د بخښونکي او مهربان لوے څښتن په نامه
د باجوړ پېښه د نړيوالو حالاتو په آئينه کښې
ليک: انور شاهين خانخېل
Jarga.weblog@gmail.com
يو ځل بيا د کوزې پښتونخوا په باجوړ سيمه کښې په يوه مذهبي مدرسه باندې جنګې الوتکو په وحشيانه حمله کښې يو شمېر پښتانۀ او بې ګناه بچي په خاورو او وينو کښې ولوغړول.دا فعل يو ډېر ظالمانه او وحشيانه فعل دے او په دې چې څومره هم خفګان څرګند شی او څومره پرې هم احتجاج وشی نو کم به وی
اکثر رپوټونه وائی چې دا وحشيانه کار د تېر کال په شان امريکائی جنګي الوتکو کړے دے خو پاکستاني چارواکي په ډېر فخر سره وائي چې نه دا کار امريکې نه بلکې مونږ کړے دے. بهر حال که امريکې دا کار کړے وی او که پاکستان خو په هر حال يو ډېر ظالمانه او غېر انساني فعل دے او دا کار په اول ځل نه دے شوے بلکې په ځلونو د دا ډول عمليات ترسره شوي او کيږي همدې پېښې سره په يو وخت د برې پښتونخوا د قندهار په پنجوائۍ کښې هم د امريکې په هوائي حمله کښې بې ګناه ملکي خلک په بمونو کښې وسوزل شول په هر حال د دې او دا ډول اقداماتو هدف او مقصد يو دے او ګټه يې ټوله يو ځاے ته ځي او د امريکې، صهيونېسټ رژيم او انګرېز د اهدافو د پوره کولو لپاره په نړۍ کښې داسې ظالمانه هلې ځلې روانې دي.
د باجوړ په يوې مذهبي مدرسې باندې له وحشيانه هوائي حملې نه پس اکثر دا توجيه وړاندې کيږی چې دغلته ځينې ترهه ګر موجود وو او د هغوي په خلاف دا عمليات تر سره شول.
دا خبره صحيح اوانکار ترې نه شو کولې چې په ځينو مدرسو کښې د ترهه ګرۍ او دهشت ګردۍ تعليم ورکړې کيږي او نه يواځې د کفر او شرک غلط تعليم او تعبير ورته ښودل کيږی بلکې اسلام هم ورته په غلط رنګ کښې معرفي کولې شی، خو له دې خبرې نه هم انکار نه شو کولې چې ځينو دهشت ګردو مذهبی قوتونو ته دا تعليم او تربيت هم دغه امريکې او د دې انډيوالانو او لاس پوسو ورکړے دے او ورکوي يې چې د دې خبرو تائيد اکثر د پاکستاني جرنېل نصير الله خان بابر غوندې ذمه دارو کسانو هم په ځلونو کړے دے. او اکثر حق ويونکي سياسي څېړونکي اوس هم په دې خبره باوري دي چې د دغو مذهبي ترهه ګرو ډلو د مشرانو ملاتړ او لارښوونه اوس هم د امريکې او د دې د اېجنټانو لخوا کيږي او د صهيونېسټ رژيم هدفونه او مقصدونه په مخ بيائي.
