شرى
د شري ناروغي د ويروسي حادو ساري  ناروغيو له ډلې  څخه ده. د ناروغۍ د واكسينو د كشفولو څخه وړاندې ټول ماشومان په نوموړې ناروغۍ اخته كېدل.
نخښې:
د شري ناروغي درې مرحلې لري.
هغه مرحله چې ويروس بدن ته ننوزي او په بدن كې تكثركوي د لسو نه تر دولسو ورځو پورې دوام مومي ، په دې مرحله كې ماشوم د ناروغۍ كومه نخښه نه لري.
د رېزش مرحله: په دې مرحله كې د ماشوم تبه لوړه وي چې  د سانتي ګراد تر څلويښتو (۴۰) درجو پورې رسېږي. په دې مرحله كې د ماشوم په خوله كې د ژرندې د غاښونو په څنګ كې په احمراري ځمكه باندې سپينې دانې (ټكي) چې د مالګې د دانو سره ورته والى لري را دوڅارېږي. چې د كوپليك د دانو په نامه يادېږي. نوموړې دانې( ټكي) د ۱۲ نه تر ۱۸ ساعتونو په موده كې له منځه ځي. 
د شري د راوتلو مرحله: شرى لومړى د ورمېږ په پورتنې برخه او څنګونو او د غوږ شاته راوځي او بيا ټول مخ نيسي. وروسته بيا د ۲۴ ساعتو په موده كې سينه ، شا  او د ورنونو او په دريمه ورځ د پښو تر تونډيو رسېږي. په دې وخت كې د ماشوم تبه له منځه ځي . كله چې د شري دانې له منځه ځي په ځاى يې قهوه اى رنګ غوره كوي چې وروسته بيا له منځه ځي.
د شري د ناروغې په وخت كې ښايي د ژامو لاندې او د غاړې لمفاوي غوټې غټې شي او د هضمي سيستم  ستونزې د نس ناستي او يا كانګو په ډول په ځانګړي ډول په شيدو خوړونكو ماشومانو كې را منځته شي. كه چېرې د شري د دانو  د راپيدا كېدو له وخته درې يا څلور ورځې وروسته بيا هم ماشوم تبه ولري نو د شري د ناروغۍ  د ناروغۍ يو اختلاط بايد په پام كې ولرو.


د خپريدو لار:
د شري ناروغي يوه دېره سرايت كوونكي ويروسي ناروغي ده. په دې ډول چې په شري آخته ماشوم د پرنجي او يا ټوخي په وخت كې د خپلې خولې  او پوزې د ترشحاتو  سره په خپل چاپيريال كې ډير شمير ويروسونه خپروي. نوموړي ويروسونه  حتې تر ۳۴ ساعتونو پورې د ماشون په خونه كې ژوندي او په فعال ډول پاته كيداى شي. كه چېرې هر هغه ماشوم چې د شري واكسين ورته نه پيچكارۍ شوى په شري باندې د اخته  ماشوم سره په تماس كې راشي نوموړى ويروس به د هغه تنفسي لارې ته ننوځي او ۱۰-۱۲ ورځو په موده كې چې د تفريخ دوره يې بولي په نوموړى ماشوم كې د ناروغۍ د نخښو د را پيدا كېدو سبب شي.
د شري د سرايت دوره د ناروغۍ د لومړنۍ نخښي درا پيدا كيدو ( تبه، ريزش او ټوخي) سره پيل كېږي او ددانو دراپيداكيدو څخه تر پنځو روځو پورې ساري دى. په دې موده كې بايد ماشوم ښوونځي ته ولاړ نه شي او د نورو ماشومانو څخه بايد كاملآ جلا اوسي.
د شري د نا روغې نه  د وقايې په خاطر  كه څه هم اخته ماشوم بايد د سرايت په مرحله د نورو ماشومانو څخه كاملآ جلا وساتل شي . مګر اخته ماشوم حتې د ريزش په مرحله كې هم نورو ته ناروغي ليږدولاى شي، نو په دې دليل ډير ښه كار د شري د واكسين پيچكاري كول دي چې بايد ټولو ماشومانو ته ورپيچكاري شي.
