نعناع

مفصله تاريخچه:
   نعناع  دخوشبويې او درملو په ډول ديونانيانو دوخت نه را په دې خوا استعماليده او دميلمه پالنې يو سمبول هم ؤ.
  يونانيان داسې پوهيدلي ؤچې نعناع دغږ دصافيدو او دسلګيو دمخنيوي لپاره ښه درمل دي اوپوهيدل چې وروسته له غذا ځخه كه وخوړل شي نو دغذا په هضميت كې مرسته كوي .
   چينايان هم نعناع دريزش،هاضمې اوتبې د درملو په حيث استعمالو.دنعناع يو خاص نوع (Spearmint) دروميانو په واسطه په ټوله اروپا كې خپور شو.
 دنعناع دوه نوعې (Spearmint) او(Peppermint) په اولسمه او اتلسمه پيړۍ كې داروپايي مستعمرينو په واسطه زياتوځايونو شمالي امريكا،هندوستان اومنځني ختيځ اونورو ځايونوته وړل شوى دي .
داروپا اواسيا ښاريانو نعناع دډېر پخوا زمانې راهسي په مساج او نورو تسكين كوونكو ورزشونوكې استعمالولو.
   دنعناع موجوديت  په  ډېرو پخوانيو عنعنوي كيسو كې هم ذكر شوي دي. دنعناع نوم دنړۍ په اكثرو ژبوكې شته چې داپه خپله ددې حقيقت بيانوي چې دايو نړيوال استعماليدونكى بوټى دي.
        زمونږ په هيوادكې نعناع  دډېرې پخوا زمانې راهيسې  كښت او استعمال لري  خو په اساسي ډول دنعناع كرنه زمونږ په هيوادكې  په ۲۰۰۵ كال كې دكرهڼو دځيړنو دنړيوال مركز(ICARDA) لخوا پيل شوې چې دنعناع22 ورايتي Variety  چې ۹ ورارايتي زمونږ د هيواد،۶ ورايتي دپاكستان، ځلو ر ورايتي دتايوان يوه ورايتي له هند ،يوه له تاجكستان اويوه دايران له هيواد نه راوړل شوي چې نوموړې ورايتي ګانې په ځلوروولايتونوكابل، هلمند،كندز،ننګرهاركې تر ځيړنې لاندې  دي . ترځوپه راتلونكي كې هيوادته دښه كيفيت لرونكې ورايتۍ دمختلفومقاصد لكه دتازه استعمال ،اوبو(عرق)ا يستلو اوتيلMenthol  ايستلولپاره معرفي كړي چې زياتره له دې ورايتي ګانو ځخه ددهقانونو په اختيار كې وركړل شوي دي او د تكثيريږي.
نن سبا دنعناع شهرت  ډېر تفسيرونكى ده او داستعمال ډېر ځايونه لري.
دنعناع دزياتو انواعوځخه (Mentha  arvensis  ,  M.piperita ,  M. spicata) ډېر زيات كرل كيږي اواستعماليږي.


دنعناع دمهيمو انواعو طبقه بندي:
            نعناع د(Mentha)  په جينس او د(Labiatae) Lamiaceae په نباتي كورنۍ پورې اړه لري .ددې فاميل نور كرل كيدونكي اوتيل ورموونكي (ويستونكي) نباتات عبارت دي له Basil، Sage، Rosmary، Marjoram،Lavender،Pennyroyal او Thyme ځخه.
دMentha په جينس كې زياتې نوعې شاملې دي چې له يو بل ځخه په ظاهري شكل،بوى اواستعمال كې فرق لري.
نعناع ټول ټيټ قدي سطحي بوټي دي چې هندى بياري لكه (runners) اويا Stolon غزوي چې په خپلو بندونو Nodes كې ريښې اوساقې باسي تكثيريږي.


دنعناع ډولونه:
   Mentha arvensis (common mint, wild mint, japans mint):  عادي نعناع،دشتي نعناع يا وحشي نعناع اوجاپانې نعناع وي دي .
دا ځانكې لرونكي ټيټ قدي بوټي دي چې له ښكته نه خپرې مربع شكله ساقې نژدې ځمكې ته ږدي (جوړوي)  او دپاڼو ځنډې يې اره داره (دندانه داره)  جوړښت لري.
ګل لرونكې ساقې هر كال د12-16  انچه پورې نمو كوي . پاڼې له ساقې ځخه  جوړه جوړه سره له لكي خپريږي .پورتنۍ پاڼې دلاندنيو پاڼو په نـسبت وړې وي او ګلان يې واړه واړه نښتې دوښكالي په شكل دساقې له ځنګه په ښكلي رنګ دحلقو په شكل يو دبل پسې راځرګنديږي.