خو خېر که مونږ دا هم ورسره ومنو چې په رښتيا په دغه مدرسه کښې ځينې ترهه ګر او دهشت ګرد موجود وو او دا هم ورسره ومنو چې په پاکستان او افغانستان کښې دغه دهشت ګرد امريکې او پاکستان نه دي روزلي او دا وسلې يې په چڼ او وظيفو راټولو سره ترلاسه کړي دي نو ايا د دې خبرې د حل لاره دا وه چې په دغه مدرسه دې بمباري وشی او له هغو څو تنو ترهه ګرو سره دې واړۀ واړۀ ماشومان چې تازه د اختر له چوټيانو نه پس مدرسې ته راغلي وو په وينو او خاورو کښې ولوغړوي او په بمونو کښې يې وسېزې؟ ايا داسې نه شوه کېدې چې په دغه مدرسې باندې پاکستاني ځواکونه ورغلي وې او هغه دهشت ګرد يې نيولي وې او له هغوي سر يې د دهشت ګردۍ اوزار او ثبوتونه نيولي او دنيا ته يې رسوا کړي وې؟ ايا دا کار د پاکستان د ځواکونو لپاره چې په دنيا کښې د قوت له لحاظه مشهور دی ګران ؤ؟ او ايا هغه ډله چې امريکه او پاکستان ورته دهشتګرد وائي همدوي نه ده جوړه کړې او هم اوس يې نه استعالوي؟
او که دا ورسره هم ومنو چې اسامه، ملا عمر او حکمت يار غوندې کسان نه په ځمکه کښې موندې شي او نه په اسمان کښې نو ايا د هغوي ملګري او ملاتړي نن د پاکستان په پارلمانونو اوحکومتونو کښې نه دي ناست؟ او له ټولو نه مهمه دا پوښتنه چې دا په نړۍ کښې څنګه ناڅاپه د القاعدې او طالبانو په نامه ډلې جوړې شوې او دا څه لوبه او ډرامه روانه ده؟
د خلکو په ذهنونو کښې دا او د دا ډول نورې پوښتنې رامنځته کيږي چې د ځواب لپاره يې په بخښنې سره غواړم چې لږه د نړۍ تېر تاريخ او بدلونونوته يوه ځلغلنده کتنه وکړو نو کېدې شي چې دا ګونجي مشوړه تر يو حده خلاصه شي.
په هغو وختونو کښې چې کله دنيا په دوه بلاکونو وېشل شوې وه د دنيا يوه برخه د امريکې په کنټرول کښې وه چې مغربي يا لويديځ بلاک به يې ورته ويل او بله برخه د پخواني شوروي په کنټرول کښې وه او ورته به يې مشرقي يا ختيځ بلاک ويل او چا تصور هم نه شو کولې چې يو هيواد به د دغو دواړو سپر طاقتونو له پېېلتيا او ملاتړ نه بغېر ژوند وکړې شي خو د غلامۍ په دغو تورو تيارو کښې په ايران کښې د خدای د ګران رسول (ص) له اولاد څخه يو بوډا او ضعيف خو په زړۀ پياوړے، مخلص او تقوا دار ديني عالم سيد روح الله ( چې په امام خمېني مشهور ؤ) په مشرۍ يو اسلامي او عوامي انقلاب کامياب شو او د دغه انقلاب مشر امام خمېني وړومبنے اواز دا پورته کړو چې ((نه شرقي او نه غربي جمهوري اسلامي)) يعنې مونږ نه د شوروي غلامي منو او نه د امريکې بلکې مونږ يواځې په اسلامي جمهوريت باندې تکيه لرو. او وې ويل چې سپر طاقت يواځې د خداے پاک (ج) ذات دے. په هغه غلامانه ماحول کښې واقعې چې دا اواز يو اوپره اواز ؤ او د خلکو غوږونه ورسره اشنا نه وو نو ځکه د چا باور نه راتلو چې دا هم لا ممکنه ده؟ خو په هر حال هغه بوډا سيد دا خبره رښتيا ثابته کړه او نه يواځې يې په ايران کښې دوه نيم زره کلن باچائي نظام او له امريکې سره تړلے حکومت ختم کړ بلکې د دواړو دنياوي طاقتونو د غلامۍ له جغ نه يې ځان ازاد کړ نوچې کله دغو دواړو طاقتونو خپل مفادات او ګټې په خطره کښې وليدې نو د عراق ډکټېټر مشر صدام حسېن يې ولمسوۀ چې په ايران باندې حمله وکړي او په تاريخ کښې په اول ځل دغه دواړه طاقتونه او د دوي عرب او مسلمان او غېر مسلمان انډيوالان هېودونه د ايران په خلاف له صدام حسېن سره کلک اودرېدل او هغۀ ته يې دا باور ورکړ چې په يوه هفته کښې به ايران ونيسې خو د اتو کلونو له مسلط کړې شوي جنګ او تباهۍ نه باوجود يې ايران ته ماتې ورنکړه،او اخېر کار اته کاله پس جنګ بند شو او د دغو شېطاني قوتونو خوبونه پوره نه شول.