د مخدره توكو د مخنيوي ملي ستراتيژي
سريزه
د مخدره توكو د مخنيوي ملي ستراتيژي د روغتيا د ښه والي په منظور، د مضره موادو په هكله د پوهې دلوړولو له لاري دمخنيوى، او د پرابلمي استعمال د كمولو يو ه كړنلاره وړاندې كوي.د مخدراتو د كنترول په پراخه اومتوازن پروګرام كې ، د مخنيوي ستراتيژي په شخصي ساحه كې هغو افرادو، دهمزولو ډلو ، او كورنيو ته چې په افغانستان كې د خطر ناكو مخدره توكو د چلنج سره مخ دي پاملرنه اړينه بولي. د مخنيوي په اهدافوكې د ښوونځيو، كليو ، ښارونو او د ټولنې چاپيريالي ساحې هم شامليږي.
د مخنيوي ستراتيژي دمخدراتو د كنترول د ملي ستراتيژۍ ځانګړې موخې چې د ۱۳۸۱ كال نه تر۱۳۸۶ كا ل پورې پلان شوۍ وې تكميل او ملاتړيې كوي .د يوې سرتاسري ستراتيژۍ په توګه، د مخنيوي (وقايي)برخه د ټولنيزو سازمانونو ، افرادو لكه دعلما ؤ او دټولنې د سپين ګيرو د ګډون اړتيا ته په وقايوي او بيا رغونې په پروګرامونو كې انعكاس وركوي . نوموړې وقايوي ستراتيژي وروسته بيا په مخدره توكو روږدې خلك ( په ځانګړي ډول هغه چې د اپين مشتقات او نور سايكو تروپيك درمل استعمالوي او د ستنې په واسطه د مخدراتو استعمالوونكي) چې د اچ. آى. وي \ايډز اودوينې له لارې نورو لږيدونكو وايرسونو د ليږدولو د خطر سره مخ دي ، د درملنې او بيا رغونې د اړتيا لپا ره هم غږي كيږي.
د وقايوي ستراتيژۍ څخه د ګټورتوب د مخدراتو د كنترول د ملي ستراتيژي د په خپل ځان متكي (كره) برخو سره دهغې د همغږي كولو او هر اړخيزه كولو له لارې تآ مينيږي. نوموړي برخې مستقيمآ او يا په غير مستقيم ډول په دې ډول دي: د قانون تطبيق، د مخدره توكو د كارولو په هكله د تعليماتو په واسطه پو ها وى ، د ځانګړو مهارتونو ترلاسه كول او د هغو فعايتونو ترسره كول دي چې خلك د مخدره توكو د كارونې د خطرناكو پايلو څخه ژغوري ، همدارنګه د مخنيوي ستراتيژي د لاندي ذكر شويو پروګرامونو ښيګڼي په ګوته كوي.
• بديل پروګرامونه چې تفريحي ، د بډ ا ى كولو او اسوده كولو فعاليتونه سره شركوي.
• د ارتباطاتوستراتيژي چې د ډله ايزو رسنيو څخه دفاع ، سواد، د عامه وګړو د تعليماتو په منظور د پراخه معلوماتود تهيه كولو له لارې او ټولنيزه بازارميند نه(ماركټينګ) د هغو پيغامونو د جوړولو لپاره چې تر هدف لاندې ځا نګړو اوريدونكو( مشتريانو) ته وړانديز كوي.
• همكاري چې په هغې كې خلك، ډلې او سازمانونه تشويقيږ ي چې په ګډه او دوه اړخيزه ګټې پورته كولو سره د مخنيوي د چارو د پر مخ بيولو د اهداوفو لپاره كار وكړي.
• مقدمه ( په خپل وخت) مداخله د هغو ماشومانو او ځوانانو لپاره چې د مخدره توكو د كارولود پرمختګ د پرابلم سره مخ دي.
بالاخره د مخنيوي ستراتيژي ( كړنلاره) د مخدراتو د كنترول د ملي ستراتيژى سره د په همغږي كولو له لارې د مخدراتو د كارولو د اضرارو په مقابل كې عكس العمل د نورو دولتي پاليسيو ( كړنلارو) سره د هر اړخيز ه كولو له لارې د ډيرو سكتورونو د ملاتړ په مفهوم ده.
1. اهداف
لاندې ذكر شوي اهداف به د مخدره توكو د كنترول ملي ستراتيژي په جاري مرحله كې د وقايې د اجراء كولو دپاره لارښودونه او معلومات راكړي.
