دلوکاټ روزنه


سريزه
په قرانکريم کي دباغونو او ميوي په هکله داسي راغلي دي: (( فانبتنا فيها حبا○ وعنبا وقضبا○ وزيتونا ونخلاَ○ وحدايق غلبا ○ وفاکهة واباَ ○  متاعا لکم ولانعمکم... سوره عبس (ايت٢٧-٣٢)
ترجمه : په تحقيق سره مونږ راشنه کړي دي له ځمکي څخه داني او انګور اوسابه زيتون اوخرما اوګڼ باغونه ،ميوي اوڅړځايونه چي ستاسې او دستاسې دڅارويولپاره پکې ګټې نغښتي دي.
دلوکاټوعلمي نوم Eriobatrya japonica دي او دلومړي ځل لپاره په چين کې پيژندل شويدي .دا يوه معلومه خبره ده چي هره ميوه دانسانا نو لپاره يو خاص ارزښت لري ،او لوکاټ هم داسې يوه ميوه ده چې دانسانانو په ټولنه کې بې ارزښته نه شميرل کيږي. لوکاټ داسې يوه ميوه ده چې ونه يې دکال پر اوږدوکې دشنو پاڼو درلودونکې وي، دا دلوکاټو دميوې په کورنۍ کې دلوکاټودونې يوازنى خاصيت دي او ميوه يې دغذايي ارزښت له خوا دمڼې ميوې ته ورته والى لري (١)
لوكاټ په افغانستان کې دچکترواو نارنجوورسته پخيږي چې نورې ميوې په دې وخت کې نه وي رسيدلې ،دلوکاټو ونه لوړقدلري چې له دې کبله دمحيط دهوا دپاکوالي سره مرسته کوي (٢).
لوکاټ دنړۍ په کچه په لږاندازه سره روزل کيږي نو دلوکاټو په باره کې په پخوا وختونوکې څيړونکو څيړنې نه وي کړي او دهغي داړتياؤپه هکله معلومات موجود نه ؤ مګر په تيره لسيزه کي بعضوڅيړونکو دلوکاټو په هکله علمي څيړنې وکړې او دهغې دمختلفو اړتياؤ په باره کې ئې معلومات وړاندې کړل، همدسبب ؤچې دلوکاټو روزنه په حاره او نيمه حاره اقليم درلودونکو سيمو کې مخ پر زياتوالي سره روانه ده . په اوسني وخت کي په هند کي په ١٥٠٠ هکتاره ځمکه کې لوکاټ روزل کيږي (٤).
په افغانستان کې دډيرو پخوا زمانو را پدې خوا لوکاټ روزل کيدل ولې دا چې په افغانستان کې دديرش کلنې جګړې په اوږدو کې هيچا دافغانستان دلوکاټو په باره کې څيړنې نه دي کړې تنها دافغانستان الوکاټو په هکله دري لسيزې وړاندې داکتر بازمحمد (شيرزاد) دتل شنو پاڼو ونو ميوې په کتاب کې دلوکاټو په هکله يوه اندازه ليکنې کړيدي او هغه هم ډيره اندازه څه نلري دا ځکه چي په هغه وخت کۍ دلوکاټو په باره کۍ علماؤ څيړنۍ نوۍ ترسره کړۍ او زياتۍ اړتياوي ئي معلومي شوي نوي (٢).

دلوکاټو منشااوتاريخچه
دلوکاټواصلي ټاټوبى چين دي سره له دې چې لوکاټ په جاپان کې هم ترروزنې لاندي نيول شويدي وروسته له همدې ځايه دنړۍ نورو هيوادونوته ليږدول شويدي (١،٤).
  لوکاټ دنړۍ په استوائي هيوادونو کې په زياته کچه ترروزنې لاندې نيول شويدي دا ځکه چې لوکاټ يو دهغه ميوو څخه ده چې په حاره اونيمه حاره اقليم درلودونکو سيمو کې ښه وده کوي .
    نن سبا دنړۍ په اکثره هيوادونو کې لکه استرليا ،جنوبي افريقا ،چين ،هند پاکستان او همدارنګه په افغانستان اوداسې نورو هيوادونوکې روزل کيږي په هند کې لوکاټ دلومړي ځل لپاره په شهرپور کې کښت شول وروسته دهند په نوروځايونوکې ترروزنې لاندې ونيول شول لکه ډهرانډون ،ګجراټ،خانپور، آسام ،ډهلي او دهندپر جنوبي غونډيو کې وکرل شول (٤).
  دپاکستان په پنجاب،لاهور ،لاورپنډۍ او نورو ځايوکې تر روزنې لاندې ونيول شول . اودافغانستان پر ځينوسيموکې له پخوازماني راپدې خواپرغيرتجارتي شکل روزل کيږي مثلاپر ننګرهار،قندهار ،کنړونه،لغمان ،خوست اوځينونوروځايونوکې روزل کيږي (١،٢).
   په اوسني وخت کي دنړۍ په سطحه لوکات په هند کې زيات روزل کيږي چه تقريباپه١٥٠٠ هکتاره ځمکه باندې لوکاټ روزل کيږي په لومړيووختونو کې په هندکې لوکات دجاپانۍ ميوې په نوم ياديدل چې اوسني هندوان هم لو کا ټ ور ته واي .
   لنډه داچې لوکاټ دنړۍ په کچه په کمه پيمانه روزل کيږي بيا هم په اکثره مديتراني هيوادونوکې په تجارتي او غير تجارتي ډول سره روزل کيږي (٣،٤).