امريکې همدا رنګ د ايران په ګاونډي هېواد پاکستان کښې امريکې د ايران د اسلامي انقلاب د اثراتو د مخنيوي لپاره د ضياء الحق په نامه يو فوځي جرنېل د فوځي کودتا په ذريعه مسلط کړ او که څه هم د هغه جرنېل خپله ذاتي عقيده قاديانيت وه خو بيا هم يې د ايران د اسلامي انقلاب د اثراتو د پيکه کولو لپاره د اميرالمومنين په خطاب اخېستلو سره د نظام مصطفی (ص) د نافذ کولو خبرې شروع کړې او د اسلام د څېرې د بدرنګه کولو لپاره يې د اسلام په نامه خپل مخالفين کوړو او درو ته وتړل او د پاکستان مخلصو مسلمانانو ته يې دا په ذهن کښې واچول چې اسلام يواځې د سزاګانو دين دے او د ولس د خېر ښېګړې لپاره څه امکانات نه لري، اوامريکې له بلې خوا د همدغه فوځي ډکټېټر په ذريعه د وهابيت په خورولو سره په ملک کښې د شيعه په خلاف نفرت خپرول شور کړل او حتي چې په ځينو سيمو کښې يې د اهل تشيع په خلاف فسادات جوړ کړل او غوښتل يې چې په دې طريقې سره په پاکستان کښې د شيعه ؤ او ايران په خلاف نفرت زيات کړي چې څوک د دغه اسلامي انقلاب اثرات قبول نه کړي خو بل طرف ته په پاکستان کښې د شيعه ؤ يو پښتون مشر علامه سيد عارف حسېن حسېني د امام خمېني په پېروۍ سره په پاکستان کښې د جنرل ضياء الحق او امريکې د منصوبو د ناکامولو لپاره خپلې هلې ځلې تېزې کړې وې او د شيعه سني مسلمانانو ترمېنځ د اتحاد او يووالي لپاره يې ورځ او شپه په ځان يو کړي وو او په دغو هلو ځلو کښې تر ډېر حده پورې کامياب شوے هم ؤ او نزدې وه چې د سني او شيعه مسلمانانو په راغونډولو سره اسلامي انقلاب راوستې وې خو جنرل ضياء الحق د امريکې په اشاره د فوځي ګورنر جنرل فضل حق په ذريعه د شيعه سني مسلمانانو هغه غمخور له منځه يوړۀ چې بالاخره د علامه سيد عارف حسېن حسېني له وژلې نه لږې ورځې پس جنرل ضياء الحق سره د امريکې د سفير او خپلو څو جرنېلانو په فضاء کښې د نامعلومو وجوهاتو په بنا له منځه لاړ چې د هغۀ په وژلې سره په ايران کښې د باچا له منځه تللو نه پس امريکې ته په سيمه او خاصه توګه پاکستان کښې يو بل سخت ګوزار ملاؤ شو
همدا رنګ په دغو وختونو کښې امام خمېني په داسې حال کښې چې کميونزم په خپل جوبن کښې ؤ د دغه شرقي بلاک مشر ګوربا چوف ته د اسلام دعوت ورکړ او ورته يې وويل چې زۀ وينم چې ستاسو کميونزم نظام زر ختمېدونکے دے نو زۀ درته د نجات د يوې لارې دعوت درکوم او هغه د اسلام دين دے چې په دغه دين قبلولو سره به دې ټول مشکلات او مسائل حل شي، البته دا خبره يې ورته په خاصه توګه په ګوته کړه چې زۀ تا ته د هغه اسلام دعوت نه درکووم چې تاسو مشرانو ورته افيم ويلي دي او ورته يې وويل چې دغه اسلام ته مونږ امريکائي اسلام وايو بلکې زۀ درته د محمدي (ص) او انقلابي اسلام دعوت درکووم چې يوه جلوه يې تاسو په عملي توګه د عراق له خوا په مسلط کړې شوي جنګ کښې وکته.چې ايران په يواځې ځان د عراق تر څنګه د نړۍ د ټولو شېطاني حکومتونو مقابله وکړه.
