د هوږې د كرنې اوروزنې لارښود
د كتاب پيژندنه:
د كتاب نوم: د هوږې د كرنې او روزنې لارښود
ليكونكى: پوهندوى احسان الله (احسان)
پروژه: د رالف ۰۱۰۴ پروژه
پلي كوونكي: د سبونړيوال مركز،ريليف انترنيشنل،IDE او د ننګرهارپوهنتون
مالي مرسته كونكي: د انګلستان دولت د نړيوال پرمختګ اداره د ايكاردا له لارې
ژباړه اوكمپوز: ډاكټر الهام الدين عظيمي او محمدجليل نيازى
د چاپ لمبر: ۲
د چاپ كال : ۱۳۸۵
دچاپ شمير: ۵۰۰ ټوكه
د پروژې په اړه:
درالف ۰۱۰۴ پروژه چې د بديل معشيت او ځيړنيزو ۱۱ پروژو له ډلې څخه ده دايكاردا (ICARDA) له لارې د انګلستان حكومت د نړپوالو مرستو د ادارې (DFID) په مالي مرسته منځ ته راغلې ده. دا پروژه په ګډه سره د سبو د نړيوال مركز(AVRDC) ريليف انترنيشنل (RI) ، ننګرهار پوهنتون (UN) او د تشبشاتو د پراختيا نړيوال مركز(IDE) لخوا پلې شوې ده. د رالف ۰۱۰۴ پروژه د افغانستان په ختيځ كښې د كوكنارو د كښت ، پراسيس كولو او تجارت په وړاندې د مناسبه سبو او لګيوميو يا پليو لرونكو فصلونو د معرفي كولو،ښه والي يا اصلاح كولو او انكشاف له لارې د يو بديل په حيث ګڼل كيږي.
د نوموړې پروژې هدفونه عبارت دي له:
• ديوې اساسي ټولنيزې اقتصادي سروې له لارې د سبو د كروندګرو په ګوته كول او تشريح كول.
• د افغانستان په ختيځ كښې د سبو د ورايټيو ټيسټ كول د تجربو له لارې.
• د وطني او خارجي سبود ډولونو د سرو اندازه،د اوبو لګولو اړتيا، د سبو د بوټو او قطارونو تر منځ فاصله او د سبو د كرلو او راټولولو د نېټو تجربه كول.
• د سبو د توليد لپاره د ارزانه شنو خونو او څاڅكينو اوبو د تكنالوژۍ معرفي كول.
• د لوړ ارزښت لرونكي سبو په توليد كښې د ښځو ونډې يا برخې اخستلو ته وده وركول.
• د سبو د توليد په تكنالوژۍ كښې د كروندګرو او د كرنې د پراختيا كاركونكو روزل.
• د وركشاپونو او د ماركيټ د نندارتونونو له لارې د كروندګرو او رانيونكو يا اخيستونكو يوځاى كول يا نښلول.
• د ارزښت لرونكو سبو په اړوند د كرنې، روزنې او توليد لارښودونو تيارول او خپرول.
داپروژه د ننګرهار ولايت په لسو ۱۰ سهيلي ولسواليو كښې د ۲۵ همكارو كروندګرو په پټيواو د ننګرهار ښار پوهنتون په تحقيقاتي فارم كښې پلې يا تطبيق شوه.
په دې پروژه كښې د سبو ښه ډولونه په ګوته شول. هغه ژمني سابه چې په ارزانه شنو خونو كښې كرل كيږي معرفي شول. هغه سابه چې د ارزانه څاڅكينواوبو د سيستم په وسيله كرل كيږي په علمي توګه همكارو او ګاونډي كروندګرو ته وښودل شول. د قطارونو د سيستم په شكل د سبو كرل عملي شول.
د اي پي ام (IPM) د اصولو په نظركښې نيولو سره د ناروغيو او حشراتو په وړاندې د سبو ساتنه او ژغورنه عملي شوه. د مناسب فصل راټولولو جدول د تيارولوو يا برابرولو په پام كښې نيولو سره كروندګرو ته زده كړه وركړل شوه.