دلوکاټو اقتصادي ارزښت
 لوکاټ دنړۍ په سطحه لږ روزل کيږي له همدې کبله دنړيوالوپه اقتصاد کې ډير ارزښت نلري ولې بيا هم په يوشميرباندنيو هيوادونوکې لکه استرليا، جنوبي افريقا ،دامريکا په ځينو سيمو کې ،چين ،هندوستان اوداسې نوروهيوادونوکې تريوې اندازې پورې دتجارتي اواقتصادي ارزښت څخه برخمن دي ترټولوزيات اقتصادي ارزښت په استرليا او هندکې لري (٤).
   دري لسيزې وړاندې په پاکستان کې دليدو وړاقتصادي ارزښت نه درلود ولې په اوسني وخت کې لوکاټ په پاکستان کې هم په تجارتي ډول سره روزل کيږي .
   په افغانستان کې لوکاټ يو له هغه تل شنوپاڼو لرونکو ميوو څخه شميرل کيږي چې وروسته له نارنجو اوچکترو څخه په ډيره کمه کچه روزل کيږي اودا هم په محلې شکل سره پرته له دې  چي لويومارکټونوته انتقال شي په مصرف رسيږي .
   لوکاټ دخپلې نباتي کورنۍ دنوروميووپه شان لکه مڼه،ناک اوداسې نوردافغانستا ن په تجارت او اقتصادکې خاص ارزښت نه لري (١).
   اونه دهغې په هکله تراسه پورې چاعلمي څيړنې اوليکنې ترسره کړې دي . اونه دافغانستان دلوکاټودډولونواوکرنيزوعملياتواوضرورتونوپه هکله کوم علمي معلومات په لاس کې لرو، اونه هم بازارته دوړاندې کولو په نيت چا دلوکاټوباغونه اونيالګي روزلي دي اونه هم هغوسيموته چي اقلمي شرايط ئي دلوکاټو دروزنې لپاره چمتودي لکه خوست ،قندهار،هلمند ،اوداسي نورو
ځايونوته دلوکاټو دډيرونې اورواجولولپاره دلوکاټو نيالګي اوتخمونه انتقال کړي (١،٢).
نباتي ځانګړتياوي
لکه څنګه چي هرنبات ځان ګړې بوتانيکي مشخصات لري لکه دهغې علمي نوم طبقه بندي ،تکثيراودډيروني لارې چارې ،کلتوارونه ،دزخو توليد ،ګرده افشاني اودهغې طريقې اوداسې نور نولوکاټ هم دنباتي ځانګړتياووڅخه برخه من دي چي په لاندي ډول سره تشريح کيږي .
دوني د ميوي اوپاڼې شکلونه په پورته شکل کي تر سترګو کيږي.

طبقه بندي :
دلوکاټوطبقه بندي په لاندې ډول ده :
لوکاټ د Rosalesپرآردر او دRasaceae په کورنۍ اودEriobotrya  په جنس او همدارنګه دPomoibeae په فرعي (سب) کورنۍ پورې اړه لري اود لوکاټو علمي نوم Eriobotrya  japonica   دى دې فومودي پرټوله کورنۍ کې لکه مڼه ، ناک، بوهي ، يواځې لوکاټ داسې ميوه ده چې ونې يې دتل شنو پاڼودرلودنکې ده (٢) .