په هر حال له دې ليک نه پس ګوربا چوف په شوروي کښې خلکو ته ځېنې مذهبي او قومي ازادۍ ورکړې او په نظام کښې يې اصلاحات شروع کړل چې دغه د اظهار او مذهب ازادۍ ورو ورو د خپلواکيو په ازاديو بدلې شوې او بالاخره د امريکې په ظاهره يو رقيب شرقي بلاک له منځه لاړ، او د دې بلاک له پاشل کېدو سره د امريکې غلام هېوادونه هم په دې سوچ فکر کښې شول چې په داسې حال کښې چې د امريکې رقيب اوس له منځه لاړ دے نو له امريکې سره ملګرتيا او په غربي بلاک کښې پاتې کېدل فضول او بې فائدې دي او له دغه بلاک نه د وتو او خپلواکه ژوند کولو انګازې او ګنګوسۍ شروع شوې، نو په داسې حال کښې چې امريکې ته له يوې خوا په اسلامي نړۍ کښې د اجتهاد په بنياد جوړ شوے يو ماډرن او د زمانې له تقاضو سره سم حکومت رامنځته شو نو بل طرف ته يې هغه مشرقي بلاک چې امريکې به ځانته د هېوادونو د جلبولو او د خپلې غلامۍ په حلقه کښې د راوستو لپاره د هغۀ له نوم نه خلک ويرول له منځه لاړ همدا رنګ د ايران اسلامي انقلاب په نړۍ کښې په تېره بيا په اسلامي نړۍ کښې په روانو ازادي غوښتونکو خوزښتونو او غورځنګونو کښې يو نوې روح پو کړو او هغوي ته يې دا درس ورکړ چې د ايران د ولس په شان د خداے پاک په ذات باندې په تکيې سره کولې شئ ازادي او خپلواکي ترلاسه کړي په خاصه توګه په هغه فلسطيني ولس کښې چې له مودو مودو راهسې د ياسر عرفات، انورالسادات او شاه حسېن غوندې د امريکې د لاس پوسو په رحم کرم ؤ او د مدد او مرستو لپاره به يې امريکې او يورپ ته سترګې نيولې وې يوه بېداري رامنځته شوه او هم په دغه مظلوم او بې يارو مددګار ولس کښې داسې ځوانان پېدا شول چې د ساز باز او شازشونو له سياست نه وراخوا يې د غاصب صهيونېسټ په خلاف د مبارزې او مقاومت لاره خپله کړه چې نن يې مونږ د حماس په شکل کښې ګورو. همدا رنګ د ايران د دغه ماډرن او د زمانې مطابق اسلامي نظام په امريکه او يورپ کښې ډېر پوهان او مفکران په سوچ او فکر مجبور کړل چې د اسلام په باره کښې مطالعه وکړي او د اسلام په لور د خلکو رجحان ورځ په ورځ په زياتېدو شو.