 Mentha piperita (Brandy mint / pepper mint):
دMentha piperita پاڼې وړې وړې وي خو مشخصې پاڼې ډكې لري دوه انچه يا زيات اږدوالى لري اوله   ¾  ځخه تر 1 ½  انچو پورې سور چې ځنډې يې په اخر كې دنداني لري دپاڼوسطح يې ښويه ده دپاڼې په اساسي رګ  د لاندې اوپاسنۍ خواوو ته ويښتان لري  چې په سختۍ سره ليدل كيږي.
ساقه يې ۲-۴ فوټوپورې لوړوالى لري او مربع شكله وي دساقي رنګ ارغواني وي دګلانو رنګ غنچې ګلابي رنګ لري چې دپورتنيو پاڼودساقي په محور واقع وي چې په ډېروكمو وختونوكې تخم هم توليدوي.
 دنعناع مكمل بوټى يوه خاصه خوشبويي لري چې داخوشبويې ديو ډول تيلودموجوديت تاثير دي كله چې دخولې سره ولګول شي نو اول ګرمه خوشبويي داره ذايقه راځرګنديږي  او وروسته په خوله كې ديخوالي احساس پيداكيږي چې دا په نعناع كې دMenthol دتيلودموجوديت تاثير دي.


Mentha spicata (Mentha virdis:

له ځغليدونكومورني ريښوځخه نيغې مربع شكله ساقي چې دوه فوټه جګوالى لري له ځمكې راوځي چې له ښكته نه ډيرې وړې،نيزه داره تيزې  روښانه شنې پاڼې راوځي چې دپاڼو لاندې خوايې ښويه اوځنډې يې دندانه داره شكل لري دپاڼو رګونه ډېر واضح دلاندې خواځخه معلوميږي .
   واړه ګلان دكړۍ په شكل دپورتنيوپاڼوپه محور باندې ارغواني ډوله رنګ لري چې منځ كې يي واړه جګړي تخمونه وي. او ددې نوعې ډېر زيات ډولونه پيداكيږي.

په پټيو كې كرونده:

 دتكثير طريقه:  ددې نبات تكثير دپسرلي په شروع كې دهغې دسټولن (بجكي يا بندكې) چې دځمكې برخې ځخه د۸-۱۰ سانتي متروپه اندازه  دې تكثيريږي.

دځمكې تيارول:
دنعناع دكروندې لپاره بايد داسې ځمكه انتخاب شي چې سړك او لارو ته نږدې نه وي او دخلكو دګرځيدلو دځاي ځخه لرې وي ترځونبات د دوړو دتوليدځخه په امان كې وي لږ سيوري لرونكې ځاي هم ورته ښه وي هغه خاورې چې ښه حاصلخيزې وي او داوبوخوړ انتظام يې هم ښه وي دنعناع دكروندې لپاره ښه دي .ددې دكروندي لپاره ښه زهكشي شوې خاورې چې PH يې ۷-۶ پورې وي مناسبې دي.


دكرلو اندازه:
په يو هكتار ځمكه كې ۲۵۰ كيلو ګرامه تخم (بجګيو) سټولنStolon  لګيږي چې دقطارونوترمنځ فاصله يې ۵۰ سانتې متره او ددوو بوټوترمنځ فاصله ي ۲۰-۱۵ سانتي متره پورې ده .كله چې په قطارونوكې داسټولن وكرل شي نوبيا اوبه خوړته دابپاشي په شكل ضرورت دي ترځو چې اوبه په پټي كې ډندنه شي ځكه چې دډنډو اوبودريدل دنعناع بوټي ته تاوان رسوي.


دكيمياوي سرې استعمال:
دكيمياوي سرې خالص نسبت په نعناع NPK/ha  ۱۲۰:۶۰:۴۰ كيلوګرام ټاكل شوي ټول فاسفورس (توره سره)، پتاشيم داره سره او1/5  حصه دنايتروجن داره سرې (۲۴ كيلوګرام په يوه هكتار) كيږي دكرلوپه وخت كې دخاورې سره گډيږي .باقي پاتي شوې نايتروجني سره چې دفصل دشنه كيدونه وروسته كروندي كې  دځمكې په سر شيندل كيږي .ځرنګه چې په مختلفومودوكې د وړي،غبرګولي اوزمري اخريني هفتې كې اچول كيږي .كه محصول دسلواغې په پاي يا دكب په لمړني هفته كې وكرل شي اوكه دمرغومي په اخر كې وركرل شي نو دكيمياوي سرې اچول هم بايد په پورتني معيار عيار شي.