دلوکاټوډ يرونه :
   دلوکاټو ونې پر زوجي او غيرې زوجي ډول سره ډريږي  پرزوجي ډول سره لوکاټ دزړو يعنې تخمونو باندې ډيريږي دلوکاټوتخمونه داستراحت دوره نلري کله چې دميوې څخه راويستل شي دټوکيدو (Garmanation ) قدرت لري. تخمونه يواځې دنيله بوټو دتوليد او نباتي نسل ګيرۍ لپاره استعماليږي (١،٤) .
اوپرغير زوجي ډول سره دلوکاټو ډيرونه په څو طريقوسره ترسره کيږي لکه :
زخه پيوند (Buding ) قلمه (Cuting ) شاخچه پيوند (Grafting ) چې لوکاټ دشاخ پيوند په پر تله د زخې پيوند په واسطه ښه او آسانه ډريږي ، ځکه چې زخه پيوند لومړى وده کو ي او بياوروسته فلويم ښه نه تشکيليږي او پرپاى كښې زخه پيوند له ناکامي سره مخ کيږي (١) 
که چيرې لوکاټ دزخې پيوند په واسيطه پيوند شي نو زخه به له داسې نودو څخه اخلو چې نوې نموئې له ٣ مياشتو څخه  تريوکاله پورې رسيدلې وي ولې که زخې له يوکلنې نودې څخه تيارې کړل شي، دابه ښه پايله ولري (١، ٤) .
زخه به دنودې له داسې برخ څخه اخستل کيږي چې دپاڼو موجوديت پکې نه وي يعنې دنودې هغه ساحه بايد انتخاب شي چې پاڼې يي توئ شوې وي (١)
پرښاخ پيوند کې د رز پيوند (cleft grafting ) ښه نتيجه ورکوي دښاخ پيوند لپاره هم بايد ساينScion  له يوکلنې نودې څخه بايد تيارشي ښاخ پيونداو زخه پيونددواړه په مني کې ترسره کيږي، دلړ م دمياشتې څخه شروع اودلندۍ دمياشتې تراخره پورې صورت نيسي په ګرمو سيمو کې دمرغومي او سلواغې په مياشتو کې اچول کيږي .
دقلمي پواسطه دلوکاټو تكثير دخاصو شرايطو لاندې ترسره کيږي ممکن ستونزې ولري او ليرنګ په ذريعه سره دلو کاټ ډيرونه ٣% د (NAA) هارمون ته ضرورت لري (١، ٤) .
دلوکاټو لپاره نيله بوټي (Rootstock) دلوکاټو له تخمونو څخه تياريدلى شي چې (seedling) نيله بوټي ورته ويل کيږي او نور (Rootstock يامورنى پائي کولاي شو دمڼې ، ناک ، املوک ، او بوهي دونو څخه په لاس راوړو .
که چيرې بوهي دلوکاټو لپاره دنيله بوټېي په څير استعمال شي دلوکاټ ونه ډيره کوچنى ( Dworf) کيږي او ډير حاصل ورکوي (١، ٤)
داهم بايد په يادو ساتل شي چې دلوکاټ تخمونه که هر څومره خالص ( truetotype) توليد کړل شي بياهم خپل مورني او لومړنى نبات ته ورتوالى نلر ي . بايد کوښښِ وشي چې لوکاټ دزړو او تخمونو نو په واسطه سره تکثير نه کړل شي.

کلتيوارونه :
دلوکاټو ډولونه دهغې دمنشا او دحاصل درسيدلو پراساس سره نومول شويدي چينائي ډولونه او ږد شکل لري او رنګ ئې نارنجي وي او چاپاني ډو لونه دشکل له نظر ه سلنډري او رنګه ئي سپين ډوله وي او کوچنۍ ميوه لري . دلوکاټو بعضې مهم کګلتيوارونه لکه : tanaka,Improvedgolden,goldenyellow,Earlyviz,Califorinia,Advonceاوداسې نورې هم ترسترکو کيږي (٤) .
Califarinia Advance  :  هغه ډول دى چې وروسته پخيږي او ميوې کيفيت يي ښه دشکل له مخې اوږده ميوه توليدوي چې پره تجارتي شکل سره په (Up) کې روزل کيږي
 Fireball  : داډول هم په (up) کې ترروزنې لاندې ترزياته پيمانه نيول شويده او ميوه ئې ګرده ، سورمائي رنګ ، دخوند له پلوه هم ښه خوندوره ده او ښه کيفيت لري
Gloden yellow : ددې ډول ميوه زيړ رنک لري او ميوه ئي نرمه ده دخوند له پلوه ښه خوندلري ميوه زرپخيږي او دقميت له پلوه ارزانه ده
Improvdpalyellow   :  داډول هم په (up) کې زيات روزل کيږي ميوه ئي وروسته پخيږي دميوه رنک ئې سورمايي دى .
Large agara : داکلتيوار وروسته پخيږي ميوه يي ښه کيفيت لري او رنګ زيړ ته ورته والى لري دمارچ دمياشتې په اوله هفته کې پخيږي ددې ډول وحشي ډولونه او س هم په (up ) ليدل کيږي اوداډول په (up ) کې زيات روزل کيږي . (٣، ٤)
   
حشري اوناروغۍ
دهندپه ځينوځايونو کې دلمړ ي ځل لپاره لو کاټ په ناروغيو ككړ شول ځينې  ناروغۍ اوهغه حشرې چي پرلوکاټو يرغل کوي په لاندي ډول دي.
 :داداسي يوه حشره ده چي دونوپه تنوباندې Bark- eating- caterpillar
دسوريو سبب ګرځي اوياهمدارنګه دونوتازه شاخونه خرابوي داحشره په زيات شميرنورو  ونو کي هم ليدل کيږي لکه منګو، لاچي، ګواوا، اوداسې نور،ددې حشرې دمخنيوي لپاره بايد ١%دپراتين ايموليشن محلول په هغه سوريوکې واچول شي چي په ونه کي منځ ته راغلي وي ، اوکه چيري په کلوروفارم اويا په کاربن باي سلفيت باندې پخته ککړه شي او هغه سوري ورباندي بند کړل شي نو دا حشره به په ښه توګه لمنځه تلاى شي.
   تريپس Trips  :-    دادا حشره د لوكاټوپه ځينو ورايټيو پرګل يرغل کوي او له منځه يې وړي، ددې حشرې مخنيوي پر ٠.٠٥%محلول چي داوبو اوDimethoate  کيمياوي مادې څخه تيارشوى وي په ښه توګه کيږي دا محلول به پرحشرې ككړو ښاخونو باندې پاشل كيږي .
  Fly   Fruit:-داهغه حشره ده چي دميوې دتويدو اوخرابوالي سـبب کيږي ددې شرې دمخنيوي لپاره دDimethoate   کيمياوي ماده د1mg په اندازه په 1Liter  اوبو کې حليږي اووروسته ورباند ي پاشل کيږي .
    Die_baek   دادنبات د هغه برخو د ميكروبي کيدو سبب کيږي چي مخکې زخم شويوي او خپله ددې ناروغۍ عامل په ونه کې زخمونه نه شي رامنځ ته کولاى
  Scales:- داديوداسې حشرې له خوارامنځ ته کيږي چي دونې په لوړوقسمتو نوباندي يرغل کوي  اودونې پاڼې اوځوانې تنې اوځانګې ترتاثيرلاندي راولي، مخنيوي ئي کلورو پايبرسيس 0.05% محلول سره کيږي (٤).

