د ايډز/ (HIV) پېژندل او د هغه سره مقابله
سريزه
-په ۱۹۸۱ ميلادي كال كې په امريكا كې د يوې ناپېژندل شوې ناروغۍ رپوټ وركړل شو.
- په ۱۹۸۳ ميلادي كال كې د فرانسې د پاستور ا نسټيټوټ د HIV ويروس كشف اود ايډز نوم كښېښودل شو.
د نومړوې ناروغۍ زړه چټك خپراوى د ډيرو تلفاتو لامل شو چې د نولسمې پېړۍ د طاعون څخه يې هم تېرى وكړ.
د ۲۰۰۱ ميلادي كال د ډسمبر تر مياشتې پورې د روغتيا د نړيوالې ادارې (WHO) برآ وردونه:
- د ۶۳ مليونو په شاو خوا كې وګړې په ايډز اخته شول ، چې له دې ډلې څخه ېې ۲۲ مليونه وګړو خپل ژوند له لاسه وركړى دى. يوازې په ۲۰۰۱ ميلادي كال كې پنځه مليونه وګړي نوي ورباندې اخته شول او په همدې كال كې ۳ مليونو وګړو د نوموړې ناروغې له امله خپل ژوند له لاسه وركړ.
- د ايپيديمي څلورمه څبه په ۱۹۹۵ ميلادي كال كې په منځنې ختيځ او مركړي اسيا كې را دوڅاره شوه.
اوس اوس په آسيا او په ځانګړي ډول په سهيلي او سهيل ختيځه اسيا كې د ۶ مليونو څخه زيات په ايډز ككړ خلك شته. په آسيا كې د نورو لويو وچو په پرتله د ناروغۍ د پرمختګ چټكتيا څو ځله ډيره ده.
د اسيا په لويه وچه كې په هره دقيقه كې پنځه تنه په HIV ككړېږي. او داسې انګېرل كېږي چې په راتلونكو شپږو كالونو كې ۱۲-۱۰ مليونو ته ورسېږي او په ۲۰۲۰ ميلادي كال كې به په نړۍ كې د مړينې لومړنى لامل شي.
په خواشينۍ سره بايد ووايم چې د روغتيا نړواله اداره په دې هكله د واقعيتونو لږ ارقام وړاندې كوي.
ايدز څه شى دى؟
يوه انتاني ناروغي ده چې د انسان د بدن د دفاعي سيستم د ناتوانۍ او ويجاړتيا لامل ګرځي. او په پايله كې د ناروغيو د يعنې د فرصت لټوونكو انتاناتو او چنګاښ( سرطان) د پرمختګ او بالاخره د مړيني لامل ګرځي.
د ايډز د ناروغۍ عامل څه شى دى؟
د HIV ( د انسان د دفاع ويجاړوونكى ويروس) په نوم يو ويروس دى چې د انسان په دفاعي سيستم حمله كوي او د هغه د فعاليت د ويجاړتيا لامل ګرځي.
د ايډز د ويروس د لېږد لارې:
1) جنسي تماس: د نړۍ د ككړتيا ۸۰% پېښې د جنسي اړيكو له لارې منځته راځي.
2) د ككړې ويني او د اوينې د محصولاتو اخستل:
كه څه هم نن ورځ وينه او د ويني ټول محصولات د وينې په بانكونو كې د ټينګې څارنې لاندي دي.
3) د بدن د پوستكيتېره او غوڅوونكې ككړ سامانونه:
حجامت، د غوږونو او پوزې  سوري كول، د ستنې په واسطه خالكوبي، سنتول، د ستنو په واسطه طبابت، د غاښونو طباپت، جراحي عمياتونه، د نايي چړې، مسواك، د غاښونو خلال، ككړ سرنج او ستنه.
4) د ككړې مور له لارې د هغې ماشوم ته:
- په جنيني دوران كې د مور د ويني له لارې جنين ته.
- د مور د ككړو شيدو له لارې.
هغه لارې چې HIV ورڅخه نه لېږ دو ل كېږي؟
يو د بل سره  په ګډه كار كول،  د ډيرو خلكو يو ځاى اوسېدل، ګپ شپ لګول، ټولنيز ه راكړه وركړ، يوځاى سفر كول، په يوه ټولګي كې څنګ په څنګ كښېناستل، په ټكسي يا بس كې سپرېدل، اوښكې او لاړې، د هوا له لارې( ټوخى او پرنجى كول) څښاك، د چاقو، پنجې ، ګيلاس او د ډوډۍ خوړلو لوښي او وسايلو كارول، حمام، ټټۍ، د لمپا ګډ ډنډونه، د حيواناتو په واسطه، حشرات او يا د هغوي نېشونه.
مهم ټكي:
نو په ناروغۍ باندې د اخته اويا ككړو وګړو بېلول د روغو وګړو او يا د كورنې د غړو څخه اړمن نه برېښي.
بدن ته د ويروس د ننوتلو څخه وروسته څه پېښېږي؟
په لمفاوي ژونكو باندې حمله او په هغو كې تكثر كوي(ډېرېږي) او بدن د هغو په وړاندې انټي باډي ګانې جوړوي او ترشح كوي يي.
د كلينكي نخښو او لابراتوار پر بنسټ به بدن كې لاندې دورې را دوڅارېږي.
• د كړكى دوره( Windows Period):
ويروس بدن ته ننوځي مګر د ناروغۍ نخښي لا نشته، څرنګه چې د انټي باډي ګانو كافي اندازې ته نه ده رسېدلې، نو په پايله كې د لابراتواري ازمايښتونو له لارې د تشخيص وړ نه ده. نوموړې دوره د دوه اونيو څخه تر ۱۶ مياشتو پورې اوږدېدلاى شي.