خړوبول:
دامحصول په اوړي كې ۱۵-۱۲ اوپه مني كې۶-۵ اوبه خوړتياته اړتيا لري په اوسط ډول پس له هر دوو هفتوځخه كرونده اوبه خوړته اړتيا لري. دنامطلوبوبوټولري كيدل دنمو په لمړنيو مرحلوكې ضروري دي.

حفاظه اوساتل:
وينه ،سره كدوګنګتي ياغوباړي اوپاڼه خوړونكې چينچي ځخه بايد محفوظ وساتل شي.

لو(حاصل ټولونه) او وچونه:
لمړنى لو۱۰۵ ورځې وروسته له كرلوځخه كله چې دګل غوټۍ دخلاصيدو په حالت كې وي سرته رسيږي بوټي ۱۰ سانتي مترو په اندازه دځمكې له سطحې ځخه پورته غوځيږي دنعناع لو په ښه روښانه لمر ورځ كې بايد وشي ځكه چې دوريځو په وځوكې دمنتول Menthol غوړواندازه كمه وي.
دوهم لو(حاصل) دلمړني لوځخه ۱۰۰ ورځې وروسته سرته رسيږي .
دريم او نور لونه د بوټي په نمو پورې اړه لري.
دوچولولپاره بايد دنعناع ساقې په يوه طبقه په سيوري كې وغوړل شي ترځودخوساكيدوځخه مخنيوى وشي.
نعناع په اوسط ډول ۱۰ ټنه حاصل په هكتاركې وركوي  كوم چې ۱۰۰-۸۰ كيلوګراموپورې تيل مينتول ورځخه لاس ته راځي.

په ګلدانيو كې كرونده:
كوم خلك چې دنعناع دكروندې لپاره هيځ ځمكه هم نلري نو دوې كولاي شي چې په ګلدانيو كې نعناع وكري .
دكرني لپاره ښې صحتمندې ساقي انتخاب كړي بيايي په ګلاس كې كيږدي اوګلاس له اوبو ځخه ډك  كړي  وروسته له يوې هفتې به دنعناع ساقې نه سپينې ريښې راوځي همدا ريښې پريږدي تر ځو ديوه يا دوه سانتي متروپه اندازه شي بيا به داسې ګلدانۍ انتخاب كړۍ  چې  لاندې سورى ولري  همدا ګلدانۍ دښې عضوي سرې  لرونكې خاورې نه ډكه كړي اوښه يې نمجنه كړي وروسته ورته دنعناع همدا ريښې لرونكې ساقي نقل كړي اوپه ښه لمر لرونكې ځاى كې به دا ګلدانۍ كيږدي خو چې لمر ډېر تيزنه وي اوبه ورته هميشه وركوي  ډېر زر به دا ګلدانۍ ډېرې  تازه پاڼې جوړې كړي  چې ستاسو دكورنۍ دضرورت لپاره به كافي وي او هركال ګلدانۍ تبدلوۍ ترځوښه حاصل لاس ته راوړۍ.

نعناع او دهغه دتيلو استعمال:                                                         
دنعناع تازه اووچې پاڼې په اشپزخانه اوطبابت كې استعماليږي . وچې شوې پاڼې دتازه پاڼو په  شان يوډول خوند او بوى  لري دتازه پاڼوپه شان په سلاته ،مستو،غوښه،كباب،سابو اوچاي كې استعماليږي .په هغه موسم كې چې نعناع زيات پيداكيږي تاسو كولاي شي چې دنعناع پاڼې راټولې  ښې يې ومنځي اوپه سيوره لرونكې ځاي كې وچې كړى كله چې پاڼې وچې شي تاسو په اسانۍ سره پوډر ترې جوړولاي شي او دا پوډر په شيشه يي بوتلونوكې وساتي ترځو په ژمي كي هم استفاده وكړۍ
هغه متنول Menthol چې په Peppermint  كې موجود دي دهاضمې سيستم دخرابوالي دښه كيدو لپاره ښه درمل دي . او هم دتريخي توليدات هځوي  او دهاضمې دسيستم يوه ډېره مهمه مايع لري.
يوه ګرمه پياله چاي چې له نعناع ځخه جوړشوي وي وروسته  له ډېرې سختې غذا خوړلوځخه كه وځښل شي نو دمعدې سره دهغې په هضم كې كومك كوي.
كه يو موټى نعناع په جوش اوبوكې د۱۰ دقيقو لپاره واچول شي ډېر ښه دنعناع چاي ورنه جوړيږي.

