حزب او جمعيت دافعانستان ددوو لويو سياسي ګوندونوڅخه شميرل کيږي دا دوه ګوندونه په تيرکي یو دبل سره جګړي هم وکړي ان چي دکابل دکورني جګړو تور دوي يو پر بل باندي اړوي داسي هم ويل کيږي چي په تیرو پنځلسو کالو کي دانجينر کلبدين حکمتيار سره چي دسولي خبري بريالي نه سوي يوه خبره هم دا وه چي جمعيت دسولي شورا په خپل لاس کي اخيستي وه او دا يو واقيعت دی کله چي دسولي شورا دجمعيت دمنګلوخلاصه او پيرسيد احمد ګيلانی چي ددې شورا مشروټاکل سوودښاغلي حکمتيار سره دسولي خبرو نتيجه ورکړه،که څه هم يو تعداد شنونکو دحکمتيار راتګ اوازي بللي خوددې برعکس ښاغلی حکمتيار راښکاره سواوپه افغانستان کي پر جنګ نه بلکي پر سولي ټينګار وکړ. 

کله چي حکمتيار صحني ته داخل سوترټولو لومړی ددوي اودجمعيت يوپر بل کينايه بريدونه پیل سول.  

حکمتيار هم خپل په خبروکي دا وويل چي دافغانستان واک به کوچني ډلي ته په لاس کي ورنه کړي اودواک دانحصار يادونه يې هم وکړل او دي ته ورته نوري څرګندونې هم وي چي اشاره يې جمعيت ته وه،ددې سره جوخت عطا محمد نور مستقيمآ دحکمتيار دخبرو وروسته داسي وويل چي دحکمتيار خبري لمس کوونکي دي اودا يې دافغانستان دراتلوونکي لپاره ښه ونه بللي.  

ده وويل چي دحزب اسلامي مشرداسي چلند کوي لکه حکومت چي ده ته تسليم سوي وي ده دحزب اسلامي دمصلحه کسانو دخالي صلاح کيدوغوښتنه هم وکړه  

ده وويل که داکار ونه سي دهيواد امنيتي حالت به نور هم خراب سي  

خو حکمتيار په خپلو وروستيوڅرګندونوکي چي دولسي جرګی دمشر عبدالروف ابراهيمي په کورکي يې وکړي وويل زه دافغانستان عدلی او قضايې ارګانونوڅخه غوښتنه کوم چي دمخکنيوجګړو په اړه دي پلټنه وسي مجرم دي وښودل سي او بيله ثبوته چي څوک چاه ته دمجرم ګوته نيسي هغه په خپله مجرم دی. 

زه نه غواړم چي دلته دچاه په اړه قضاوت وکړم ما پخوا هم ويلي وه چي جهاديانو دجهاد ستر ارزښت ونه ساتي او دوي به تاريخ ته ملامت وي زه يوه خبره کوم چي عطامحمد نور عبدالرشيد دوستم اومحقيق چي په دي وطن کي دسياست کولو حق لري نو حکمتيارهم دا حق لري داسي نه چي دوي ښاغلی دي او هغه بد دي 

هغه متل دی چي وايې (شوؤ ښه ده که ګله مه يوه ويني مه بله) 

اوس خبره داده چي موږ لا ولي دتاريخ څخه عبرت نه اخلو دخداي په خاطر نور پر دي وطن زړه وسوځی په دا لنډ وخت کي څه ونه سول یو ځل دروس او امريکا درسی کشيو ښکار سو روس راغلی وه او امريکا يې دوتلو لپاره هلي ځلې کولي اوس امريکا راغلي ده روس يې دوتلو کوښښ کوي. 

يوه ورځ مجاهد او خلقي بله ورځ تروريست یو نامه او بل نامه باندي سره په رنګ ولړل سوخپل کورکلي مو وران کړل وينی توي کړي سړکونه،پلونه،ښوونځي اوعامه تسيسات مو وران کړل ملت مو په نس وږي کړ ماشومان مو بي پلاره کړل تور سري موکونډي کړي بوډي مور دځوانمرګ زوي په غم کي وژړول،اخير وايوچي موږتوره وهلي ده زموږ توره هغه وخت ثابت کيداي سي چي موږ پر خپلو پښو ولاړ مستقل افغانستان ولرو. 

اوس خو مو هرڅه له لاسه ورکړي دي نه خپل اختيار لرو اونه هم خپل اقتصاد دهيواد سياسيون مو دپرديو سفارتو اواستخباراتو سره داړيکو ټینګولوکوښښ کوي اوپه دي کي خپل بقا ويني. 

دافغانيت دغرور او ارزښتونو پروا نسته دا هرڅه دهمدغو مشرانو دغلطو سياستونو له امله راسره کيږي زه ديوه افغان په حيث ټولو ته یوه مشوره ورکوم راځئ تيرهيرکړو دسره فکروکړو او نور خپل وطن دتوپکسالاري،بي عدالتي او جګړي څخه وژغورو ځکه چي په جګړه کي نور هم غلامان کيږو زموږ عزت په يوموټي او سوليز افغانستان کي دی. 

په درنښت 

لښکرګاه  

وخت ۳:۰۰ بجي دماپښين  

نيته: ۱۳۹۶/۳/۱