• په مخدره توكو پورې اړوند خطرونو ، پا يلو او اقتصادي –ټولنيزې اغيزو په هكله د عامو وګړو د پوهې د كچې لوړتيا
• د موجوده برخه والو سره د همكارۍ تقويه او د نويو برخه والو پيدا كول د مخدره توكو پورې اړوند خطرونو د كمولو په منظور
• د ښوونځې په بنسټ د تعليماتو او بريونو پورې اړوندې ستراتيژي كانو سره اړيكي ټينګول او تاسيسول
نوموړي اهداف به د بنسټيزو اصولو مطابق چې په لاندې ډول دي تر سره شي:
• د اسلامي ارزښتونو تقويه اومنل
• مخلتفو كلتورونو او رسم او رواجونو ته په درنه سترګه كتل
• د ساده ژبې د كارولو د اړتيا منل
• د ټولنې برخه اخيستني د منلو او اهميت ته انعكاس وركول
2. د لمړيتوب ساحې
نړيوالې څيړنې اود پروګرام پايلې په ګوته كوي چې د مخدره توكو كارول د ټولنيزو او روغتيايي پرابلمونو له ډلي څخه يودى چې په مورد كې يې مشترك تصميم نيول كيد اى شي.او همد ارنګه داچې نوموړې پرابلمونه په اسيپ پذيرو افرادو كې او د خلكو په ډلو كې در اښكاره كيدو ته تمايل لري. همدارنګه د نړوالو شواهدو څخه څرګنديږي چې د څو خواؤ نه د مداخلي اړمنه ده تر څو پرابلمونو ته هر اړخيزه او ټولنې په مجموع كې رسيدنه وشي.
د ټولو وقايوي لومړيتوبونو لپاره يو شمير مهمې پروسې موجودې دي چې بايد په پام كې ونيول شي. نوموړې پروسې د هادافو په ټاكلو او په كاروړل شوۍ كړنلاره كې د نرمښت، دوخت مطابق تمايلات، ټولنې ته كافي وخت وركول د مشورې او مذاكرې لپارهاو دداسې يوه ميكانزم چې د معضلو او ، فشارونو او كشمكشونو سره د توافق اړتيا پكې شامليږي.
د افغانستان په شرائطو كې ، د وقايې لومړيتوبونه د يوې هر اړخيزه رسيدګې له لارې په لاندې ډول تعريفيږي:
3.1 په ديني بنسټ ولاړ پروګرامونه
د اسلام له نطره د مخدره توكو بې ځايه كارول
د مخدره توكو تعريف:
د اسلام د سپيڅلي دين د مخدره توكو د بې ځايه كرولو په هكله څرګند احكام لري چې په ترځ كې يې د هرډول مخدره توكو بېځايه كارول په هره طريقه چې وي منع كړل شوي دي. ( داسلام له نظره د هر ډول مخدره ، مفتر او يا مسكرو موادو د بې ځايه استعمالونكو توكو په نوم ياديږي.نوموړي مواد كيداى شي چې جامد ، مايع او يا د بخار په ډول وي چې څكول كيږي.
فلهذا! لكه څرنګه چې مخكې وويل شول، مخدر، مسكر او مفتر د بې ځايه كارولو هر ډول توكي د الكولو ، چرسو ، ( حشيشو)، اپين ، هرويينو ، فارمسوتيك درملو نه نيولې تر هغو درملو پورې چې د انسان ادراك او خبرتيا ماووفه كړي چې سايكو اكتيف اويا انحطاط وركونكې وي چې نشه ، بې هوښي ، روحي انحطاط ددې لپاره توليدوي چې بدن ستړى او ضعيف كړي او علاوه پر دې يو شخص د لمانځه او نور عبادت څخه بې برخې كوي.
د موادو او مخدره توكو د مخنيوي په هكله قراني اياتونه او احاديث
د هر توكي د منع كولو دپاره دوه دليله دي. لومړى هغه شييان دي چې هغه ته د ډير احترام له كبله منع كيږي. د بېلګي په ډول د انسا ن د غوښي خوړل د انسان د لوړ مقام او وقار له كبله حرامه شوې ده. دوهم ، يو شمير شيان د هغه شيانو د ضرر لرلو له كبله منع شوي دي. ډير شيان شته چې د انسان پلاره مضر دي لاكن مونږ نه شو كولاى چې ټول يې د بحث لاندې ونيسو نو يوازي نشه اي توكي په پام كې نيسو. نشه اي توكي عبارت دي له الكولو،چرسو ، هيروئينو، اپين، مصنوعي \كيمياوي مواد اوداسي نور دي. د الكولو د منع كولو دستور په درې مرحلوكې تر سره شوى دى: د ههجرت په نهم كال په دې هكله د تحريم حكم نهايي شو. دا يو قانون ؤ چې تصويب ېې د شرابو دڅښلو مطلق تحريم اعلان كړ.
