نعمت
ولي الله ملکزی
همدا اوس به څومره انسانان د تورو خاورو مېلمانه وي، سترګې به یې د تل لپاره پټې او د ژوند د بیا پیل ټولې هیلې به ورسره خاورې شوې وي؟ خو موږ لا هم ساه اخلو، ګرځو راګرځو، د سبا ورځې خوبونه وینو او د ژوند له شېبو خوند اخلو. دا کوچنۍ خبره نه ده؛ همدا نعمت دی.
همدا شېبه به په زرګونو ناروغان د روغتونونو پر سپینو بسترونو پراته وي. څوک به په نه رغېدونکو ناروغیو اخته وي، د چا لاسونه او پښې به پرې شوې وي، څوک به د ساه اخیستلو لپاره د اکسیجن مرستې ته اړ وي، پلاستینکي پاېپونه به یې په پوزو کې ځوړند وي، ځینې به آن تشناب ته تګ وس نه لري. خو موږ لا هم د ژوند په خوږو شېبو کې یو؛ روغتیا مو مل ده، پښې مو د تګ توان لري، لاسونه مو د کار ځواک لري او د خپلې خوښې ژوند کوو. همدا نعمت دی.
دا ګړۍ، ډېر انسانان د زندانونو د دنګو دېوالونو او فولادي دروازو تر شا شپې او ورځې تېروي. بې اختیاره، بې وسه او نهیلي ولچک ناست او د شین آسمان له لیدو چورلټه محروم دي. د خپلو کورنیو د لیدو ارمانونه یې په زړونو کې تیندکونه وهي. خو موږ ازاد یو، د خپلې خوښې له مخې ګرځو، له خپلو عزیزانو سره کښېنو او خنداګانې ګوو. همدا نعمت دی.
د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به څومره ماشومان وږي ویده کېږي؟ څومره میندې به د خپلو لوږو ماشومانو د ژړا ننداره کوي او څومره کورنۍ به د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د نورو دروازو ته د دروېزې لمنې غوړولې وي؟ خو زموږ پر دسترخوان ډوډۍ شته، د ژمي تاوده لباسونه مو په تن دي او د شپې لپاره سر پناه لرو. همدا نعمت دی.
خو د انسان عجیبه طبیعت دی! چې څه لري، ارزښت یې نه پېژني او د هغه څه په ارمان کې شپې رڼې کوي چې نه یې لري. د روغتیا پر ځای د شتمنۍ، د سکون پر ځای د مقام او د قناعت پر ځای د لا ډېرو غوښتنو پسې منډې وهي. تر هغه وخته د نعمتونو په ارزښت نه پوهېږي، څو یې سیوری ترې نه وي پورته شوی.
راځئ، لږ تم شو او د خپل ژوند شاوخوا ته په ځیر ځیر وګورو. کېدای شي هغه څه چې موږ یې عادي ګڼو، د بل انسان تر ټولو ستره هیله وي. ژوند، روغتیا، ازادي، د کورنۍ مینه او ارام خوب؛ دا ټول هغه شتمني ده چې په مال نه اخیستل کېږي. نعمت یوازې په ډېرو پیسو او لوړو ماڼیو کې نه دی؛ کله ناکله یوه روغه ساه، یوه مړۍ ډوډۍ او له خپلوانو سره یوه ارامه شېبه تر ټولو لویه شتمني وي.
شکر یوازې په ژبه د الحمد لله ویل نه دي؛ د نعمتونو پېژندل، د اړمنو لاسنیوی او د ورکړل شویو نعمتونو په سمه لاره کارول، د شکر او شکرانې اصلي بڼه ده. ځکه د ژوند تر ټولو لوی هنر دا نه دی چې څه نه لرو؟ بلکې دا دی چې د هغه څه قدر وکړو چې لرو یې.
الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!