دکرنیزوڅیړنولپاره دRCBD طرحه
لیکنه: رحمت
په عمومي ډول څیړنې دنویو موندنو،موخوته د رسیدواوډیرونورو هدفونو لپاره ترسره کیږي. له څیړنې پرته پرمختګ منځ ته نه راځي.
کرنیزې څیړې هغه څیړنې دي چې دکرنه په برخې کښې تر سره کیږي
په کرنه کښې څیړنې یا په بوټوڅیړنې د بیلابیلو موخو لپاره تر سره کیږي، د بیلکې په توګه دبوټو په ورایټیو څیړنه د لوړحاصل موندلوپه موخه، دناروغیو ، آفتونو(حشراتو) او داوبودکمښت په وړاندې دټینګ ډول موندل، وختي رسیدونکي ډولونه پیداکول ، دسیمې د چاپیریالي شرایطو سره د جوړښت ،د خاورې د ډول سره برابروالی،غوره کیفیت ، د تخم دکراندازه، دکروخت، د سروداستعال د اندازې او نوروزیاتو موندنو لپاره تر سره کیږي.
څیړنې د هغو بوټولپاره چې د نسلګیرۍ څخه لاس ته راځي د زیات اهمیت وړ دي . له څیړنو پرته شونې نه ده چې مونږد خپلې خوښې بوټي چې مطلوبه حاصل تولیدونکي وي، په لاس راوړو.
دکرنیزو څیړنو لپاره بیلا بیلې طرحې(Designs) شتون لري د بیلکې په توګه د T-tests ، RCB ، RCBD، Latin square Design اونور....
له پورتنیو طرحو څخه RCBD(Randomize Complete Block Design) طرحه زیات عمومیت لري او زیاتره کرنیزوڅیړنو کښې ورڅخه استفاده کیږي.
که څه هم د یوې تجربې او څیړنه په کار اچول ډیر ستونزمن کار نه دي خو بیا هم یو مسلکي او د څیړنو ماهر متخصص شخص بایدڅیړنه ترسره کړي تر څو وکولای شي څیړنه په ټاکلو نورمونوسره ساحه کښې پلې کړي او همدارنګه د څیړنې د خامو ارقامو یا Data احصایوي تغیر او تفسیر وکړای شي، اوهم د څیړنې څخه نتیجه واخستلای شي.
RCBD طرحه ډیرې الجبري محاسبې لري ترڅو داسې ارقام ورڅخه لاس ته راوړو چې د څیړنې نتیجه ورڅخه څرګنده شي
د RCBD طرحې دارقامو د احصایوي تغیر او تفسیر لپاره داکسیل پروګرام کښې فارمټ جوړشوي دي .چې د خامو ارقامو احصایوي تغیراو تفسیر په ډیره اسانۍ سره کوي یواځي هغه خام ارقام چې د ساحې څخه راغونډ شوي وي فارمټ کښې اچول کیږي ، په خپل سري توګه اخري نتیجه یا هغه ارقام راباسي چې د څیړنې نتیجه ورڅخه اخستلای شو.
RCBD طرحې د ارقامو د احصایوي تغیر او تفسیر لپاره د اکسیل جوړشوی فارمټ ښکته کړۍ