دلوکاټو دغوټيو(Bud) توليداوانکشاف
دلوکاټوونې ګردې اوتر٨ متروپورې لوړيږي ،په عمومي ډول سره دلوکاټوپاڼې له١٢ څخه تر٢٥ سانتي متروپوري اوږدې اود٥.٧ څخه تر١٠ سانتي متروپوري سورلري اورنګ ئي تياره شين دي (١).
   دلوکاټوخاښونه موسمي وده لري چې ترټولونه دپسرلي دموسم وده يې زياته وي کله چي توليدشوي نوي خاښونه (ځانګې) خپله بدني وده وروکاندي نوبيادهغې په څوکه کې مرکبه زخه پيداکيږي دلوکاټوڅانګه يوښاخ ډوله دځونډي په شان چي (Brnachedpanicles) ورته وائي نودي لري چي دهرې نودې په څوکه کې څومرکبې زخې موجودې وي چېددې مرکبوزخوڅخه د٤٠ نه تر١٠٠ پوري ګلان توليديږي (١).
    دلوکاټوګلان دمني په موسم کي غوړيږي اوميوه نيسي چي دهرې نودې په څوکه کې له١٠ څخه تر١٢ پوري ميوي توليديږي اونورګلان دهغې دودې اوانکشاف په مختلفو مرحلوکې له منځه ځي که چيري دپسرلي دودي په واسطه دتوليدشوي نودې په څوکو کې دبدني ودې په ځاى دګلانوزخې توليدشي نوپه بل موسم کې دتوليدشونودې په پرتله ډيرشميرګلان په ميوه بدليږي (١).
   په نيمه حاره سيموکې چې نورمال سوړژمى لري دلوکاټوميوه نيول پداسې عواملولکه دخاور ې قوت ،داوبومقداراودونودتيركال  په حاصل پوري اړه
 لر ي،په اقليمي شرايطوباندې زياته اړه نه لري حال دا چې په حاره سيموکې چې سوړ ژمي نه لري ښائي چي په يوکال کې دري ځله ګلان توليدشي هغه ګلان چي دريم ځل توليديږي ميوه نيسي دشمالي نيمي کرې په متعدله سيموکې لوکات دجدې اودلوې په مياشتوکې ګلان کوي(١،٢).

ګرده افشاني (Pollination) :-
دلوکاټوزيات ډولونه په ځانګړي ګرده افشاني سره ميوه توليدکولاى شي ولې داهم بايدووايوچې ګډه ګرده افشاني (Cross Pollination) دلوکاټولپاره زياته ګټه لري (١).
   په لوکاټوکې بعضې  ورايټي شته چي   Cross pollination  ته ضرورت لري اوهغه ورايتي دself in compatibility   خاصيت لري دلوکاټودباغ جوړونې پروخت کې بايد زيات فکروشي چې داسي ورايتي کـښت شي چي هغه يوله بله سره موافقت ولري  او (compatible ) وي دلوکاټوبعضې ورايتي يو او بل ته ښه ((pollinozer کيدلاي شي د(tanaka)کلتيوار د (Coli forniadvana) او( Goldenyellow سره بايد يو ځاي وکرل شي اونانا ،کاهو دهغوي لپاره يوښه ګرده انتقالونکي په ډول کار ورکوي.(٤)

کرنيز عمليات
لوکاټ دنورو نباتاتو په شا ن مختلفو کرنيز و عملياتو ته اړتيا لري لكه اوبه لګول ،سره ،للون،دميوې ړنګړي کول ،دميوې زيرمه اوهمدارنګه نوركرنيزعملياتو چه په لاندي ډول سره تشريح کيږي .

