده کوى او کولاى شى البته ددى معنى دانه دى چې تيزابى خاورى د هغوى دروزنى لپاره ضرورى هندواڼى ئى له دى چې لوړو پښتيو د پاسه وکرلى شى د خاورى تيارولو ته بل کوم خاص ضرورت نلرى د نورو ميوى په څير د پټيو عادى يوى کول او تيارول د هندواڼو د پاره قناعت بخښونکى بريښى د هندواڼو د پاره خاوره بايد لږ تر لږه دوه الوتر مخه تيارشى

 

اقليمى اړتياوى.

هندواڼو د توربخنى موسم ميوى د ډلى څخه دى د هندواڼى د يخ وهنى څخه خالص اوږده وديز فصل ته چې تودوخه ئى زياته وى اړتيا لرى اتويما سفيريکى لندبل له کبله هغوى د ختکيو په پرتله لږى اغيزمن کيږى. په لندو وچو او نيمه په پرتله د هغو د پاڼو امراض خودا زيات وى نو ددى چې پدى باره کې مقاوم ډولونه هم منځ ته راغلى دى.

د هندواڼو لپاره اوبه لګول.

په وچو سيمو کې ښائى چې هندواڼى په هر ١٠- ١٢ ورځى کې يو وار اوبه شى تر څو چې تاکونه ئى ښيى ودى ته ادامه ورکړى د اوسيدو په وخت کې بايد د ځينو امراضو د مخنيوى لپاره د بوټو پاڼى لندى نشى د هيواد په شمالى ولاياتو کې چې خاورى پوره اندازه لندبل ساتى اوبه لګولو ته ضرورت نه بريښى پدى سيمو کې هغه هندواڼه خوږى وى چې له اوبه لګولو څخه پرته لوى شوى وى هندواڼى بايد په داسى وخت کې اوبه شى چې بوټى په مراوى کيدو پيل وکړى هندواڼى د هغه بوټى څخه شميرل کيږى چې د وچوالى په مقابل کې زيات مقاومت لرى.

که د اوبو زيرمى وى دلومړى ودى په پړاو کې خړوبيږى او د ميوى د نيولو څخه وروسته اوبوته اړتيا نلرى په هغه سيمو کې چې د اوبو زيرمى نو ى هندواڼى په للمى توګه کرى خو ښه به وى چې خړوب شى په وچو سيمو کې د هندواڼى کرونده د هرو لسو اويا دولسو ورځو د تيرو دو وروسته خړوبيږى چې بوټى خپل وده ته ادامه ورکړى.

 

د هندواڼى دحاصل ټولول

هندواڼه د هغه وخت پورى د بوټى څخه نه راټوليږى ترڅوچې ښه پخه شى مناسبه ميوى نشى کولاى او ښه مطلوب رنګ يا لوړ خوراکې کيفيت ترلاسه کړى د ظاهرى هندواڼو د نظره د خامو او پخو ميوو تر منځ د کتنى وړ کوم توپير نه تر سترګو کيږى خو تجربه کار کسان کولاى شى چې د پخه او خامو هندواڼو سره جلاکړى شى.

د هندواڼو په ډولونو کې پخى ميوى په هغه اوزا سره پيژندل کيږى چې د ګوتو پوسيله د هندواڼو په وهلو سره پيدا کيږى د پخوانى او دا وسنى خلکو سره ډير فکرونه پيدا شو او د پخو او خامو ميوو د پيژندل د ميوى دغه سيستم په ټولو ډولونو کې د باور ور ندى او د هغوى استشنات شته د هندواڼو د ميوى د ميوى د پخيدو بله لاره د ميوى د جرانګى وچيدل دى دغه نښانى هم د هندواڼى په ټولو ډولونو کې د باور ور ندى.

د هندواڼى د حاصلاتو اندازه د هندواڼى د ډول د چاپيريال د شرايطو او پاڼى د څرنګوالى د نظره توپير لرى خو په مناسبو شرايطو کې د يو جريب څخه  9-11Tan  ټنه پورى هندواڼى لاسته راځى

 

د هندواڼو د ميوى زيرمه کول

کله چې د هندواڼو حاصل راټول شى د ٢-٣هفتو (Weeks) پورى ښه ساتل کيږى.

او د سانتى ګراد (1- c-1)  درجى تودوخه کې کيدلاى شى چې

15-   30 اونیو پورې زيرمه شى د هندواڼو تخم د ٤-٦کلونو پورى ساتل کيږى.

 

د هندواڼو د ميوى رنګى کول.