امريکې چې کله د نړۍ او په خاصه توګه د سيمې دا وضعيت وکتۀ نو دخپل بلاک د پاشل کېدو او خپلواکه کېدو ويره ورسره پېدا شوه ځکه چې د مشرقي بلاک له منځه د تلو په وجه يوه خلاء رامنځته شوه چې د دې خلاء د ډکوو لپاره يو بل مصنوعي دښمن ته يې اړتيا ولرله چې له هغه دښمن نه د خپلو انډيوالانو او غلامانو په ويرولو سره هغوي په خپله حلقه کښې وساتي نو د دغې مقصد لپاره يې له مخکښې نه يو روزل شوے کس اسامه بن لادن د دې کار لپاره مناسب کس وګڼۀ او د هغۀ په ذريعه يې د ځان لپاره يو مصنوعي دښمن جوړ کړ بيا يې د ستمبر د يولسمې نېټې پېښه رامنځته کړه او دنيا ته يې دا وښوده چې دا د القاعدې کار دے او د القاعدې کسانو د امريکې له دومره پرمختللي دفاعي نظام باوجود الوتکې وتښتولې او په نيويارک کښې يې دووغبرګو تجارتي ودانيو سره ټکرې کړې او هغه يې تباه کړې. حال دا چې د وخت په تېريدو سره سره حقائق رامنځته شول او هغه دا چې دا ودانۍ په الوتکو سره نه بلکې په بمونه اېښودو سره تباه کړې شوې وې او تباه کوونکي يې هم صهيونېسټان وو او عجيبه دا ده چې په دغو ودانيو کښې به په يو وخت څلور څلورنيم زرو پورې يهوديانو کار کوۀ خو په دغه ورځ يو هم کار ته نه ؤ راغلے او ټول عام اوتاجران خلک پکښې دل شول او له دغې پېښې نه فوراً پس يې يو لړ کمپوټري جعلي او خود ساخته فلمونه په ټيلي ويژن باندې وښودل چې دا کار په جنګي الوتکو سره القاعدې کړې دے او اسامه بن لادن دا منصوبه سر ته رسولې ده چې د اسلام يو اتل دے او ورسره ورسره يې د صليبي جنګونو د شروع کېدو خبرې هم شروع کړې
همدا رنګ يې له دې نه مخکښې په هغو وختونو کښې چې د افغانستان او پاکستان ترمېنځ د ډيورېنډ د کرښې معياد ختم شوے ؤ او بله دا چې پښتون قوم يو داسې قوم ؤ چې تل يې د حق او حقيقت ملګرتيا کړې ده نو په پښتنو باندې د ايران د اسلامي انقلاب اثرات يوه فطري خبره وه نو د افغانستان په پښتنو کښې يې د پاکستان په مرستې سره د اسامه تر څنګه د طالبانو په نوم يو حکومت رامنځته کړ او له هغوي نه يې د اسلام په نامه داسې غېر انساني او غېر اسلامي کارونه واخېستل چې په دې کار سره يې وغوښتل چې له يوې خوا د هغو اسلامي بېداريو مخه ونيسي چې د کومو په وجه په امريکه او يورپ کښې د اسلام په هکله رامنځته شوې وې يعنې د ايران په مقابله کښې اسلام په فرسوده او جاهلانه شکل کښې وړاندې کړي او بيا يې د طالبانو د دغو غېر اسلامي او جاهلانه اقداماتو فېلمونه جوړ کړل او په امريکه او يورپ کښې يې په ښه زور او شور سره خپارۀ کړل او هغو خلکو ته يې چې له اسلام څخه متاثره شوي او په تحقيقاتو مجبور شوي وو وښودل چې دا هغه اسلام دے چې تاسو ترې متاثره يئ.
دا خبره اکثر عام خلق کوي چې امريکه د يو کار د عملي کولو لپاره پنځوس کاله مخکښې منصوبې جوړوي او تيارے کوي خو دا خبره که څه هم عاميانه ده خو رښتيا ده او بله دا چې امريکه چې کله يو اقدام کوي نو له هغه يو اقدام نه ډېرې ګټې ترلاسه کوي. نو بس د ستمبر د يولسمې نېټې د پېښې په بانه يې په افغانستان باندې حمله وکړه او د طالبانو هغه حکومت چې د پاکستان د فوځ او حکومتونو او ځينو مذهبي مشرانو په ذريعه يې جوړ کړے ؤ له منځه يوړۀ، او له دې امله چې د طالبانو په لاسو يې خلک د دين او مذهب نه دومره متنفره کړي وو چې په افغانستان باندې د امريکې د حملې او تباهۍ باوجود د طالبانو د حکومت په ختمېدو خلکو سا واخېسته او د امريکې په لاسو د کرزي غوندې حکومت ته يې غاړه کېښوده.