يا اٍ يها المؤمنون انما الخمر ولميسر ولاصنام ولازلام رجسَ مٌن عمل الشيطان فاجتنبوه لعلمكم تفلحون
اي هغو كسانو چې ايمان مو راوړى دى ! په تحقيق سره چې شراب ، جواري، د بتانو عبادت او په غشو باندې د فال نيول نجس اود شيطان كار دى ، ځان ورڅخه وساتى تر څو خلاصون ومومۍ شيطان غواړي ستاسو په منځ كې دښمنې او كركه د نشه اى توكو او قمار له لارې رامنځته كړي.
اخري دليل يې د شرابو او د بتانو د عبادت پورتنې آيت الخمر( شراب) د شيطان په غوښتنه د ټولو بدو كارنو او ګناهونو سرچينه بولي
سره د يوځاې كيدلو اړيكه ده ، چې د اسلام له نظره كبيره ګناه ګڼل شوي ده.
حديث شريف
د اسلامي فقهې بله لويه زيرمه حديثونه دي چې د پيغمبر محمد (ص) وينا او كارونه دي ، په يو شمير احاديثوكې څو ځايه شراب د نشه راوړونكى توكي بلل شوى دى . روايت دى چې پيغمبر ويلي دي چي:
( هر نشه راوړونكي توكى د شرابو حكم لري او هر نشه توليدوونكى توكې حرام دى، هر هغه څوك چې په دې دنيا شراب وڅښي او مړ شو او توبه يې ونه ويسته په هغه دنيا كې ورڅخه محروم دى)
(مسلم)
د ابو موسى (رض) څخه روايت دى چې كله چې دى يمن ته ليږل كيده د پيغمبر څخه يې د البيت او الميزر په نامه د شرابو په هكله چې د يمنيانو ډير خوښ ؤ وپوښتل. ددې په پوهيدو سره چې البيت هغه الكولي مشروب دي چې د شاتو څخه او الميرز هغه الكولي مشروب دي چې د وربشو څخه په لاس راځي ، پيغمبر وويل: ( ټول نشه اي توكي حرام دي)
( البخاري)
د اسلامي اصولو له مخې پر هر مسلمان واجب ده چې د هغې ټولنې چې دى ورپوري اړه لري او د لويې ټولنې اجتماعي –سياسي اړيكي په پام كې ونيسي، فلهذا! پر يوه مسلمان واجب ده چې هميشه په دې كوښش كې وي د ځان غوښتنې تمايلاتو څخه ځان پاك كړي اونور هم ورڅخه منع كړي. نو ددې لپاره چې هر مسلمان په ټولنه كې د ښو كارونو اونورو ته د خدمت له لارې خپل موقف تر لاسه كړي. دوي بايد قران او احاديث ولولي اوپه دې پوه شي چې كوم مسؤليتونه لري. په غير ددې نه بايد د علماؤ او مذهبې لارښوونكو او هر هغه څوك چې په قران پوه وي پوښتنه وكړي. جوماتونه دعبادت نه علاوه د معلوماتو د لاسته راوړلو مناسب ځايونه دي. جومات هغه مدرسه ده چې د اسلامي ټولنو په ژوند كې حياتې رول لوبوي . مسلمانان په جومات كې ددې لپاره سره را ټوليږي چې د عامه ستونزو په هكله سره بحث وكړي او د حل لارې چارې يې ومومي.
نو جوماتونه بايد داسي ايده ال شرائط برابر كړي چې د ټولنې په دينې پروګرامونو كې د مخدراتو د ناسم استعمال مخنيوي تنظيم كړي
يو شمير كارونه چې د مخدراتو د ناوړه استعمال د مخنيوي په لاره كې په لاره اچول كيږي دادي:
• د جمعې د لمانځه په جمع كې خطبه كولاى شي د مخدراتو د ناوړه استعمال او او په استعمال كونكي، كورنيو ، ټولنه او ملت باندې د هغه د منفي اغيزو په هكله معلومات خپاره كړي.