غوره بريښى چې د لويو هندواڼو په هر بوټى کې د ٢ څخه زياتى هندواڼى انکشاف ونکړى.

پدى شکله د هيواد د هر سيمه انکشاف ونکړى پدى شکله هندواڼى هم بايد د بوټو څخه لرى شى د ميوى رنګى کول هغه وخت اجراکيږى چې لوى هندواڼى ١٠سانتى متره اوږدوالى ته ورسيږى په رنګى کولوسره په تاکونو کې د پاتى شوو ميوه جاتو جسامت زياتيږى.

 

د هندواڼو د تخم توليد

هندواڼى د تخم پوسيله تکثير کوى بزګران هر کال د بازار څخه د کرلو لپاره نوى تخمونو اخلى او هغه کرى ځينى نور د خپل فصل څخه د راتلونکى کال لپاره تخم ترلاسه کوى هغى بيا کرى.

دا چې هندواڼى د ښو او رنګ لرونکى ګلانو په لرلو سره د حشراتو د توجو وړ ګرځى د هندواڼو په بوټو د حشراتو ګرځيدل راګرځيدل د يوه بوټى څخه د بل بوټى ګل ته ګرده انتقالوى او دغه ګرده د هغى ګل د القاح سبب ګرځى.

او کيداى شى دغه ګرده د نامطلوب بوټى څخه انتقال شوى وى چې راتلونکى نسل په يوڅه د غير مطلوب خواصو لرونکى وى دا چې هندواڼو نارينه او ښځينه ګلان سره بيل دى نو داهم د امکان څخه لرى بريښى چې هندواڼه د همغه خپل ب،ټى د نارينه ګل پوسيله القاح شى د بل بوټى د ګل ګرده پوسله د ګل القاح کيدل دداسى تخم د منځ ته راتګ سبب ګرځى چې ښائى په راتلونکى کال کې د بدو بوټو د توليد سبب ګرځى.

د يادونى  وړ دى چې د بزګر پوسيله د ځينو مسلو نه مراعتول ددى سبب ګرځى چې هغه په هغه تخم د خپل فصل څخه لاسته راوړى.

د هندواڼو د رجه بندى لپاره بايد لاندى ټکى قضاوت وکړو

١- غټوالى د هندواڼى بايد په غټو متوسطو او کوچنيو ميو درجه بندى شى.

٢- د پوستکى رنګ:  ځينى هيوادونو کې هندواڼى تورى سپنى، خاورين، ياشين وى هر يو يوله بله سره جلا درجه بندى شى.

٣- بڼى يا شکل: ځينى هندواڼو ګردى او ځنى اوږدى او نيمه ګردى وى دا هم بايد يو له بله سره جلا او انبار شى.

٤- واريټى: يوه ورايټى بايد د بلى سره ګډه نشى.

٥- د پخوالى او نيمه پخوالى په بنسټ لازمه وى چې د پاليز څخه پاخه هندواڼى ټولى شى خو کيداى شى ځينى لږ او خامى وى چې بايد يو له بله سره جلا شى.

 

د هنداوڼو د تخم د توليد لپاره لارښود.

د هايبرپه يادوه رګه ورايتيو يا ډولونو څخه پرته د نورو عادى هندواڼو څخه دراتولونکى کال لپاره  تخمونه تر لاسه کولى شو دښه تخمونو دترلاسه کولو لپاره بايد لاندى ټکى په پام کې ونيسو او هغه عملى کړو.

١- د تخم لپاره په کرل شوى ساحه کې بايد د شاتو د مچيو صندقونه کيښودل شى ځکه هغه د ګرده افشانى او القاح په عمليه کې مرسته کوى د هندواڼو د حاصلاتو او د تخم د توليد سبب ګرځى.

٢- د تخم د توليد لپاره کرل شوى يا کرل کيدونکى ډول بايد د هندواڼو د نوموړى ډولونو څخه د ٨٠٠-١٠٠٠ مترو فاصله سره کرل شى چې د حشراتو پوسيله ګرده  د نارينه تخم څخه انتقال نشى ټولى هندواڼى يعنى تورى، شنى، سپينى،ګردى اوږدى يوله بله سره د القاح کيدو توانائى لرى.

٣- د توليد د تخم په صورت کې بايد ټول بزګران په يو کلى يا ساحه کې يوه ورايتى يا ډول وکرى تر څو د القاح په صورت کې د تخمونو ئى گډوله نشى

٤- دا دل بدل ناروغيو افن وهلو بوټو ايستل تر څو د هغوى ګرده په روغو بوټو پرى نه وځى او جوړونکى تخم ددى خواص لرونکى نه وى د بدلون په صورت کې بوټو پيژندنه د پاڼو – ګلانو د نمو کوى.