په افغانستان باندې له حملې او قبضې څخه امريکې ډېرې ګټې ترلاسه کړې يوه دا چې ځان دنيا ته وښئ چې په کوم ملک کښې هم عوام له يو حکومت نه تنګ وي نو امريکه ورته نجات ورکولې شي، بل يې په دې حمله کښې هغه وسلې وزمائېلې چې تر اوسه يې نه وې ازمائېلې له دې نه علاوه بله ګټه يې دا وکړه چې خپل حقيقي دښمن ايران ته يې ځان نزدې کړو او د طالبانو او القاعدې سره د مبارزې په بانه يې په سيمه کښې خپلې فوځي اډې مضبوطې کړې، همدا رنګ يې بله ګټه دا وکړه چې د ډيورېنډ کرښې د معياد د ختمېدو په نتيجه کښې د پښتون ولس د يوځاے کېدو مخه ونيسي او د طالبانو په نامه د پښتنو د ځپلو او په پښتنو کښې د خپلو مخالفينو د ختمولو او د القاعدې په نوم يې په عربو او نورو هېوادونو کښې د خپلو مخالفينو د ختمولو کار پېل کړي. او د دې خبرې ډېر ثبوتونه مخې ته راغلي دي لکه امريکې چې د طالبانو په نامه په کومو سيمو او خلکو حملې کړې دي په هغو کښې د اکثرو له القاعدې يا طالبانو سره هيڅ تعلق نه ؤ او يا يې داسې کسان هم په دغه بانه نيولي دي چې د هغوي په عقيده په امريکه، القاعده او طالبانو کښې هيڅ فرق نيشته، همدا رنګ امريکې اول په نړۍ کښې له اسامه بن لادن او ملاعمر نه د اسلام اتلان جوړ کړل او ملا عمر ( نوم ته په پام سره) اميرالمومنين او اسامه يې ورته فوځي کمانډر وټاکۀ او بيا يې هغوي له مېدانه وتښتول او دنيا ته يې دا وښودل چې د اسلام خليفه او قوماندان د جنګ له مېدانه تښتي او همدا رنګ يې په دې کار سره د هغو اسلامي غورځنګونو د ويرولو لپاره هم زمينه برابره کړه چې په حقيقي معنو کښې د امريکې او اسرئيلو په خلاف د جنګ په حال کښې دي او مطلب يې دا ؤ چې که سبا په نورو هغو هېوادونو باندې چې په حقيقت کښې د امريکې مخالف دي حمله کوي نو هغوي به بې له مقاومته تښتي او پټيږي به. همدا رنګ يې په پاکستان کښې يو طرف ته په فوځي کودتا سره د جنرل مشرف په ذريعه په ملک کښې د طالبانو له ملاتړو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په نامه سېکولرازم ته زمينه برابره کړه حال دا چې د پښتنو په اکثريت صوبو کښې يې واک اختيار د هغو ملايانو په لاسو کښې ورکړ چې هغوي ښه په ډاګه ځانونه د طالبانو او القاعدې ملاتړي بلي بلکې له امريکې او پاکستان له فوځ سره د طالبانو په بنسټ اېښودو او روزنه او ملاتړ کښې برابر شريک وو او دي، يعنې په دې کار سره يې په افغانستان کښې د اسلام واګي د طالبانو ډلې ته او په پاکستان کښې د اسلام واګي د طالب ډوله پاکستاني مليانو ته په لاسو کښې ورکړل او د هغوي ريموټ کنټرول يې په خپلو لاسو کښې واخېستو د دې لپاره چې په دې هېودونو کښې د پاڅون او انقلاب اختيار د عوامو لاسو ته لاړ نه شي او په خاصو موقعو باندې د امريکې په خلاف په يو څو مظاهرو سره د عوامو غصه او قهر يخ کړي.