دنعناع دتيلو استعمال:
دنعناع تيل عموماً په طبابت،اشپزۍ او همدا ډول دسنګار په دواګانوكې استعماليږي .
نعناع دمعدې دهضميت په زياتولوكې هم ډېررول لربوي.
هغه منتول Menthol  چې په نعناع كې دي دريزش  دعلايمو په كميدوكې كومك كوي په بعضي مواردو كې نعناع دسردردى اوتبې په كمولوكې هم مرسته كوي.ددې مهمو تيلو ارزښت په دې ورستيوكلونوكې ورځ په ورځ زياتيږي .
ددې مهموتيلو يو ابتدايي استعمال هم دخوشبويي په واسطه  تداوي كې پكارځي،يعنې هغه تداوي چې دماغ  او نور بدن دبوټوخوشبويي په وسيله تداوي كيږي.
دpeppermint او دSpearmint  مهم تيل دنفس تنګي Asthma تبې،سردردي Sinusitis  اوګنګسيت Vertigo  دتداوي لپاره استعماليږي . دنعناع دا مهم تيل همدا ډول دمساج په تيلوكې،ژاولو،دغاښونو دمنځلو په خميرو(كريم) كې ،دخولي مينځلو په محلولونوكې اوپه شامپوګانو كې استعماليږي .
همدا ډول په شيريني بابو كې كيك اوكلچو كې ،جيلي ګانو كې،داتاقونو په سپرې كې هم استعماليږي .
  همدا رنګه دا دنورو بوي لرونكوبوټوسره هم يوځاي كيږي  لكه Levender  اويا Bergamot نعناع دانسان ددماغي اواجسماني حالت  ته ښه والى وركوي..

دنعناع اوبه (عرق):
دنړۍ په ډېرو هيوادونوكې له نعناع نه اوبه (عرق) ايستل كيږي  چې دمعدي اونورو تكليفونو دلمنځه وړلولپاره استعماليږي  چې دا كار زمونږ په هيواد هم شروع شوي . دنعناع اوبه ډېرې فايدې لري .
هاضمه سموي دغذا په هضم كې مرسته كوي.
اشتها سموي
دمعدې ګاز ختموي
دترخي توليدات هځوي
سرګرځيدل اوقى لمنځه وړي
اعصاب اراموي .
 
محلي بوټي پيژندونكې (يوناني طبيبان):
 دنعناع دپاڼوځخه جوړه شوې خميره عموماٌ دجلدي مرض ايګزيما ازحلقوي چينچيو دتداوي لپاره استعماليږي. همدا ډول دهغو مريضانولپاره چې سردردي لري هم تجويزيږي .
نعناع دخولې دتازه كولو او يخولولپاره دډېرې پخوا زمانې ځخه دنړۍ په بعضو نقطو او برخوكې استعماليده.
   همدا ډول كه دنعناع پاڼې په اوبو كې جوش شي اوبيا وروسته په خوله باندې غرغړه شي نو دخولې بدبديي لمنځه وړي  او همدارنګه دستوني دتانسلي امراضولپاره هم ډېر مؤثره اوګټوره دي.

نعناع او دكورني جوړشوي سنګارونه:
فيشني اړخ: يوه كاچوغه تازه نعناع يوه پياله  دعنبرومحلول witch hazel   په يوه مرتبان كې ښه ټنګ بند كړي اوپه سړه  او وچه هوا كې د يوې هفتې لپاره وساتۍ په دې جريان كې  مرتبان هره ورځ وخوځوى اوبيا يې داستعمال لپاره  په يوه بوتل كې خالي كړي چې البته دغوړين او نور مال پوستكې لپاره فايده لري.

دحشراتوځخه ځان ساتل:
يوه اندازه نعناع دململ په ټوكر كې وتړۍ او ديوبند په ذريعه يې خپلې غاړې كې زوړند كړي نو دحشراتو له صدمې نه به بچ شۍ.

دا غونه لرې كول:
يوه پياله مالګه يوه پياله مستې ،3/4  خميره شوې دنعناع پاڼې يوې ټوټې سره خپل ښپي سره وتړۍ بيا ښپى ومينځي اوكريم سره يې غوړ كړۍ .

                                                                دننګرهار په شیشم باغ فارم کې دنعناع نمایشی قطعه                                                                                             

                                                                                                    دهلمندولایت دبولان په کلی کې دنعناع نمایشی قطعه