غژګاوان و پيژنۍ

د لوړ پامير په  سړو سيموكښې  يو ډول غوايان چې بدن يې د لويو ويښتانو په وسيله پوښول شوى وي  اوسيږي ،چې بدخشان ميشت وګړۍ يې د غژګاوانو په نامه سره پيژني.
غژګاوان اهلي ځاروي دي،  دپامير اويو شمير نورسيمو وګړى يې  د نورو اهلي ځارويو په شان د شيدو، غوښې، قلبې ، بار وړلواو سورلۍ په موخه روزي.
دا ځاروي په سړو سيمو كښې په ژوند كولوخوښ دي ، په تودوسيمو كښې ژوند نشي كولاى ،لمنځه ځي. يواځې د بدخشان ولايت  په يو شميرغرنيوسيمو(پامير،يمګان، او كران منجان ) كښې دا ځاروي  پيدا كيږي.
غژګاوان  غټ قوي بدن لري،  له ۵۰-۴۰   منه غوښه  وركوي. د ځارويو شيدې  د معمولي غوايانو د شيدو په پرتله دلوړغلظت او ښه كيفيت لرونكې دي.
د غژګاوانو له لويو ويښتانو نه د ګيلم په جوړولو كښې استفاده كيږي .
د مني په موسم كښې   ددې ځارويو روزونكي خپل ځاروي د پسيو د لاس ته راوړلو په مخه د ولايت د ولسواليو مركزو پورې رارسوي ترځوهغه و پلوري اودخپل ژوند داړتيا وو د پوره كولو لپاره يوه اندازه نغدې پيسي په لاس راوړي.
په دې لړۍ كښې غژګاوا ن مونږ ته هم په مخه راغلي او ستاسو درنو لوستونكوته د هغه انځورونه په بلوك كښې ايښودل شوي دي. هيله ده چې له دې ځاروي سره اشنا شۍ او خوښ مو شي.


http://www.tolafghan.com/petawona لومړى مخ