نوموړې پروژه د ننګرهار پوهنتون د كرنې پوهنځۍ د وړتيا (ظرفيت) په لوړولو او همدارنګه په كليوالو سيموكښې د كروندګرو د اقتصاد په پياوړتيا كښې يوه ښه او مثبته اغيزه وښوده. په نتيجه كښې ددې پروژې ټولو همكارو كروندګرو او زيات شمير ګاونډي كروندګرو د كوكنارو د كښت په ځاى د سبو كرلوته مخه كړه.
د هوږې د كرنې او روزنې لارښود:
د هوږې غوټه يا ګنډه د يو شمير داسې پليو څخه عبارت ده چې په عمومي توګه د بې تيغه،پړسيدلو او ذخيره كوونكو قاعدو څخه جوړشوي دي . د هوږې تكثير يا زياتوالى د پليو د كرلو په وسيله په غيرجنسي ډول صورت نيسي. په هوږه كښې ځينې وختونه ګلونه تشكيليږي خو تخم وركې نه جوړيږي. د هوږې د فصل د وده ايز دوران څخه د تخم توليد په ځانګړي توگه وتلى يعنې وركښې شامل نه دي.د هوږې د فصل د يو وده ايز پړاو څخه بل وده ايز پړاو ته بدلون او همدارنګه په هر پړاو كښې د ودې او نموكچه د چاپيريال د شرايطو په وسيله كنتروليږي.
د تخم په مقصد د هوږې د غوټو يا ګنډو ساتل:
د هوږې غوټې يا ګندې په مناسبو شرايطو كښې ساتل كيږي. د هوږې د پليو يا تخم د زيرمه كولو يا ساتلو وړتيا د زيرمه تون د چاپيريال د شرايطو پورې اړه لري.
كه د هوږې د پليو د لمده بل اندازه يا كچه لوړه وي او د زيرمه تون هوا ګرمه وي نو داسې حالت كښې دهوږې تخم يا پلي په سرعت سره خوسا كيږي او لمنځه ځي.
د هوږې د غوټو يا ګنډو ساتل د سانتي ګراد په اونيم درجوكښې 7.5C دكرځخه وروسته په چټكتيا سره د تيغ وهلو سبب ګرڅي. هغه هوږې چې د سانتي ګراد په صفر درجه0C كښې يا د سانتي ګراد په شلو درجو20C كښْ وساتل شي په دواړو حالتونو كښې ورو شنه يا زرغونيږي. د هوږې د پليو د ټوكيدو يا زرغونيدو كچه د كر څخه وروسته د پټيو د تودوخې پورې هم اړه لري.
د هوږې كرل:
د هوږې غوټي يا ګنډې چې په مناسبوشرايطوكښې وساتل شي نو د كر څخه لږ وړاندې په پليو باندې بدليږي يعنې جداكيږي. د هوږې پلي چې د كرلو لپاره استعماليږي د يو څخه تر نهه ګرامو پورې وزن لري چې د څلورو څخه تر پنځه ګرامو وزن پورې اندازه يې غوره ګڼل كيږي. د هوږې د بوټو اندازه او د هوږې د غوټو يا ګنډو وزن د كرلو په وخت كښې د پليو د وزن په اساس زياتيږي.
د هوږې پلي په خاوره يا ځمكه كښې د دوه څخه تر درى سانتي مترو پورې ژور كرل كيږي . په عمومي توګه په يو متر مربع ساحه كښې نژدې ۴۰ د هوږې بوټي په نظركښې نيول كيږي. د هوږې فصل د پيداوار د زياتوالي سبب ګرځيداى شي . كه چيرې د هوږې د غوټو يا ګنډو اندازه مهمه نه وي نو د پراسس كيدونكي هوږې د لوړ حاصل لاس ته راوړلو لپاره په يو متر مربع ساحه كښې شپيته بوټي كرل كيږي
د هوږې وده يا انكشاف:
د كر څخه د مخكښې د زيرمې تودوخه د هوږې په انكشاف او د پاڼو په شكل يا بڼه باندې وروسته د شنه كيدو يا زرغونيدو هم اغيزه كوي.د سانتي ګراد د پنځه څخه تر لسو درجو (5-10C )تودوخه كښې د هوږې بوټي په سرعت سره وده او انكشاف كوي،پلنې پاڼې منځ ته راځي او هوږې د بوټو كاذبه تني هم ښه وده كوي. په زيرمه تون كښې د سانتي ګراد د شل درجو تودوخه د هوږې د بوټو د ورو ودې يا انكشاف او هم دا ډول په هوږه كښې دنرمو پاڼو او كاذبې تنې د ورو ودې سبب ګرڅي. د سانتي ګراد د صفر درجي تودوخه كښې د هوږې په بوټو كښې نرۍ پاڼې منځ ته راځي خو د هوږې بوټي ډير لوړيږي يعنې لوړ قد ښايي. په پټيو كښې د هوږې د پاڼو د څرګنديدو او هم د هوږې د پاڼو د غټيدو كچه د چاپيريال د تودوخې پورې اړه لري.
