ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمباركۍ پيغام

 لكه څرنګه چې هيوادوال خبردي له څوورځوراپديخواپه 2011 زيږديځ كال كې په نړيوالوكركيټ لوبوكې دګډون په موخه دڅلورم پړاو ( ډويژن فور ) كركيټ لوبې دتانزانياهيوادپه پلازمينه دارالسلام كې ترسره شوې چې له نيكه مرغه دافغان كركيټ ځوانې ملي لوبډلې له هغه لومړۍ ورځې څخه ترپرونه پورې په پرله پسې توګه لوبې وګټلې چې دهغووروستۍ خوبرخليك ټاكونكې يې له هانګ كانك هيواد سره وه چې افغان لوبغاړو دخپلوافغاني اواسلامي ولولوپه ښودلوسره هانګ كانګ هيوادته سخته ماته وركړه اودنوموړوكركيټ لوبوداتلولۍ مقام يې وګاټه .

ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې دمشرتابه پلاوى اوغړي پداسې حال كې چې په نوموړولوبوكې دافغان كركيټ لوبډلې داتلولۍ له امله ټول لراوبرافغان ولس ته دزړه له كومې مباركي وايي ، له افغان دولت اوپه ځانګړې توګه دالمپيك دملي كميټې له چارواكوڅخه په كلكه غوښتنه كوي چې نوردې دلوبغاړوپروړاندې دموراوميرې چلندته دپاى ټكى كيږدي ، هيوادته په راستنيدوسره دې ددغوشاځلموهم هغسې هركلى وكړي لكه دنيكپا، يې چې وكړ اوكه داسې نه وي نودافغان دولت چارواكي به لكه چې دژوند په نوروچاروكې دهغوى په تبعيضي پاليسيو باندې نيوكې كيږي ، پدې برخه كې به هم دافغان ولس باورله لاسه وركړي .

 

                                           په تل پاتې كليواله پښتني مينه

 

                                     دريځ علمي اوكلتوري ټولنه ( ميدان ښار )