د تنکيو پښتنو قرباني
ليک: محمد نادر غروال
له ټولو هر څه دمخه غواړم پدې وسيله د باجوړ د تنکيو د قرأن زده کوونکو شهادت له امله خپل د زړه له کومې ژور تأثيرات او خپګان عرض کړم او ځان ددوئ په غم کي شريک وبولم٠ ددوي کورنيو ته د لوي سبحان دربار څخه جميل صبر غواړم او د شهيدانو متبرکو ارواحو ته درود استوم او د قربانی لوړ مقام ته يې د تعظيم لوړ درناوۍ ادا کوم ٠
پدې هکله ما پخوا هم د ټول افغان په وېبپاڼه کي خبرې درلودې چې هره بلا چې ده يوازې له بده مرغه د پښتون په سر ده او هيڅ څوک يې نه يوازې چې د مخنيوی لپاره نشته، بلکه د مسئوليت يې هم څوک ندي معلوم٠
پاکستان خپله همدا سياسي طالبان چې هم د اسلام او هم د پښتون د بدنامی وسيله وګرځيدل راوزيږول٠ د هر چا په مټ چې ؤ خو د پاکستان لخوا نظامي او لوژستيکي له مرستو برخوردار وو ٠ اوس چې د لويديځ نظامي قوتونه افغانستان کي حضور لري زما په اند د پاکستان لپاره د زغم وړ ندي٠ او پاکستان هيڅ وخت په افغانستان کي د سولې ثبات خوشبين ندے٠ او اوسمهال هم چې هره چاودنه او وژل او ترورکيږي بايد د پاکستان لاس پکي وي٠ د پښتونستان په باجوړ کي پاکستان په کوم استناد ځانته دا حق ورکوي چې د تنکيو ماشومانو په سر اور بل کړي او قرأني ښوونځی بمباري کړي پداسي حال کي اصلي موجب د ترور دی پخپله دي؟
زه نه پوهيږم چې څۀ رنګه به سړی وکولاي شي داسي يو سياسي نظام او حکومت ته اسلامي حکومت ووايي٠ که پاکستان په ريښتيا سره غواړي چې د ټرورازم مخه ونيسي نو خپله دې بډې ووهي او کولاي شي د مخ نيوي لپاره د سرحدنو په چارو کي نظامي فعاله ونډه واخلي اود وسلو د زيرمو او د بمونو د جوړولو ځايونه خلع سلاح کړي٠ خو له يو پلوه خپله د ټرورازم اصلي منشاء او بنسټ کېښودونکی دی او له بله پلوه پدې پلمه چې ګواکي د ټرورازم په وړاندې يو ښه مبارز دي او خپل بادار امريکي ته وښايي چې ددۀ په ساز او ډُول ډير ښه ګډيږي نو د قرأن په مدرسو د پښتنو په سرو بمبارئ وکړي او بې ګناه تنکي ماشومان په شهادت ورسوي٠ پدې کچه د پښتون له ټبر سره د ټرور په پلمه ظلم او دښمني هم ځانته يو حد او اندازه لري٠ دا تنکي ماشومان که چيرې پنجابيان واي نو پاکستان به هيڅ کله دا غير انساني او غير اسلامي عمل نه وې ترسره کړی٠ جنرال مشرف او ددۀ جنرالان که په اسلام مشرف وي نو آيا دوئ دا هېر کړي دي چې * انماالمؤمنين اخوه* ( په تحقيق مسلمانان په خپلو کي سره وروڼه دي)؟ دا کوم اسلامي ايمان دي چيرې چې قرأن عظيم الشان تشريف لري او د قرأن عظيم الشان زدکړه کيږي په داسي سپيڅلي مکان دې سور اور بل کړي؟ آيا د پاکستان له حکومته نور هيڅ په وس نه ؤ پوره پرته له بمبارۍ؟ آيا په ده کي ددې توان نه ؤ چې اصل تروريسټان ونيسي؟
او دا خو لومړی ځل ندې چې د پښتنو په سرو د تروريسټ په نامه بمبارئ کيږي٠ همدا پاکستان ؤ چې پښتانه يې په مزارشريف کي د جنرال ملک په لاس ووژل او خپله پنجابيان له مزارشريفه په چورلکو کي په پوره سلامتی ووتل٠
د ټروريسټانو اصلې زيرمه چې خپله پنچابيان او د پاکستان حکومت دی غواړي د چا سترګو ته خاورې وشيندي؟ د پاکستان لپاره دا شونې وه چې هغه خلک چې د له دغو وړو ځلميانو ناوړې ګټې پورته کوي د هغوئ لاسونه دې ورلنډ کړي٠ خو د مدرسو په ويشتلو او تنکيو د قرأن زده کوونکوځلميانو په شهادت به آيا د ټرور مخه ونيول شي؟ زما په اند به هيڅ کله هم نه! ځکه چې د ټرور د چلولو کلي او واګي خپله د مشرف په لاس کي دي٠ دا قتل داسي معنی لري چې په يو تير يې دوه نښې ووشتې٠ يوه نښه يې د پښتنو ورکيدل او بله نښه يې د خپل بادار امريکې خوشولول وو! که پاکستان خپله له ټرورازم څخه لاس په سر شي نو زۀ فکر نه کوم چې لا تر اوسه هم په ګران هېواد افغانستان کي د ټرورازم او ترهه ګرۍ کومې نښې نښانې پيدا شي٠ځکه چې افغان ولس له جګړو سپيږمو ته راغلی دی او خلک په پوره پيمانه مرګ او ژوبله ورکړې ده٠ له خپل حکومت او کرزي صاحب څخه به څه ژاړم او څه به ترې سر وشکوم خو دا دوه ډيرې وړې کلمې غواړ عرض کړم :
افغان حکومت د خپلې لرې پښتونخوا له بې ګناه پښتنو څخه به کومو سترګو پوښتنه وکړي چې د دشتي ليلي جانيان يې له ځانه سره په حکومت کي نيولي دي٠ اوس نو کرزی صاحب بايد له مشرفه مننه هم وکړي چې د ټرورازم او ترهه ګرۍ په وړاندې يې عملاً يو څه اقدام وکړ او لرې هم نده او شک هم نشته چې ولسمشر ښاغلی کرزی او د دۀ کابينه دا هير کړي وي چې د لرې پښتونخوا پښتانه زمونږه افغان وروڼه دي٠ خير حق المبين ته به يې سپارو چې څه به کيږي٠
خو دا ټول د مشرف هغه سياست دي چې که خدای (ج) کول خپل په غم او په اغزو کرل شوي ګلان به انشأالله تعالی په اسلام آباد کي وريبي!
او په آخر کي د خپلو پښتنو بچيانو شهادت ته په زرګنو ځله درود او لوي الله (ج) رحمت وړاندې کوم او د سبحان مبارک دربار ته عرض کوم چې ــ
اللهم حفظنا من الشر الظالمين مع الجميع الامت محمد رسوال الله ص* او ـــ
الهم النصر الاسلام والمسلمين في الکل مکان علي القوم الکافرين والظاليمن و المنافقين و الملحدين والمسفکين والمشرکين*يا سميع الخبير و يا قويٌ عزيز* برحمتک يا ارحم الرحمين* آمين ثم آمين *