څرنګه چې د پيازو بوټي د ګنډو يا غوټو جوړولو لپاره اوږدو ورځو او لوړې تودوخې ته اړتيا لري همدارنګه د هوږې بوټي هم د غوټو يا گنډو د جوړولو لپاره لوړې تودوخې او اوږدو ورځو ته اړتيا لري.
د هوږې د غوټو يا ګنډو د ښه ودې او انكشاف لپاره ضروري ده چې تخمي هوږې لږ تر لږه د څلورو اونيو لپاره د سانتي ګراد په پنځه درجو تودوخه كښې زيرمه او بيا وكرل شي.
له بلې خوا كه چيرې تخمي هوږه لومړى د سانتي ګراد دشل څخه تر پنځويشتو درجو(20-25C) تودوخه كښې د څلورو اونيو لپاره په زيرمه تون كښې وساتل شي او ورپسې د يو څو اونيو لپاره د سانتي ګراد په پنځه درجو تودوخه كښې وساتل شي نو د كرڅخه وروسته د داسې تخمي هوږې د غوټو يا ګنډو وده يا انكشاف وروكيږي.
ددې څخه څرګنديږي چې د ټيټي تودوخې په وسيله په تخمي هوږه كښې د غوټو يا ګنډو د جوړيدو تيز انكشاف او وده د لوړې تودوخې په اغيزه يا اثر وروكيږي. او ځنډ وركښې راځي او دا اغيزه د پيازو په بوټو كښې هم ليدل كيږي.
د هوږې لپاره د سرو او اوبو اړتيا:
د هوږې د كرلو په وخت كښې اكثره فاسفيت لرونكې سره د هوږې د پليو شاه وخوا كښې او هم د يوې پتۍ په بڼه يا شكل د هوږې د پليو لاندې اچول كيږي.
دنايتروجن لرونكو سرو د ټاكل شوې اندازې څخه نيمايي د هوږې د كرلو په وخت كښې وركول كيږي او پاتې په سلو كښې پنڅوس برخه يې د هوږې وده ايز فصل ته د پسرلي په موسم كښې وركول كيږي. د پيازو د بوټو په څير د هوږې بوټي هم ژورې ريښې نه لري.
د هوږې د لوړ حاصل لاس ته راوړلو لپاره د هوږې د وده ايز فصل په دوران كښې د ځمكې يا خاورې په پاسنۍ برخه كښې تر ۳۰ سانتي مترو پورې لمده بل بايد وساتل شي. پدې اړوند لارښونه كيږي كله چې د هوږې د بوټو كاذبې تنې نرمې يا پستې شي او د هوږې د بوټو پاڼې چپه شي بايد فصل ته نورې
او به ورنكړل شي. د هوږې د فصل د راټولولو څخه دري اونۍ وړاندې بايد نوموړي فصل ته اوبه ورنكړل شي. كه چيرې د فصل د راټولولو څخه درى اونۍ مخكې اوبه بندول په پام كښې ونه نيول شي نو د هوږې غوټۍ يا ګنډي خوسا كيږي او غوټو يا ګنډو د پوستكي رنګ لمنځه ځي.
