داپـــــــــرېل ۲۶ مه
ويـکـــــټور هوګو
زړګۍ ! په یاد دې دي چې دهغه ورځې پوره یوه کال تېرشو چې زما برخلیک پکې وټاکل شو ؟
د ۱۸۱۹ز. کال د اپرېل دمیاشتې ۲۶ مه شپه وه چې یودبل په څنګ کې کښېناستو او یو بل ته مو دزړه رازونه وویل .
ښه مې په یاد دي چې کله مې دنتلي زړه لا پایه مینه درته ښکاره کړه او تاهم په آسانۍ سره دخپلې مینې څخه پړونی بېرته کړ په ریښتیا چې دزمري په شان زړورشوم . زړه مې آرامه شو او ډېر خوښ اونېکمرغه په دې وم چې وپوهېدم بلاخره یو څوک له ماسره هم مینه لري .
آه ! ته او خدای راته ووایه چې اوس دې هم هماغه شپه په یادده ؟ هیله کوم ووایه چې هغه شپه دې په یاد ده ؛ ځکه زما خوښۍ ، غم او هرڅه د هماغه شپې له برمه دي .
وای ، زړګۍ !لاتراوسه دهغه ښکلې اوخوښي بخښونکې شپې لا یو کال نه دی پوره شوی خو په دې کم وخت کې مې ډېر ددرونه او کړاونه وګالل ؛ پرې مې ږده چې هغه راز چې مې لا تراوسه هیچاته نه دی ویلی درته ووایم :
هوکې ! پوهېږې چې په هغه ورځ کله زمونږ کورنۍ زمونږ له مینې خبرې شوې او پریکړه وشوه چې نور به یو بل نه وینو او له یو بل سره به خبرې نه کوو ، څومره پرېشانه او غمجن شوی وم ؛ فوراًخپلې خونې ته ولاړم او په یواځېتوب کې مې ښې ډېرې اوښکې وبهولې ، لومړی مې غوښتل غېږې ته دې پناه دروړم خو ډېر ژر دې څېره را ته ودرېده او وپوهېدم چې ستا دمینې له پاره باید ژوند وکړم . بیامې په خپلې بد بختۍ وژړل ځکه له تا پرته راته ژوند له مرګه تریخ ؤ.
له هغه مهاله چې هرچېرته ځم ، هرڅه کوم او هرڅه ګورم ستا مخ پکې وینم او یوه شېبه دې هم نه شم هېرولای . هیله من یم په دې لیک کې دلیکل شو شیانو په لوستلو خپه او آزرده نه شې . ډېر او ډېر به خوشاله شم که ته هم هغه څه چې په زړه کې لرې په ډاګه راته ولیکې . نن سهار او مازدیګر مې وليدې او باید چې لیدلې مې وای ځکه نن زما او ستا دمینې دتړون یوکال پوره کېدونکی دی ، او په کار نه ده چې دا ورځ ترخه او له خوښیو پرته تېره شي .
نن سهار مې جرأت ونه کړ چې درسره وغږېږم ځکه تر ۲۸ مې نيټې پورې دې له خبرو منع کړی وم ، که څه هم دې فرمان ډېر ځورولی یم خو بیا هم وینا ته دې درناوی لرم او فرمان برداري کوم .
شپه ډېره تېره شوې ده ، ته به په آرامه او نازنین خوب ویده وې او څه به خبره وې چې دژوند وفادار ملګری دې هره شپه له ویده کېدو دمخه ستا دوېښتانو څوتارونه په شونډو ږدي او په مینه او سپېڅلتیا یې ښکلوي .
الله دې مل شه
ویکټور
***