د ډاکتر سید احمد ماموند لیکنه
په عوام غولو نې او درواغو سوله نه راځي .

د سولې په اړتیا او ضرورت نه تم کېږم ،ځکه چې دغه هر څه دلمر په څېر روښانه دي .په اوسنیوشرایطو کې د جګړې اصلي اړخونه معلوم دي (د ناتو هېوادونه په تېره بیا د امریکا متحده ایالتونه ،دافغانستان دولت او وسله وال طالبان ) .سوله هم د همدغه اړخونو تر منځ مطرح ده ،او اوس خو دسولې په پروسه کې د سېمه اېزو هېوا دونو رول هم له پامه غورځول کېدلی نه شي . د سولې دپروسې ټول مطرح اړخونه یو هم په ښکاره توګه د سولې مخالفت نه کوي ،او دسولې نارې وهي .اوولس کاله جګړه روانه ده اوسوله نشته .دا ځکه چې نه جګړه په خپل اصلي نوم یادول کېږي او نه هم دسولې په وړاندې اصلي خنډ ونو ته ګوته نېول کېږي .د دوا ړو په اړوند درواغجن او غولونکي تبلیغات کېږي .
په افغانستان کې روانه جګړه دچا دګټو دپاره ،او دچا جګړه ده ؟
ـ امریکا او افغان دولت په ګډه د افغانانو او په ټوله کې دنړۍ د اولسونو څخه په افغانستان کې د روانې جګړې امریکا یې موخې (دافغانستان د ځمکې لاندې قیمتي زېرمو لوټول ،د نشه اي توکو قا چاقول ،زمونږ خاوره دجګړه اېز تخنیک او وسلو د ازمایلو او پوځي وړتیاو لوړولو دپاره دپولېګون په توګه کارول ،د افغانستان څخه د سېمې هېوادونو ته دجګړې لېږدول ،د سېمې د انر ژیکي زېرمو تر لاسه کول ، دروسې او چین د پوځي او اقتصادي پوتانسیالونو له منځه وړل )، دترهګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې پټوي .په داسې حال کې چې ترهګري او ترهګر دامریکا پیداوار او دهغوې دموخو دلاسته راوړلو وسېلي دي .د ترهګرۍ ضد جګړه هسې غولونکې خبرې دي .روانه جګړه په بشپړ ډول دامریکا دګټو او امریکایي جګړه ده . ــــــــ افغان دولت وایئ چې جګړه په مونږ تپل شوې او بهرنۍ جګړه ده .دا بېخي رېښتیا دي .افغانان نه په چا پسې جګړې له ورغلي او نه یې په بل چا کوم برید کړی دی ،خودا بهرنۍ جګړه چا په مونږ تپلې ده او دچا ده ؟ افغان دولت ولې په دې برخه کې چوپ اوغلط ادرسونه ورکوي ؟ ولې سم ښکاره نه وایی چې دا بهرنۍ جګړه امریکا د خپلو ګټو په خاطر په مونږ تپلې ده ، او مونږ یې په ټولیزه کې دمعاشونو په بدل کې د امریکا دګټواود ډېرې کوچنۍ ډلې یعنې سیاسي واکمنانو او زورواکانو دګټو او مفشن درباري ژوند دتامینولو په خاطر دهېواد داړ او بې وزله ځوانانو د ژ وند په بیه مخته وړو .
ـــــــ په غیرعلمي او غولونکي منطق سره ویل کېږي چې فقر او لوږه د جګړې لامل دي . واقعیت دادی چې د اقتصادي-سیاسي او پوځي ګټو لاسته راوړل دجګړې لاملونه دي . فقر اولوږه د جګړې معلول دي .ایا امریکایان چې د نړۍ د شتمنو په سر کې راځي ، د دنیا په مختلفو هېوادو کې دفقر او لوږې په وجه جګړې مخته بیایې ،او که دخپلو ګټو دپاره ؟په افغانستان کې د وسله وال مقاومت (طا لبان )له خوا روانه جګړه د امریکایي نیواک او جګړه ایز پوځي شتون ضد جګړه ده .