خاوره اواقليم:
دلوکاټو لپاره لمړى ضرورت حاره اونيمه حاره يي اقليم دي چي د کلني باران اندازه يي له ٥٠-١٠٠ ملي مترو پورې وي او همدارنګه لوکاټ په هغو سيموکې چې د بحر له سطحې څخه يي لوړوالي ٢٠٠٠ متره په اندازه  وي د روزني امکانات شته .
لوکاټ د يخو هنې په وړاندې يوه اندازه مقاومت لري او همدارنګه لوکاټ تودې هو اته هم اړين دي.
لوکا ټ د سړې هواپه وړاندې تر منفي لس درجو مقاومت لري او ونه يي ژوندۍ پاتې کيږي ،مګر ميوه اوتخم يي د منفي څلور سانتي ګيراد کې له مينځه ځي او ميوه يي له وني څخه رابليږي (١).
د لوکاټو لپاره ګردجنه او غبار لرونکي هو ا ښه نه ده ځکه چي په دا ډول هوا کي د لوکاټو ميوه په ښه کيفيت سره لاس ته نه راځي او په قندي موادو باندې يې بده اغيزه کوي د لوکا ټو دروزنې لپاره د خا ورې په اړه بايد وويل شي چې لوکا ټ دنورو ميوو د ونو په شا ن ډيرې ريګي او يا ډيرې مټينې خاورې ته ضرورت نه لر ي،منا سبه خاوره د لوکا ټو د باغونولپاره سپينه رنګه لوم خاوره ده ،خاوره بايد په ښه ډول سره ذهکشي شوي وي او هم د لاندنيو اوبو سطحه يي بايد لوړه نه وي ،ځکه که چيري د لوکاټو د نيلو اوږدوالى واټر ټيبل ته ورسيږي د اوکسيجن د كمښت سره مخ کيږي او دونو لپاره زهري تما ميږي (٤).
خاوره بايد نرمه د هوا مناسبه اندازه پكښې موجوده وي او ضروري عنا صر هم په خا وره کې ډير مهم شميرل کيږي چه لوکا ټ ورته ضرروت لري.
نو با يد داسي خاوره انتخاب کړل شي چه د لوکا ټو د اړتيا وړ غذايي مواد ولري (٢).

خړوبونهIrrigation :
څرنګه چې دلوکا ټو ونې پلنې پا ڼې لري نو له همدې کبله ښايي چې د لوکا ټو د پا ڼو څخه د اوبو د تبخير اندازه هم زياته وي او اوبو ته ضرورت ولري ،خو علمي څيړنو ښودلې چې لوکا ټ سطحي نيلې لري چه زياتې نيلي يې د ٧٥-١٠٠ سانتي مترو پورې په ځمکه کې ښكته نمو كوي (١) .
ويل کيږي چه په هغه سيمو کې چه زيا ت باران وريږي اود بارانونو ترمنځ يي وقفه لنډه وي لوکا ټ په لمړيو کلوکې د باران له اوبو څخه پوره اندازه استفاده کوي او خړوبونې ته اړتيا نشته ،مګر که چيرې د ژمي او اوړي په موسمونوکې د بارانونو تر منځ وقفه اوږده شي په داسي وخت کې
خړوبولو ته اړتيا ليدل کيږي.
د هغو سيمو لوکا ټ چه باران يې کم او دبارانونو ترمينځ يې وقفه زياته وي لکه افغانستان بيا دلوکا ټو ونې په يومنا سب دوران سره خړوبولو ته اړتيا لري چه د  ددي دورا ن په بعضي سيموکي په ٧ ورځو کي او په ځينو نورو سيمو کي ددي دوران د پوره کولو لپاره د ٧-١٤ ورځو پور ي توپير کوي (٣،٤).
.   داهم بايدهيرنه کړو چي لوکاټ دډنډواوولاړواوبوسره حساسيت لري ،اوبه بايددلوکاټوباغ کې ونه درول شي لنډه داچې بايدلوکاټوته داقليم اوخاورې په نظر کې نيولوسره ددوى داړتياوړاوبه ورکړل شي

دسرې استعمال
   دې کې شک نه شته چې لوکاټ لکه دنورونباتاتوپه شکل ټولوضروري عناصروته اړتيالري څولسيزي وړاندي په دې اړه پوره معلومات نه و په اوسني وخت کې څيړونکو پدې هکله څيړنې کړې دي چې دلوکاټو وني ته څومره اوپه کومو وختونوکي کوم ډول سره ورکړل شي .
   دونودکښنولوپه وخت کې بايد ٦٠ کيلوګرامه مخلوط کود(FYM)  واچول شي داسره داچولو ترمخ بايد په ښه توګه سر ه ورسته شوې وي اوددې کودنسبت بايد ١٠،٥،١٠٠ په اندازه باندې وي (٤).
    نورکيمياوي کودونه په اوله خړبولوکې دتلي ،اکتوبر په مياشت کې بايد ورکړل شي ونې کوددهغې دعمرمطابق و رکول کيږي ځوانې اوکوچونۍ ونې دزړواولويوونوپه پرتله زيات کودته ضرورت نه لري ځوانو ونوته دټاکل شوي کوداندازه بايدپه دوبرخووويشل شي اوپه دومختلفووختونوکې ورکړل شي په عمومي ډول دلوکاټوونوته بايد کوددوه ځله ورکړل شي اول ځل دميوې دراټولولوڅخه وروسته اوبل ځل دلومړي ډراف (ميوې تويدو)څخه وروسته ورکړل شي په اول جدول(۱) کې دلوکاټولپاره دهغي عمرپه نسبت دنايتروجن ،فاسفورس ، FYM کودونواندازه په مکمله توګه تشريح شويده چي په جدول کې معلوميږي دوني دعمرپه زياتيدوسره دکودمقدارهم زياتيږي (٤).

