د محبت له فیضه
میـــنه کې آشـــنا چې تا دلبر کـــړمه
څــومره ســتمونو ټه دي، ورکــــړمه
زه خـــو مرتــبه د اخــــلاص پــــیژنم
ځکه په وعـــدو دی زه، باور کـــړمه
یو ځل دی په مړاوو ســــترګو وکتل
مینه کې دنـــــیا نه دي خـــبر کــړمه
ډک می شي زړګی لدې ماحـــوله تل
کوم دردمن ته خـپله شکوه سر کړمه
ستا په اننګو کې زه ســــرخي ویـــنم
هرکله چې ســتا مخ ته نظر کــــړمه
پروت ومــه تــیارو، په ګړنـــګونو کې
تا په خـــپله میــــنه، منور کـــــــړمه
ورک په خپل غروراو، په لویي کې وم
تا په عاجــــزۍ کې خــــاکِ دَر کړمه
پـــټ د عـــالمـونـــــو له نظر ومـــــه
تا ښکاره هر چاته، لکه لمر کـــــړمه
خاورې وم ایرې وم لار کې پروت ومه
تا په خـــپله مینه کې ،ســـره زر کړمه
ســــتا له محبـــــته، دا ویــــنا لــــــرم
ځکـــه د هر چـــا په زړه، اثر کــــړمه
پروت ومه یـو کاڼۍ په صــحرا د ژوند
تا په محبت کې، زه ګـــــوهر کـــــړمه
سید عبیدالله نادر
شعرونه