درنو اوقدرمنو هيوادوالو!  اخترمومبارك شه .  

ددريځ علمي اوكلتوري ټولنې مشرتابه اوغړي دروژې دمباركې مياشتې دپايته رسيدو اودنيكمرغه كوچني اختردرارسيدوله امله ټول اسلامي امت اوپه ځانګړې توګه ټول افغان ولس ته دزړه له كومې مباركي وايي .

خداى ( ج ) دې وكړي چې دغه اخترپه لره اوبره پښتونخواكې چې همدا اوس پكې دوينوويالې بهيږي ، دجنګ جګړو دپايته رسيدو سبب شي .

مونږ ددريځ دعلمي اوكلتوري ټولنې ټول غړي دلوى څښتن ( ج ) سپيڅلي دربارته لاسونه لپه كوو چې ياربه ! ته خو زمونږ طاعتونه اوعبادتونه پخپل درباركې قبول كړې . ته خونوردپښتون له كهول څخه دجګړو ټغرټول كړې . آمين يارب العلمين .

 

په تل پاتې كليواله پښتني مينه

دريځ علمي اوكلتوري ټولنه ( ميدان ښار )