   دلوکاټو پرباغ کې دنور کښت کرل هم ترسره كيداى شي، دلګيوم دکورنۍ بوټو کرل په باغ كښې گټوردي ترڅوچې دهوا نايتروجن په خاوره کې نصب کړي اودلوکاټودونو داستفادي وړګرځي .دگډكښت لپاره بايد دونوترمنځ فاصله زياته وي په منځني توګه دلوکاټودونوترمنځ فاصله ٨ متره اټکل شوې ده ولې بياهم دونوترمنځ فاصله دهغې دمورني پايئ او دخاورې په ښيرازۍ ،اوورايټيو پورې اړه لري (٣.٤).

دلوکاټودباغونودخاورې ساتنه
  دلوکاټودباغونودخاورې دساتنې  څخه مقصددادى چې دباغ خاورې بايد بې ځايه خرابې نشي اوله سوليدلوڅخه وژغورل شي اوهمداډول دخاوروفزيکي جوړښت اصلاح اوخاورې وکولي شي ترمناسـب حده خپل لندبل وساتي دلوکاټودباغودخاورې ساتلولپاره څولارې شته دي چې پرلاندې ډول سره تشريح کيږي(١).

   ١:- هميشني  چمن :- ځينې مالياران پرهميشني توګه نباتات کري چې پردې ډول سره مالياران دخپلو باغونوسطحې تل شنې ساتي اوباغونوته داامکان برابروي چې دهغې دخاوري له منځلوڅخه مخنيوى وکړي اودميوې دښه رنګ اخستلولپاره په باغونوکې ګرداودوړې له منځه يوسي .
   لکه څنګه چې دباغونوپه منځ کې دنورونباتاتوکرل اوبه اونورغذايي عناصر په مصرف رسوي نوپه هغوځايونواوباغونوکې چي هلته دنايتروجن اواوبوکمښت ليدل کيږي په دي ډول دخاوري ساتلوڅخه ډډه وشي(١) .

٢.دباغونواړونه(قلبه):- دژمي په موسم کې طبيعي نباتاتوته اجازه ورکول کيږي چې دلوکاټوپه باغونوکې وده وکړي مګردکال په نوروفصلونوکې د درى ياڅلور ځله خړوبونې څخه وروسته دلوکاټوباغونه يوځل په بيل يادسک باندې سرسره کي اړول کيږي چې په دې توګه سره ناوړه بوټي له منځه ځي ،دخاوري فزيکي حالت ښه کيږي ،دخاوري سوري زياتيږي اوخاوره نرميږي .
    بايدپه دې ډول خاوره ساتنه کې ډيره پاملرنه وشي چې دلوکاټونيلوته دقلبې په وخت کې زيان ونه رسيږي ځکه چې دلوکاټونيلې په سطحي ډول سره په خاوره کې موجودې وي (١).
٣.دکيمياوي موادوپه واسطه دنامطلوبوبوټومخنيوى :- ددې لپاره چې دقلبې په واسطه کوم زيانونه لوکاټوته متوجه کيږي له منځه ولاړشي نوځينې مالياران دلوکاټوپرباغونوکې ناوړه بوټي دکيمياوي موادوپه واسطه سره له منځه وړي سمازين(Simazine) هغه کيمياوي ماده ده چې دلوکاټوپه باغونوکې دناوړو بوټودله منځه وړلو لپاره ورڅخه کاراخستل کيږي(١،٢).

دميوي ړنګړي کول
  لوکاټ يوسخت زړې ميوه نده لکه دمڼي په شان ځينې نودي اوزخې ئي يوکال اوځينې نورې ئي بل کال ميوه نيسي ګلان ئي په مني اوبعضي ځايونوکې دژمي په مياشتوکې سپړيږي اودلوکاټوګل له ٣ځخه تر٥پورې کارپلونه ،٥ پيټلونه،٥ سيپتلونه لري (١،٣)
   لوکاټ دبعضوونوپه شان په هرکال کې يوزيات شميرګلان تشکيلوي چې هغه لړنګړي کولوته اړتيالري دلوکاټودميوې ړنګړي کول دجوزاتر١٥ يامي تراخره پورې کيدلاى شي دميوي ړنګړي کول چې هروخت ترسره شي بې ګټې نه وي ولي بياهم که دميوې دلومړى ځل ښکاره کيدو په وخت کې ترسره شي زياته ګټه لري .
  دميوي ړنګړي کول د وده ايزکال په اوږدوکې دوني د ودې اوميوې ترمنځ موازنه برابره وي اوبل داچې د(Alternating  bearing) دمخنيوي لپاره ښه لاره بلله کيږي که چيرې داقليمي ناوړه پيښوپه واسطه دلوکاټوګل ياميوه له منځه لاړه شي په راتلونکي کال کې هغه نودې چې حاصل ئي په تيرکال کې له منځه وړل شوى اوهغه نودې چې سږکال يې دميوې کولوواردى ټول په همدې کال ګل اوميوه توليدوي نوپه راتلونکي کال کې به ونه په متناوب ډول سره ميوه نيول غوره کړي ددې پيښې دمخنيوي لپاره بايد له ړنګړي کولو (Tiniag)    څخه کار واخستل شي .
   په هرفصل کې ميوه اودميوې غټوالى دتير کال دميوو پرغټوالي اودباغ پرپالنه اوهمدارنګ دسږني کال دپاڼوپرساحې اواندازې پورې اړه لري يعنې هرڅومره چي پرونه کې پاڼي زياتې اوغټې وي پرهمغه اندازه سره دميوې جسامت هم لوى وي اوبل داچې هرڅومره دلوکاټوميوه ړنګړي شي دکال لپاره زياته ميوه غټوي نوبايددلوکاټوميوې بې زړه سويه ړنګړي کړل شي ترڅوپه راتلونکي کال کې ورڅخه ښه حاصل لاسته راوړو (١،٢،٤).
     لکه څنګه چې دزړو(خستې )مقدار دخوراکي برخې په پرتله زياته برخه تشکيلوي نوله همدې سببه دزړوغټيدل زياته انرژي مصرف کوي نو دډيرې ميوې کال دبل کال لپاره دغوټيودجوړښت مخه نيسي دلوکاټودهغه نودو ترمنځ چې ګلان ورباندې جوړيږي بايدلږترلږه د5cm په اندازه فاصله موجوده وي (٤).
  داهم بايدهيره نه کړوچې دلوکاټوګلا ن ،ميوه ،غنچې ياوږي ړنګړي کولاى شو دلوکاټوپه ګل کې د دوه څخه تر 5 پورې کارپلونه شته چې په هر کارپل کې  دوه غيرالقاح شوي تخمونه موجوددي .
 