حقيقت دا دے چې امريکه د طالبانو او القاعدې په نامه شروع کړې لوبه نه حتمول غواړي بلکې که کله يې وليدل چې په افغانستان کښې هغه هدفونه چې امريکې په نظر کښې نيولي دي په افغانستان باندې واکمن اوسنے حکومت نه شي پوره کولې نو کېدې شي چې بيا د طالبانو ډله راولي. او دغه شان که په پاکستان کښې د فوځي حکومت په مکرونو عوام پوه شول او له فوځي حکومت نه پوزې ته راغلل نو کېدې شي چې بيا په انتخاباتو سره نواز شريف يا بې نظير يا يو بل ګوډاګے سياسي حکومت رامنځته کړي.
امريکې همدا رنګ د افغانستان له ډرامې سره تقريباََ ورته ډرامه په عراق کښې هم وکړه او هلته يې هغه ډکټېټر صدام حسېن چې امريکې او د سيمې تش په نامه اسلامي عربو هېوادونو جوړ کړے ؤ اول يې ترې د اسلام هيرو جوړ کړ او بيا يې په مختلفو بانو په عراق حمله وکړه او صدام حسېن چې ځانته يې د اسلام سپاهي ويل او د شهادت او ځان قربانولو نعرې به يې وهلې پټ شو او بالاخره په ذلالت او بې له څه مقاومت يې امريکي ځواکونو ته ځان تسليم کړواو له هغۀ سره هم يوه ډرامه په يو بل شکل کښې روانه شوه خو هغه څيز چې عراق د افغانستان له حالاتو نه بيلوي هغه هلته په حقيقي معنو کښې د امريکې او د هغې د انډيوالانو په خلاف عوامي خوزښت دے که څه هم امريکه د القاعدې او د صدام د باقي پاتې بعثي ګوند عناصرو په ذريعه دغه عوامي خوزښت خرابول غواړي او هلته د شيعه سني اختلافاتو ته لمن وهل غواړي خو اوس هلته کنټرول د امريکې له لاسه وتې دے ځکه چې په عراق کښې اکثر شيعه او سني مشران د امريکې له مکر او له صدام او القاعدې سره له ساز باز نه آګاه دي او هيڅکله د امريکې په مکر او فريب نه دوکه کيږي ځکه چې په پخوانو وختونو کښې شيعه او سني مسلمانانو دواړو له صدام او امريکې نه داغونه خوړلي دي.
امريکې همدا رنګ د خپل نړيوال سازش تر لاندې غوښتل چې په لبنان کښې د حزب الله غورځنګ چې د فلسطين غاصب رژيم اسرائيلو ته ترې سخته خطره ده له منځه يوسي او بې وسلې يې کړي او دنيا ته دا وښئ چې حزب الله هم د طالبانو او القاعدې د ډلو په شان يوه ترهه ګره ډله ده او چې هر کله د ملګرو ملتو او نورو سياسي حربو سره يې حزب الله بې وسلې نه کړے شو نو ورباندې يې هغه اسرائيل راواچولو چې پنځوس شپېتۀ کاله امريکې، برطانيې او نورو اروپائي حکومتونو روزلے ؤ او دغه صهيونېسټ رژيم خپل ټول طاقت د لبنان په جنوب کښې د حزب الله په خلاف وکارولو او له هوا، ځمکې او سمندر نه يې په ډېرو پرمختلليو او زهرجنو وسلو سره هغه ښکلې سيمې لوټې لوټې کړې په زرګونو بې ګناه ښځې ، سړي او ماشومان يې په وينو او خاورو کښې ولوغړول او خيال يې دا ؤ چې د خزب الله مشر سيد حسن نصرالله به هم لکه د طالبانو د ډلې او القاعدې د مشرانو په شان وتښتي