د هوږې ورايټي او سټرينونه:
د Allium په جينس كښې هوږه د پيازو نژدې خپلوانه ده او علمي نوم يې Allium sativum دي. هوږه ، پياز اونورخپلوان يې په اساسي توګه د سبو په څير د خوړلو لپاره كرل كيږي.هوږه ،پياز او داسې نور د روماتيزم، شري،والګي،زكام اوچرګانو دانو په دوديزه درملنه كښې كارول كيږي.
هوږي ، پياز اونورو د ميكروب وژنې ځانګړتيا وي د سلفر لرونكوموادو له كبله منځته راځي. څيړنو ښودلې ده چې د پيازو او د هوږې د غوټو يا ګنډو څڅه ايستل شوې اوبه ياشيره په وينه كښې قندونه، شحميات او د وينې د صفحوي ټوټو نښليدل راټيټوي او په وينه كښې د فبرينونو د جداكولو يا ماتولو پروسه زياتوي. ددې څخه دا څرګنديږي چې د Allium د كورنۍ نباتات لكه هوګه ،پياز او نور د
( Arteriosclerosis) يا د زړه د رګونو يا شريانونو د بنديدو او نورو د زړه ناروغيو مخنيوٰ ي كښې مرسته كوي.
په عمومي توګه هوږه د غوټويا ګنډو د توليد لپاره د هوږې د داسې نوعو( سټرينونو) څخه چې د سيمې دچاپيريال سره توافق ښايي او لوړ حاصل وركوي كرل كيږي.
د افغانستان په ډيروسيموكښې هوږه كرل كيږي او په ټول هيواد كښې په مصرف رسيږي.
د هوږې فصل نژدې د ټولو كورنيو باغچو يا پروګرامونوچې دنه ګټه اخستونكوموسسو او يا كروندګرو له خوا پلي كيږي يوه برخه ګڼل كيږي
د هوږې يوه زياته اندازه چې په افغانستان كښې په مصرف رسيږي د چين د هيواد څخه راواريديږي . د هوږې ډولونه يا ورايټي چې د چين څخه واريديږي په افغانستان كښې وخت په وخت يې شهرت زياتيږي.
دافغانستان په ختيځه سيمه كښې د هوږې د ورايټيو د توافق او حاصل معلومولو لپاره په ۵\۲۰۰۴ كال او ۶\۲۰۰۵ كال كښې د ننګرهار پوهنتون د كرنې په تحقيقاتي فارم كښې د هوږې د ورايټيو د ټيسټ كولو تجربه تر سره شوه.د هوږې څلور ورايټيۍ لكه چينايي كابلي، چينايي پاكستانۍ، سره هوګه او محلي وطنۍ هوږه باندې د ورايټيو د معلومولو لپاره د ار سي بي ډي (RCBD) يعنې دبشپړ تصادفي بلاك طرحې په د اساس په درى تكرارو كښې تجربه تر سره شوه.
د ګروندګرو لخوا ټاكل شوې د سرې اندازه يوريا( سپينه سره) ۲۰۰ كيلوګرامه او ډي اي پي ( توره سره) ۱۵۰ كيلو ګرامه په يوه هكټار ځمكه كښې واچول شوه.
لومړى جدول : دافغانستان په ننګرهار ولايت كښې دننګرهار په پوهنتون كښې په ۵\۲۰۰۴ كال كښې د هوږې د څلورو ورايټيو د توافق او حاصل معلومولو كچه:
دويم جدول: د افغانستان په ننګرهار ولايت كښې د د ننګرهار په پوهنتون كښې په ۶\۲۰۰۵ كال كښې د هوږې د څلورو ورايټيو د توافق او حاصل معلومولوكچه
احصايوي تجزيو وښودله چې د هوږې اصلاح شوي يا د هوږې واريد شوې ورايټيو لكه چينايي، چينايي پاكستانۍ،چينايي كابلۍ( چې البته ټولې يې د چين د هيواد څخه سرچينه اخلي) او فيل ډوله هوږه په ډيوس كښې د امريكايي پوهنتون څخه د سرې هوږې او محلي يا وطنۍ هوږې په پرتله لوړ حاصل وركړو.( لومړى جدول او دوهم جدول).
ددې مطالعې يا تجربې په اساس د هوږې د پورتنيو ښه ډولونو يا ورايټيو كروندګرو ته د افغانستان په ختيځه سيمه كښې د كرلو لپاره سپارښتنه كيږي.