دسولې په اړوند :
ــــــ د نیواک تر سیورې لاندي څه دولت او څه هم دسولې شوری (د دغې شوری دکتنې وړ برخه د سولې ضد ده ) د تصمیم نیولو او پرېکړو په برخه کې د واک او ارادې کوم استقلالیت نه لري .د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کرې له خوا د خلکو د رایو او اساسي قانون خلاف د دوه سري دولت جوړول ،دهېواد په هر ګوټ کې دنیواکګروله خوا دهر ډول وسلو ازمایل اوکارول ،د نیواکګرو له خوا په خپله خوښه د پوځونو کمول ،ډېرول او ځای په ځای کول ،د دغې ادعا ښکاره ثبوت دی .
ــــــ دنیواک په شرایطو کې دسولې په پروسه کې دافغان دولت د مالکیت ،واک او مشرۍ خبره غولونکی ده ،ځکه ديوې خوا افغان دولت په رېښتینې معنی خپلواک دولت نه دی ،او دبلې خوا جګړه دافغانانو تر منځ دواک دلاسته راوړلو په سر نه ده ،بلکې دبهرني نیواک او پوخي شتون ضد جګړه ده ،او امریکا دجګړې او سولې اصلي اړخ دی .که دافغانستان د اسلامي ګوند مشر ښاغلي ګلب الدین حکمتیار سره سوله څوک دبېلګې په توګه یادوي ،نو تر هر څه د مخه د هغه راتګ د خوښۍ خبره ده .دلته دسولې د موافقې ترتیب او لاسلیک کول د پردې دمخې تخنیکي او پروتوکولې اړخ دی ، مهمې پرېکړې د امریکا په اراده او واک سره د پردې تر شا شوېدي . دې ټکي ته په یوه ګردي مېز کې د اسلامي ګوند یو غړي ښاغلي ممتا ز داسې اشاره درلوده چې د دوې دخبرو اترو ټاکل شوې پلاوي به په کا بل کې د انګلستان او امریکا په سفارتونو کې لېدنې کتنې درلودلې
سوله په اخطارونو او د جګړې په پراخولو نه شي راتللی .په دغه کارسره یواځې د افغان وژنې اور پراخ او تودېږي .
دا استدلال چې ګواکې د طالبانو مقاومت د بهرنیو پوځونو دشتون لامل دی ،یوه غولونکې خبره ده ،دا ځکه چې دا خو امریکا وه چې دخپل پخواني پلان له مخې یې په نیویارک د ترهګریز برید په پلمه افغانستان ونیو او د طالبانو امارت یې ړنګ کړ. دامریکایي نیواک په وړاندې د طالبانو مقاومت معلول دی نه علت . په هېواد کې جګړې دامنیتي تړون یعنې امریکا ته د نهو پوخي اډ و ورکولو وروسته زور واخیست . دلته مهمه مسله دامریکا د پوخې شتون دوام او د ملي حاکمیت څرنګوالی دی ،نه د پوځیانو د شمیر کچه . زه دهغو شنونکو سره چې وایی که طالبان د دولت سره یوځای هم شي او بهرني پوځونه په هېواد کې موجود وي ، سوله نه شي راتللی همغږی یم ،دا ځکه چې امریکا په منځنۍ اسیا کې د خپلو پلانونو دپلي کولود پاره لا وار د مخه داعش جګړې ته په افغانستان کې را د ننه کړیدی .
د ډېرو شنونکو په اند د باعزته ، سراسري او پایښت لرونکې سولې لنډه لار داده چې افغان دولت ،د ښاغلي حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند ،وسله وال مخالفین (طا لبان) ، د هېواد ټول خپلواکي غوښتونکي او سوله خوښونکي ځواکونه په ګډه او تفاهم د یو موقت دولت په جوړولو سره سلا شي ،او په ښکاره امریکا او ملګرو ملتونوته د ناتو او امریکایي پوځي ځواکونو دوتلو موده په ډاګه کړي ،د بهرنیو لاسوهنو او تېري تضمین وغواړي .
د خپلواک ،سوله ایز اواباد لوی افغانستان په هیله . په درنښت
۱۹-۵-۲۰۱۷