دلوکاټوپه مختلفوورايټيوکې دميوې په غټوالي باندې دړنګړي کولواغيزې په لاندي جدول کي ذکرشويدې (۲)

ورايټي  دړنګړي کولوطريقه په سلوکي ړنګړۍ شوي ميو ې ړنګړي شويوميوو شمير دهري ميوې وزن په ګرام
Advance  دوخته ړنګړي شوي وږي  ناوخته ړنګړي شو ي  ميوې  85.9
50.6 5226 9.9
Early red دوخته ړنګړي شوي وږي
ناوخته ړنګړي شوي ميوې  55.1
51.5 3458 18.6
Premier ړنګړي شوې ميوې
ړنګړي شوي وږي  71.7
62.4 4278 17.5
Unknown ړنګړي شوې ميوې
ړنګړي شوي وږي  71.3
68.7 3926 19.9

داهغه ميوي دي چه دړنکي کولو عمليه ورپکي په مناسب ډول تر سره شويده

دلوکاټو ميوه
 دلوکاټوميوه دشکل له مخې بيضوي ،ګرده،نيمه دايره وي ده پوستکى يې ډير سخت وي خوکله چې ميوه پخه شي پټوکى يي په آساني سره دميوې څخه جلا کيږي .درنګ له مخې دلوکاټوميوه زيړاويانيمه طلايي رنګ لري چې دا توپير دورايټي اودلمردوړانګوپه لګيدو پوري اړه لري (١،٤).
   خونددميوې خوږيامي خوش دي اوميوه يي غوښينه (Fleshy) ده دغذايي ارزښت له مخې دلوکاټوميوه د٨-١٣%قندي مواداو% ۳.٠-٥٢.۰تيزاب لري او٠.٣ – ٠.٥ % پکتين لري  که چيري ورڅخه جوس جوړ کړل شي بايد په يو
گلاس کې لس گرامه ستريک اسيد علاوه کړل شي . تر څو خراب نه شي .(١،٤) .
دا چه ميوه د غنچه په شکل د نودو په څکو کې تشکيليږي .په داخل د ميوه کې له ٣-٦پورې تخمونه موجود وي چه د رنگ له مخې نصواري او د شکل له مخې مستطيل ډوله وي . او ميوي ئې غټي تني لري او پر تنو پوري کلکي  نښتي وي . (١)

د لوکاتو د ميوې راټلول Harvesting
دلوکاتو ونه په دريم کال ميوه کوي او د ونې عمرئي تر ٣٠ کلونو پورې رسيږي (١) دا پر تجربه سره ثابته شوې ده چې د لوکاټو ونې تر ١٥ څخه تر ٢٠ کلنو پورې حاصل زياتوي . په ٢٥ کلن زوړ باغ کې نوي نيالگي کښنوي زړې ونې له منځه ځي او باغ له سره نوى کيږي .د ميوې راټلول له ونې څخه د لاس په واسطه تر سره کيږي . او همدارنگه د راټلولو وخت د ميوې  درنگ او نرموالي څخه ټاکل کيږي .
د يوې ميوه لرونکې ونې څخه د ٤٥-٥٠ کيلو گرامه ميوه تر لاسه کيږي .د ننگرهار په ولايت کې د لوکاټو ميوه د حمل  دمياشتې له نيمائي څخه وروسته د شکولو وړگرځي .دلوکاټوميوه په زياتو هيوادونوکې دلاس په واسطه ټولويږي.
د لوکاټو ميوه په زياته اندازه په افغانستان کې په  تازه ډول مصرفيږي . اود مربا په جوړولو کې ددې په خاطر چې خوږ او ميخوش خوند لري استعماليږي