• د ككړتيا مرحله:
څرنګه چې د انټي باډي ګانو سويه لوړېږي، نو ناروغي په دې مرحله كې د تشخيص وړ ده. كه څه هم تر اوسه په ككړ شخص كې لا د ناروغې نخښې نه ښكاري.
دا مرحله د ۵ نه تر ۲۰ كالو پورې اوږدېږي.
• د ناروغۍ مرحله
په دې مرحله كې د بدن حجروي دفاعي او معافيتي تدريجي كمښت منځ ته راځي چې كلينيكي نخښې دوڅارېږي اود ايډز د ناروغۍ لامل  ګرځي.
د ايډز د ناروغۍ مهمې نخښي:
1) د بدن د لمفاوي غوټو غټېدل.
2) د يوې مياشتې نه زيات نس ناستى او تبه
3) د لس كيلو ګرا مو نه زيات د بدن د وزن كمېد ل.
4) د شپې له خوا خوله كول ، ستړيا ، ضعف( بې حالي)
* سره له دې هم د پورته نخښو څخه يوه هم په يوازي توګه د ايډز دناروغۍ د تشخيص لپاره څانګړې ( اختصاصي) نه دي او ښايي په نورو ډيرۍ ناروغيو كې هم را دوڅار ې شي.*
د ناروغۍ تشخيص:
د ويني ځانګري ازما يښتونه چې په ترځ كې يې د ويروس ضد انټي باډي ګانو سويه ټاكل كېږي، د كړكۍ په دوره كې چې لا تر اوسه د انټي باډي ګانو سويه نه ده لوړه شوې، نو د ازمائښت نتيجه به د ويني يا ككړو سامانونو سره د تماس څخه ژر ( بلا فاصله) وروسته مثبته نه وي.
د ايډز د ناروغۍ د خطر سره مخ(High Risk) ډلې كوم خلك دي؟
ټول خلك د ناروغۍ د ګواښ سره مخ دي خو يو شمير يې تر ټولو ډېر د ګواښ سره مخ دي لكه :
o د ويني او د ويني د فكتورنو اخستونكي لكه هموفيلي ګانې، تالاسيمي ګانې ، ډيالېزونه، د غړو او انساجو پيوند كېدونكي.
o بدكاره ،كوڅه ډب او بې لارې ځوانان چې ګڼ شمېر جنسي شركان لري.
o په مقاربتي ناروغيو (STD)اخته خلك، سوزاك او سفليس.
o د ككړو خلكو د ګډ ژوندملګري او ماشومان يې، د ككړو ميندو څخه نوي زېږېدلي ماشومان.
o تزريقي معتادان چې په ګډه سره ستنې شريكوي(IV Drug Abuse).
o د ككړو خلكو سره  د پيچكاريو ، چړو، مسواك اود غاښونو د خلال په ګډه كارول.
o په طبي چارو پورې اړونې دندې.
o د ككړو سامانونو سره سرو كار لرونكې دندې، لكه ارايشګاه ګانې او د سلماني(نايې) دوكانونه.
o د حجامت، سنتولو، د غوږونو او پوزې سوري كول ، د ستنې په واسطه خالونه وهل......په غير معقمه (ناپاكه) طريقې سره.
o بين المللي چلوونكي، خارجي مسافرين، په هيواد كې مېشت بهرنيان، او په كمپونو كې مېشته كډوا ل(پناه غوښتونكي)

درملنه:
 نلري.
 د ويروس ضد درمل – د ناروغۍ مرحلې ته د شخص داخلېدل ځنډوي.
د ايډز د مخنيوي لارې چارې:
• د اسلامي او كورنۍ د اصولو پابندي.
• د لېږديدلو (انتقال) د لارو پېژندل
• د مخنيوي د اصولو  او مناسبو لارو چارو كارول.
• روغتيايي ذهنيت( كړه وړه) خپلول او كارول.
• اصولي او آغېزمنه مشاوره.
داصولو له مخې كولاى شو د ايډز سره په مقابله كې ټولنه په درې ډلو ووېشو:
1) د ټولنې عام خلك.
د ناروغۍ د لېږد ( انتقال) د لارو چارو پېژندل، د خطرناكو كړو وړو څخه پرهېز كول.
2) د خطر سره مخ خلك
لكه معتادين، هغه خلك چې ډير شمېر جنسي شركان لري او يا شكمنې جنسي اړيكې ولري، په مكرر ډول وينه ورته تېره شوي وي، يا ورباندې غير معقم جراحي عمليات تر سره شوي وي.
په نوموړو خلكو كې د ناروغۍ په هكله خبرتيا آغېزمنه ده.
3) په ويروس ككړ خلك
نوموړي خلك په تولنه كې د ككړتيا زېرمې دي نو له دې كبله ټينګې څارنې ته اړمن دي. نوموړي خلك كولاى شي د اوږدو كلونو ( د شلو كلونو په شاوخواكې بې كوم ځانګړې عارضې څخه)ژوند وكړي.
د ناروغې د لېږد د اړوندو معلوماتو څخه خبرول، د هغوي كورنيو ته مشوره او خبرول يې، د فرصت طلبو انتاناتو د اخته كېدو څخه د خبريدلو او د ډاكټر تر نظر لاندې نيولو، د سالمو انسانې اړيكو د برقرا رولو او د طبي مراقبتونو د تسهيلاتو د تيارولو  په منظور د ډول ډول لابراتواري ازمايښتونو تر سره كول.