اختلاطات
شرى يوه خطرناكه او په عذابوونكي نارغي ده چې ماشوم نه  يوازي د ناروغۍ په وخت كې په عذابوي او د هغه خوب او هوسايينه د دوه درې اونيو لپاره ورڅخه اخلي بلكه ښايي ماشوم د په يو شمېر اختلاطاتو لكه سينه بغل چې ښايې د ما شوم د مړينې لامل شي، يا  د ماشوم د غوږ څخه زوې راشي او درد پيدا كړي او تر ټولو بده يې لا داده چې په دماغي اختلاطاتو اخته شي او هميشنى ( دايمي ) اختلاط را منځته كړي. د شري د ناروغۍ يو مهم اختلاط هم د دماغ او ذهن او فكري استعداد  د فعاليت كمېدل دي . په دې ډول چې : كله چې ماشون ښوونځي ته داخل شي ځان را ښكاره كړي او ماشوم په زده كړه كې د ستونزو سره مخ كړي. نو د مور اوپلار دنده ده چې خپل ماشوم په په خپل وخت كې د شري واكسين ورپيچكاري كړي.

درملنه
څرنګه چې نوموړې ناروغي يوه ويروسي نارغي ده نو داسې درمل چې د ناروغۍ دوران را كم كړي نشته. نو په دې دليل د شري د ناروغۍ دروان بايد تر سره شي او ناروغ ښه شي. مور او پلار بايد د ماشوم تبه هر شپږ ساعته اندازه كړي او د تبې د راكمولو درمل كله چې د هغه تبه لوړه وي هغه ته وركړي. په كوټه كې د اوبو بخار كول د ماشون د وچ ټوخي په كمولو كې اغېزمن دي. په هغه وخت كې چې د ماشوم سترګې سرې او پړسېدلې وي نو ډيره دڼا هغه په عذابوي ، نو ښه به داوي چې د ماشوم خونه تياره وي او هغه د مايعاتو څكلو ته وهڅوو. مګر كه ماشوم نور كوم ساده خواړه وغوښتل بايد ورته وركړل شي. د انټيبيوټيكونو وركول د شري په ناروغۍ كې كومه ګټه نه لري او بايد ورنكړل شي. هغه ماشومان چې د شپږو ميا شتو نه تر يوه كاله پورې عمر لر ي د ويټامين A ، ۱۰۰ زره واحده او د يوه كال نه د لويو ماشومان ته ۲۰۰ زره واحده ويتامين A بايد وركړل شي  چې د ناروغې اختلاطات را كم كړي. كه چېرې ماشوم اختلاطي شي باد درملنه يې په روغتون كې تر سره شي.
ايا ماشوم مخكې له ۶-۷ مياشتنۍ څخه په شري اخته كېداى شي؟ شيدې خوړنكې ماشوما ن د خپل عمر په لومړيو ۴-۶ مياشتو په موده كې د شري د ناروغۍ په مقابل كې خوندي( مصؤ ن ) دي او په دې ناروغۍ نه اخته كېږي، ځكه چې د شري د ناروغۍ ضد ماده د مور په وينه كې شته، د پلاسنتا له لارې جنين ته رسېږي او د نوي زېږېدلي وينه د ولادت په وخت كې نوموړې ماده لري، دا حالت په داسې حال كې منځته راځي چې مور د خپل ماشومتوب په دوران كې په شري اخته شوې وي. دغه مصؤنيت راوړونكې ماده چې  د مور نه ماشوم ته رسېږي په تدريجي ډول كمېږي او په يو كلنۍ كې بېخي له منځه ځي. او كله چې نوموړې مصؤنيت بخښونكې ماده له منځه ولاړه شي بايد د شري واكسين ماشوم ته تزريق شي.
كه چېرې روغ ماشوم په شري باندې د اخته ماشوم سره تماس پيدا كړې څه بايد وكړو؟  كه چېرې روغ ماشوم چې مخكې ورته د شري واكسن تزريق شوي دي  په شري باندې د اخته ماشوم سره تماس پيداكړي ، هيڅ ډول اقدام ته اړتيا نشته . مګر كه د شري واكسين ورته نه وي تزريق شوي ، نو كه د تماس په لومړنيو يو دوه ورځو كې وي د ډاكتر په لارښوونه ورته د شري واكسين تزريق كېدلاى شي. كه كه لومړينيو ۵ ورځو په دوران كې يې تماس پيدا كړى وي بايد ه دي چې ګاما ګلوبولين د ناروغۍ د مخنيوي په منظور ورته پېچكاري شي او ته پايله كې به ناروغ په شري اخته نه شي. خو كه د ۵ ورځو نه زيات د تماس شوې وي د ګاما ګلوبولينونو لوړ مقدار بايد تزريق شي.