كمپيوتر يو اليكترونېكي (بريښنايي) Electronic machine ماشين دى چې ورته لمړني وركړل شوي معلومات په ډيره چټكۍ سره تحليل اوتجزيه (process) كوي اوله هرډول غلتۍ اواشتباه څخه پرته دهغه نتېجه موږ ته د نتېجه ښوونكو وسا يلو(outputting device) په مټ ښكاره كوي .
البته بايد يا دونه وكړم چې كه په هغه معلوماتوكې چې كمپيوټرته وركول كيږي كومه سهوه اوغلطي نه وي كمپيوټر پرته له هر راز اشتباه اوغلطۍ څخه خپل عمل سرته رسوي .
دبيلګې په توګه
نتيجه ښوونكې وسايل
|
computer system |
لمړنې معلومات |
Outputting data |
Processing |
Input data |
12
|
3*4=12 |
3*4 |
نوټ: با يد په يا د ولرو چې په كمپيوټري ژبه كې دمعلوما توپه اړه دوه ډوله اصطلاح ګانې موجودې دي چې په لاندې ډول دي .
Ø Data: هغه لمړنيو معلوماتوته ويل كيږي چې كمپيوټرپرې كومه عمليه نه وي اجرا كړې چې دا ډول معلوماتوته لمړني (خام) معلومات هم وايي.
Ø Information: داهغه معلومات دي چې كمپيوټرپرې عمليه اجراكړې وي. (process ) شويو معلوماتوته ويل كيږي.
بايد يادونه وكړو چې ذكرشوي دواړه ډوله معلومات په دوه شكلو موندل كيږي.
الف: سافټ داهغه ډول معلومات دي چې په سترګولېدل كېږي اولوستل كېږي تغېرات پكې راځي اوذخېره كېداى هم شي مګردلمس كيدلووړنه دي .
ب : هارډ : هغه معلوما توته وايې چې په ليدو،ذخېره كېدو اوتغېر راوستو سر بيره لمس كېداى هم شي .
كمپيوټرله دوه اسا سي برخوڅخه جوړشوى. چې يوې برخې ته يې سا فټ وير (software) اوبلې برخې ته يې (hardware ) وايې .چې يودبل لازم اوملزوم ګڼل كېږي يعنې چې سافت ويرله هارد ويراوهارد وير له سافت وير پرته هيڅ كارنشې كولى .
نوترهرڅه دمخه بايد په ذكرشوي برخو رڼا واچوو.
۱-هارد وير(hardware): دكمپيوټر هغه برخه ده چې دلاس په واسطه لمس كېږي اوپه فضا كې ځاى نېسي په سترګولېدل كېږي مګر تغېرات پكې نشي راتلاى هارويربلل كېږي لكه كيبورد (keyboard ) مانېتور(monitor ) موس يا موږك (mouse) ....
۲-سافت وير: ( software) دمعلوماتوهغې مجموعې ته ويل كيږي چې په مستقيم ډول له هارد ويرسره تړاو لري اودهارد وير دكنترول دنده په غاړه لري .اوپه ياد با يد ولرو چي سافت وير حجم نه لري اوپه فضاكې ځاي نه نيسې اودلمس وړهم نه ده مګركولى شوپه هغه كي تغېرات راوړو .
په عمومي ډول سافت وير په دوه برخويشل كيږي :
الف: سستم سافت وير: system software
ب: اپليكيشن سافت وير: Application software
الف : سستم سافت وير هغه سافت ويرته ويل كيږي چي دهارد ويردكنترول دنده په غاړه لري. يعنې Physical devices كنترولوي . چې (OS) آپريتينګ سستم يې غوره مثال ده.
آپريتينګ سستم :OS ) Operating system) هغه مهم سافت ويرده چي په كمپيوتر كې
مركزي رول لوبوي اونورټول سافت ويرونه دهمدي سا فت په واسطه كارسرته رسوي . يا په بل عبارت سستم سافت وير هغه سافت ويرده چي نورسافت ويرونه دهغه په مټ پراسس (Processes) يا عمل ترسره كوي اودنوموړي سافت پرته نور سافت ويرونه كوم كارنشي ترسره كولاى . يا داچې نوموړى سافت وير دكمپيوتراودكمپيوتر داستفاده كونكي (User) ترمنځ ديوه انترفيس (interface) يا ارتبا طي پله مثال لري .
چې څوبيلګي ويندوز . Xp, ويندوز ۲۰۰۰ ويندوزسرور ........بلل شې.
ب: اپليكيشن سافت وير: Application software : داهغه سافت ويرده چې دكمپيوتردهارد وير دكنترول دنده په غاړه نه لري اوخپله هم د سستم سافت ويرپه مت كاركوي چي ښه مثال يې آفيس پكيج (office package ) ده
كمپيوتر په عمومي ډول لاندي څلور اسا سي عملې سرته رسوي .
۱- دمعلوما تو داخلول : Input data
۲- دمعلوماتوتحليل اوتجزيه كول : processing data يا په هغو كار كول.
۳- دمعلوما تو بيرته خا رجول (out put data ) يا دمعلوما تو نتيجه ښودل.
۴- دمعلوماتو ذخېره كول ( store data)
چې پورتنۍ څلورواړه عملې دمختلفو وسا يلوپه مټ ترسره كوي چې په راتلونكو درسونوكې به پري رڼاواچو.