ما چې تركومه ځايه د ښاغلي استاد محمد اسماعيل يون او ښاغلي محمد اجمل هوډمن پخوانۍ او اوسنۍ ليكنې لوستلي دوى دواړه ښاغلي تر ډيره حده د ورته نظرونو خاوندان دي او له ليكنوخويې داسې ښكار ي چې د يوه هدف لپاره به هڅې  كوي كوم چې په افغانستان كې د اكثريت محروم قوم د حقونو خونديتوب دى .

 د يون صيب او هوډمن صيب وروستۍ ليكنې چې مالوستلي د موضوع له مخې دومره توپير نه پكې  ترسترګوكيږي خو يوه خبره چې دوى دواړه يې يو د بل پر وړاندې ودرول هغه د ښاغلي كرزي د بيا كانديدۍ او د هغه په اړه د يون صيب په لومړۍ ليكنه كې ځينې څركندونې وې .

 يون صيب ټول كانديدان په لسو ډلو ويشلي وه او په ۹ ډلو يې نيوكې كړې وې خوكله چې د كرزي صيب وار را رسيدلى وه ددې پر ځاى چې د ښاغلي كرزي د بې كفايته ادار ې   نيمګړتياوې رابرسيره كړي ، هغو ستونزو او واقعيتونو ته ګوته ونيسي دكومو له امله چې په داتيروڅوكلونوكې دا هيواد او ملت  ورسره لاس او ګريوان دى ،  ښوى پرې تير شوى وه او آن چې په يو ځاى كې يې ليكلي وه چې كرزى ډيرې لاسته راوړنې هم لري .

 زما په آند د يون صيب په څير يو ملتپال ليكوال ته داسې ښايي چې ولس ته دا ذهنيت وركړي تر څو نور  د چا په غوړو خبرو ونه  غوليږي ، كه سپينه يې ووايم د همدې كرزي صيب له بركته پدې ملت دغه ستونزې او بربادۍ راروانې دي زه په دې باور لرم چې كه چيرې د ښاغلي كرزي پر ځاى طاهر بدخشى ولسمشر واى دې ولس ته به دومره په سپكه سترګه  نه واى كتل شوي اوكه د ځواك په لحاظ يې وارزوو اوسنى حكومت د دوهمې سقاوۍله حكومت  څخه هم كمزورى بلل كيږي .

 تركومه ځايه چې مادهوډمن صيب ليكنه ولوستله نوداسې انګيرم چې په همدې خبره به له يون صيب څخه ګيله من وي او كه نه نو د هوډمن په ليكنه كې خو د كوم ځانګړي كانديد ملاتړ نه بلكې نوموړي خود ټولو كانديدانو په اړه  د يون صيب له خوا په ليكل شويو نيوكو تبصرې كړې وې او يوازې  د كرزي صيب په اړه يې مخالف نظرنه وو څرګند كړى  چې الحمدلله ديون صيب وروستۍ ليكنې پدې اړه شته شكونه له منځه يووړل چې ښايي هوډمن صيب به هم د هغې په لوستلو سره  قناعت كړى وي . او نور به تشويش نه كوي چې ولې كرزى صيب د همدومره ناكاميو په درلودلو سره بيا هم ستايل كيږي او د كانديدانو په ماركيټ كې تر نورو زيات عرضه كيږي ، حال داچې تقاضا ورته ډيره لږ ده. ځكه چې ماركيټ په عرضه او تقاضا ولاړ وي .