او امريکه او د هغې انډيوالان به د عراق او افغانستان په شان په لبنان کښې هغه حکومت چې د امريکې په خوښه د لبنان په خلکو مسلط دے نور هم مضبوط او وسيع کړي خو خداے پاک په ځمکه د خپل حجت د قائمولو او د اسلام او مسلمانانو په خلاف د امريکې، اسرائيلو او انګرېزانو جوړ کړي نړيوال سازش ناکامولو لپاره له حزب الله سره غېبي مرسته وکړه او هغه يوه وړه ډله بريالۍ کړ چې بې له ساده وړو وړو ميزائېلو او ټوپکو نه بغېر يې هيڅ نه لرل او له کافرو قوتونو نه علاوه يې اکثر عرب او اسلامي هيوادونه هم مخالف وو او حتي چې خپله د لبنان حکومت يې هم د امريکې ملګرے ؤ او ټول د اسرائيلو په لاس د حزب الله د ختمېدو په انتظار کښې وو خو په خداے پاک او خپل شتۀ قوت او مقاومت باندې په تکيه سره ايمان د نړۍ په پرمختلليو وسلو باندې غلبه ومونده او صهيونېسټ رژيم او د هغۀ ملاتړي په شرمونو وشرمېدل او د مېنځني ختيځ د نقشې د بدلولو کومې خطرناکې منصوبې چې امريکې او د هغې انډيوالانو جوړې کړې وې په خاورو کښې ګډې شوې
مطلب دا چې په نړۍ کښې د امريکې او اسرائيلو دوه ډوله دښمنان دي يو هغه ډول چې حقيقي دښمنان دي او په صحيح معنو کښې د امريکې او صهيونېسټ رژيم له سازشونو او بدمعاشيو سره مبارزه کوي لکه د ايران اسلامي انقلاب، په لبنان کښې د حزب الله غورځنګ، په فلسطين کښې د حماس غورځنګ او په عراق کښې د شيعه او سني مسلمانانو مقاومت وغېره او د امريکې بل دښمن هغه ډلې دي چې مشران يې خپله امريکې جوړ کړي او روزلي دي او اوس هم د دغو ډلو مشران د امريکې په اشارو کار کوي لکه د القاعدې ډله، د طالبانو ډله، په پاکستان کښې ځينې مذهبي او سياسي ګوندونه او ډلې، په عراق کښې د صدام حسېن بعثي ډله په فلسطين کښې الفتح (پي اېل او) ډله وغېره.
د نړۍ تېرو او اوسنو واقعاتو ته دا يوه لنډه غوندې کتنه وه چې لږ تر لږه دا اندازه ترې لګېدې شي چې د باجوړ په مدرسه حمله او د پښتنواو مسلمانانو د ځپلو اصل سازش څه دے او د دې شا ته کوم قوتونه کار کوي، ګنې هسې په دې يوې يوې موضوع باندې کتابونه ليکل کېدې شي چې دا کار د قلم د خاوندانو دے چې د خلکو د بېدارولو او پوهولو لپاره په دې موضوع ګانو باندې قلم اوچت کړي.
هيله من يم که انشاء الله د افغانستان او پاکستان خلک په تېره بيا پښتانۀ رابېدار شول او له محدودسوچ او فکر نه راووتل او په نړيوال تناظر کښې يې خپل دا ټول مشکلات وسنجول نو په دې سيمو کښې به هم د امريکې او د هغې د انډيوالانو او لاسو پوسو منصوبې شنډې شي او کېدې شي د حمزه بابا ډېر پخوا هغه پېش ګوئی صحيح ثابته شي چې ويلي يې وو هغه حېواني او شېطاني قوت به چې په دنيا باندې تسلط قائمول غواړي د پښتونخوا په سيمه کښې د مظلومو او مستضعفو له لاسه تباه کيږي.
üüüüü