د هوږې افتونه او ناروغۍ:
د هوږې د ناروغيو ، حشراتواو هرزه بوټو د مخنيوي د معلوماتو لپاره دې د پيازو د كرنې او روزنې لارښود ته مراجعه وكړى شي.
كله چې د هوږې غوټې يا ګنډې د راټولولپاره تيارې شي نو د يوې داسې الې يا چاقو په وسيله چې د ځمكې يا خاورې په لاندې يا دننه برخې كښې ريښې قطع كوي كار اخستل كيږي. په لوړه او وچه تودوخه كښې د هوږې غوټې يا ګنډې په پټيو كښې د وچولو لپاره پريښودل كيږي.دپاڼو د پاتې شونو په وسيله په سوري كښې د هوږې غوټې يا ګنډې د لمر څخه د ژغورل كيږي. د هوږې د غوټو يا ګنډو څخه وچ شوې پاسنۍ برخې او ريښې لري كيږي او هوږه په كڅوړو يا هوادارو كندوګانوكښې د دوو مترو په ژوروالي ساتل كيږي . كه چيرې باران يا پرخه د هوږې د فصل راټولولو په وخت كښې زياته وي نو بيا هوږه دننه په زيرمه ځايونوكښې ساتل كيږي. د ماشين په وسيله د هوږې فصل د راټولولو لپاره د الوګانو د فصل د راټولولو ماشين هم كارول كيږي. د پراسس كيدونكې هوږې د راټولولو او يو ځاى باره كولو لپاره ميخانيكي طريقه ښه بريښي.
په افغانستان كښې د خشاوې دلور په وسيله يا ديوې ځانګړې آلې چې رمبى نوميږي په مرسته د لاسونو سره هوږه راټوليږي. په پټيو كښې اكثره ايستل شوې هوږه د قطارونو په بڼه تر دريو ورځو پورې پريښودل كيږي ترڅو وچه شي.په زياتره وختونو كښې په ځانګړې توګه كله چې تجارتي ډوله هوږه راټوليږي نو د هوږې د ګنډويا غوټو پاسنۍ برخي دچاقو لور ياستور په وسيله پرې كيږي. د هوږې باره شوى يا امبارشوى غوټې بيا د كثافتونو اود پاڼو د پاتې شونو څخه پاكيږي. وزن كيږي او جالي دارو كڅوړو كښې بنديږي او په يخو ځايونوكښې زيرمه او يا ماركيټ ته عرضه كيږي .
په هغي صورت كښې چې هوږه د كور د استعمال لپاره كرل كيږي نو ځينې كروندګر د هوږې د ګنډو يا غوټوپه يوځاى د امبار كولو په ځاى هوږه غونچه يا ګيډۍ كوي او زياتره وختونه يې ځوړندوي او يايې په يخ سورى لرونكي او هوادار ځاى كښې ساتي. ځينې كروندګر د هوږې د راټولولو څخه وروسته هوږه د يو څخه تر درى ورځو پورې امبار كوي. هوږه بيا په خلاصو پيټارونو كښې په داسې كڅوړو كښې چې هوا ترې تيريږي يا د كورونو په يخو سوري لرونكو ځايونوكښې ځاى په ځاى كيږي.
Bibliography
Brewster, J. L .1994. Onion and other vegetable Alliums.
CAB International.
Brewster , J.L. 1997.Onion and Garlic. Crop and Weed Science Department ,Horticulture Research International, Wellesboure, Warwaick CV35 9RE, UK , 4 Holly lodge. CAB International.
Brewster, J . L . 1994. Garlic Physiology. CAB International.
Ehsan, Ehsanullah. 2007. AVRDC-The Word Vegetable Center. Onion Production Manual. A Brochure Submaitted to DFID.
Ehsan, Ehsanullah. 2006. AVRDC-The Word Vegetable Center. Fourth Six Monthly Report. Submitted to DFID.
Howard F. Schwartz and S. Krishna Mohan. 1995. Compendium of Onion and Garlic Diseases.
The American Phytopathological Society. APS PRESS 5160PK.