• د ځوانانو څخه د مخدراتو د مخنيوي په هكله ، د نشه اى توكو په هكله اسلامي معلومات تيارولو له لارې ډيره توقع كيږي. ددې نه علاوه په ځانګړي ډول دمرستي غوښتنه ور څخه وكړى.
• د ټولنې ټولو قشرونو ته د مخدراتو د مخنيوي د پيغام رسيدل يقيني كوي
• د نفوذ لرونكو اشخاصو او ځوانانو كميټې د ټولنيزو اصلاحاتو او ځوانانو ته د مخدره توكو څخه د ځان ساتلو په هكله د تعلمياتو وركولو د تقويې په منظور د خطر د عواملو د كمولو او د محافظتي عواملو د تقويې په وسيله په افرادو اوهغه محيط كې چې دوي ژوند كوي، تاسيس كړى
• ځوانان زياتره په ګټورو فعاليتونو كې اخته كړى لكه د مولود شريف ، د قران نزول، د معراج شپه، هجرت او روژي په هكله. نور فعاليتونه كيداىشي په سنت لمونځ چې د الله تعالى شكرګذاري وښيې اود شكرانې جشنونه.
• د جنازې د مراسمو د خبرو په وخت كې د مخدره توكو د ناوړه كارولو او د هغو ناوړه اغيزې په اشخاصو ، كورنيو، ټولنه او ټول ملت باندې موضوع شاملول
• د مذهمبي مشورو د غونډو تر سره كول او مذهبي لكچرونه په ځانګړي ډول ځوانان او د هغوي مور اوپلار ته
• د مخدراتو نه د خلاص چاپيريال نه ددفاع په خاطر مذهبي لارښوونكي او علماء بايد همغږې هڅې وكړي تر څو د نورو اړوندو ډلو او متخصصينو لكه ډاكټران كار وكړي تر څو په اړونده ټولنو كې د مخدره توكو څخه پاك چاپيريال را منځته كړي.
3.2 په ټولنيز بنسټ ولاړ پروګرامونه
د كلتوري ، ژبنيو او د ټولنيزو ځانګرتياؤ تنوع د مخدره توكو د كارولو او لاس رسى( دسترسي) نسبي توپيرونه په ټولنيز بنسټ د وقاييې د لومړيتوب مهم ټاكونكي دي. دا ډول هدف ته رسيدل د ټولنو د تشكيلاتي جوړښت توپيرونه او په مجموع كې د مخدراتو د پرابلمونو په وړاندې د عكس العمل توانمندي ، تحرك او انګيزه هم په ګوته كوي .
د وقايوي دوامداره تنايجو د لاسته راوړلو په خاطر د ټولنې برخه اخيستنې ته د ضروري فكتور په سترګه كتل كيږي. چې ټولنو ته د مخدراتو د ځانګړو پرابلمونو ته د حل د لارو د ټاكلو او ميندلو او همدارنګه د ټولنو ته د اجراتو ، او په مجموع كې د مخدره توكود كنترول د فعاليت د پرمخ وړلو ، ټاكلو او اداره كولو قدرت وربخښي.
ستراتيژي بايد په د ريو اصلي فعاليتونو په ترځ كې پر مخ ولاړه شي، چې په عام ډول پكې شامليږي ، مګر داسې نه چې د محلي خبرتيا ( اګاهۍ) كمپياينونه دې ورته مخه كړي:
• د عامو خلكو ، د هغو موضوعاتو په شمول چې د روغيتيا د ښه والي اوساتني په منظور د مثبتو پيغامونو د ملاتړ كوي. نوموړي پيغامونه بايد د ټولو اوريدونكو لپاره رامنځته شي ، مګر كيداى شي چې تر هدف لاندې د ځانګړو ډلو د علاقمنديو او اړتياؤ په اساس عيار شي.
• مذهبي لارښوونكي چې كولاى شي د مخدراتو په اړوند پوهاوى او مثبت عكس العمل د خپلو مذهبي غونډو په ترځ كې په ټوله ټولنه كې زيات كړي. نوموړي مذهبي لارښوونكي كولاى شي روحاني لارښود ترتيب ، او د مخدراتو هغه استعمالوونكي چې غواړي د مخدراتو د تړاو درملنه يې وشي او يا يې درملنه تكميل كړي وي تشويق او ملاتړ يې وكړي.
• په عامه او شخصي سكتورونو كې استخداموونكي كولاى شي د مخدراتو د وقايې پرګروامونه په خپلو اړوندو ادارو كې ترويج كړي.