 

د هندواڼو د ميوى درجه بندى.

د خلا و يا مارکيټ ته انتقال د مخه بايد مات زخمى د ناروغى جينجن بى رنګه او غير منظم شکل هندواڼى د روغو او ښو صفتونو لرونکى هندواڼو څخه جلا او بيا وروسته روغ رمټى هندواڼى هم درجه بندى شى ترڅو په مارکيټ کې ښه خرڅ شى او درجه بندى په کولو سره محصول زر خرڅيږى د ضايعاتو څخه ئى مخه نيول کيږى د اخستونکى او خرڅوونکى تر منځ اعتماد پيدا او مشتريان د خپلى خوښى او اقتصادى سوى مطابق مال پيرى.

درجه بندى د خاصو ځانګړو په بنسټ صورت نيسى په نورو هيوادونو کې دهر سابه لپاره خاص سقندرونه په ملى اوبين المللى سوى ټاکل شوى وى خو زمونږ په هيواد کې دا خبره دومره رواج نلرى.

 

نتيجه ګيرى.

دا چې افغانستان د هندواڼو لپاره زيات ساحه لرى نو بايد زيات او مختلف نوع وکرل شى تر څو د ګاونډى اوبى اختياره هيوادو واکدارانو منګلو څخه خلاص او د فقر او غربت حالت څخه ځانونه په خپلو مټو او لا زياتو هلو ځلو په نتيجه کى دو ساو او د هيوادوالو لپاره د استفادى سره نور هم زيات حاصلات ور په ګوته او د استفادى لپاره چمتو کړو.

داسى د هندواڼى ميوى زيات وخت لپاره ساتل کيږى بايد کوشش وشى چې دغه ميوه جات په کامل توګه خارج هيوادونه ته وليږدول شى چې هيواد د ترقى وکړى او د هيواد څخه صادر تر څو خپل ګران هيواد پر پوره پښو ودرو او زيات حاصلات لاسته راوړولو لپاره پرمخ تللى تکنالوژى او مسلکى که رونى اقدامول منجمنت اداره په زړه پورى اهميت لرى او همدارنګه د زيات حاصلاتو د لاسته راوړلو لپاره په نتيجه کې ورته بهرنى بازارونو او مارکيت برابر او تهيه کړو تر.

تر څو چې د افغانانو دغه وروسته پاتى هيواد بيا په پښو ودروؤ يعنى ښه پاملرنه وشى.

 

سپارښتنې

د تيرو څرګندولو څخه را معلوميږى چې د هندواڼو په حاصل کې لاندى نقاط په نظر کې ونيول شى.

١- مونږ پدى پوهيږو چې نباتات د انسان  او د ځمکى د کرى د ټولى ژوندى موجوداتو او د ځمکى د بقا لپاره مستقيم او غير مستقيم ارزښت لرونکى دى او د ځمکى د مخه د ارزښناکو ذخايرو له جملى څخه شميرل کيږى.

٢- مونږ بايد کوښښ وکړو چې په افغانستان کې د هندواڼو په روزلو کې داسى نتيجه ترلاسه کړو چې د نورو هيوادونو څخه حاصل او توليد سطحه لوړ کړو د دى لپاره  چې زمونږ دغه وروسته پاته هيواد د خارجى هيوادونو سره توليد ئى ورکړو.

٣- داسى نتيجه ترالسه کړو جې د توليد سطحه لوړ کړو فعلاً زمونږ هيواد د هندواڼو د لوړ حاصل په توليد کې هم ښه نتيجه ترلاسه کړى دى .

٤- د هندواڼو د شکولو په وخت بايد پوره پاملرنه وشى چې هغه هندواڼه چې ښه پخه شوى وى هغه بايد وشکول شى.

٥- د هندواڼو د شکولو په وخت کې بايد هغه کسان هندواڼه بايد د بوټى څخه ټولى کړى چې هغه تجربه کاران وى او ښه پوهيږى نو خامه او پخه هندواڼو سره جلا کولاى شى.

ماخذونه

١ حمزه خيل،ن د سبو توليد کتاب کال ١٣٦٣ د کابل پوهنتون مخونه ٣٩٤-٣٨٦ .

٢- داکتر مصطى مبلى د سبو توليد مخونه ٧١١-٧١٢.

٣- پوهيار محمد اسماعيل (سعادت) سبو روزنى اساسات مخونه ٨٧-٩٠.

٤- پوهنيار سيداجان (عبديانى)    (us aid) مخونه ١- ٥  - ٨

سرپاڼه