دلوکاټودميووزيرمه کول
دلوکاټوميوه هم دنوروميوو په شان دزيرمه کولو قابليت لري ، دميوو اوسبودزيرمه کولو لپاره دزيرمتون د تودوخې درجه نسبتي لندبل او رڼا دميوو اوسابو دمشخصاتو سره بايدبرابر شي. دلوکا ټو ميوه په لوړه درجه کې بايد زيرمه  نه کړل شي او هم ډيره پخه ميوه بايد زيرمه نه شي ځکه چه په زيرمه کې دپخې ميوې عمر دنيمه پخې ميوې دعمر په پر تله سم نيما يي کيږي. ولې بياهم په زيرمه کې دهرې ميوې دساتلو عمردهغه له فزيولوژيکي خواصوڅخه معلوميږي لنډه داچې په هغه زير مه کې چې کنترول شوي هوا ولري يعنې چې دتودوخې درجه اولند بل دلوکا ټودميوې  دخواصو مطابق برابر ه وي  ميوه تر زياته وخته پورې زيرمه کيداي شي که چيري دتودوخې درجه له ٤-٥ پورې او فشار له ٤٠-٥٠ لوړ نه وي نوپدې ډول شرايطو کيې دلوکاټ تر٤٩ ورځوپورې ساتل کيږي .
په زيرمه  کولو کې  دميوې ايتلين او تنفس اندازه ډير رول لري په هر اندازه چي دايتلين  او دميوې دتنفس اندازه زياته وي په همغه اندازه دميوې عمر له زيرمه کې کميږي  او همدارنکه په يوه تجربه کې معلومه شوې ده چې په اولو١٤ ورځو کې دزيرمه شوې ميوې دايتلين اوتنفس اندازه زياتيږي اووروسته له ١٤ ورځو دهرې ورځې په تيريدو سره دايتلين اوتنفس اندازه کميږي اودزيرمې په هوا کې د (POD)  او(PPO) اندازه زياتيږي اوبل دلوکاټودميوې په زيرمه کولوکې دميوې اسکاربيک اسيدهم ډيررول لري (٥).

نتيجه اخيستنه
دتيرومعلوماتوپه رڼاکې په لنډډول سره لاندې نتيجې اخستل کيږي .
•  لوکاټ دلومړي ځل لپاره دچين څخه نوروهيوادونوته انتقال شوي دي.
•  دخپلې نباتي کورنۍ يواځنۍ ميوه ده چې ونې يې تل شنې پاڼې لري اودپاڼوجسامت يي ډير لوي دي.
•  په حاره اونيمه حاره اقليم لرونکوسيموکې روزل کيږي .
•  په افغانستان کې لوکاټ په ننګرهار،لغمان اوداسې نوروځايونوکې په سيمه ايزه ډول سره روزل کيږي .اوپه نوروولايتونوکې لکه قندهار،خوست اوداسې نورو کې دلوکاټوروزنې ته اقليمي شرايط مناسب دي .
•  په زوجي اوغيرزوجي توګه سره ډيريدلاى شي اوتخمونه يې داستراحت دوره نه لري  دلوکاټ ،املوک،بهي،په نيله بوټوباندې پيوند کيږي .
•  زيات ډولونه يي (Self-incompatibility) دي اوپه خپله ګرده باندې القاح کيږي .
•  زخې اوګلونه يې دوږي په څير دنودو په ځوکوکې توليديږي اوزيات شمير ګلان کوي .
•  دميوې ړنګي کول په کښې ضروري دي داځکه چې په لوکاټو کې کالبري ډيره ليدل کيږي ترڅو دړنګي کولوپه واسطه داستونزه حل کړو .
•  ميوه يې دپسرلي دموسم په لومړنيوورځوکې پخيږي چے دافغانستان نورې ميوې په دې وخت کې نه وي پخي شوې .
•  دلوکاټو څخه په تازه ډول اوهمدارنګه دمربا،جوس په جوړولو کې استفاده کيږي .
•  دخوراکي ارزښت له مخي د(٨- ١٣)%پوري قندي موادد٣.۰ او۱،۷۵ تيزابي موادد(٠،٣ -٠،٥)%پکتين لري .
 
ماخذونه
١:- شيرزاد  ،   بازمحمد ، ١٣٨٦  ،  تل شنې پاڼوونوميوې  ،  دکابل پوهنتون خپرونې  ،ص ص (٢٥٤-٢٨٧).
٢:- قاسمي ،    نورالدين ،   ١٣٨٥ ، لکچرنوټ ميوه جات هميشه بهار ،   دکابل پوهنتون درسونه  ،   ص ص (٢٤-٢٥).
٣:- مالک ،  محمود  ،  ١٩٩٤ ،  هارتيکلچر ،د   National  book  foundation Islamabad  خپروني ،  ص ص (٤٦٢-٤٦٤).
٤:-2004 ,   Fruit physiology ,    Kalyni  publishers  Singh ,   Amar,   خپروني ،   ص ص (٣٦٥-٣٧٠) .
٥:-. Hosted  by K.U.L                      WWW.acthortorg  URP
٦-       www.arthurleej.com
٧_    www.hort.purdue.edu