د لاندې کولو دودیزه مېله؛ د افغانستان د ولسونو د یووالي، مینې او ټولنیزو بحثونو یو مخکینی فرهنګي دود دی، چې پخوا به د هېواد په ډېرو ولایتونو او سیمو کې د کال د درېیم څپرکې (فصل) په منځنیو یا وروستیو ورځو کې په عامو کورونو کې ترسره کېدله.
دغه مېله یوازې د مېلمستیاوو او ډوډۍ خوړلو لپاره نه وه؛ بلکې د کلیوالي ژوند د مینې، یووالي، همغږۍ، خپلمنځي اړیکو او ټولنیزو مسایلو د څېړنې یو غوره فرصت ګڼل کېده.
له بده مرغه، په دې وروستیو کلونو کې د خلکو لېوالتیا دې دود ته کمه شوې او هغه پخوانی شور، مینه او فرهنګي ارزښت یې تر ډېره له منځه تللی دی.
د دې دود له مخې، به هر کال د کلي یوې کورنۍ د خپل نوبت له مخې پسه حلالاوه او د شپې له خوا به یې د کورنۍ د غړو، خپلوانو، ګاونډیانو او کلیوالو لپاره د مېلمستیا تیاری نیوه.
د کلي اوسېدونکو به په ډېره لېوالتیا په دې مېله کې خپل شتون څرګنداوه، له خوړو وروسته به د شپې تر ناوخته پورې مجلسونه وو، د ژوند خاطرې به یې شریکولې، ټوکې ټکالې او خوږې خبرې به یې کولې او د خپلمنځي مینې او صمیمیت فضا به یې لا رنګینوله.
د دغې مېلې یوه ځانګړتیا دا وه، چې د کلي اوسېدونکو به په نوبت او همغږۍ سره خپل وار ترسره کاوه، هرې کورنۍ به د خپل توان له مخې په دې فرهنګي دود کې ونډه اخیسته. په دې توګه د کلي د خلکو ترمنځ د همکارۍ او متقابل درناوي روحیه هم پیاوړې کېده.
د دغو ناستو او راټولېدنو له لارې به وګړي د یو بل له حال او احوال، ستونزو، اړتیاوو او ورځنیو چارو څخه خبرېدل او د مرستې او همکارۍ لپاره به یې مناسبو فرصتونو ته لاره هواروله.
په حقیقت کې د لاندې کولو د مېلې ارزښت یوازې په دې کې نه و، چې خلک به سره راټولېدل او ګډه ډوډۍ به یې خوړله؛ بلکې اصلي ارزښت یې په هغو ټولنیزو او انساني اړیکو کې نغښتی و، چې د همدې دود په وسیله به رامنځته کېدې. دغه مېله د یووالي، وحدت، ورورګلوۍ، خواخوږۍ او ټولنیز تفاهم د پیاوړتیا یوه اغېزمنه پلمه او وسیله وه، چې خلکو به په همدې مناسبت د خپلو اختلافاتو د حل، د ګډو ستونزو د مطرح کولو او د کلي د چارو په اړه د مشورو لپاره لارې چارې کتلې.
خو اوس مهال دغه پاتې دود د پخوا په څېر نه ترسره کېږي. که څه هم په ځینو سیمو کې خلک د لاندې کولو مېله لمانځي، خو د هغې بڼه او محتوا یې بدله کړې ده.
پخوا به د کلي ډېرو اوسېدونکو په دې مېله کې ګډون کاوه، خو اوس ډېرې کورنۍ یوازې خپل نږدې خپلوان، دوستان او د کورنۍ محدود غړي رابولي او د مېلمستیا تیاری ورته نیسي. په دې توګه هغه پراخ ټولنیز ګډون او د کلیوالو ترمنځ ګډه فضا چې د دې دود اصلي ځانګړنه وه تر ډېره کمرنګه شوې ده.
له ټولو د پام وړ خبره دا ده، چې د دې مېلې پخوانی خوند، صمیمیت او ټولنیز ارزښت په تدریجي ډول کم شوی دی. اوس په ډېرو مواردو کې مېلمانه راځي، ډوډۍ او چای څښي او بېرته خپلو کورونو ته ځي؛ خو هغه اوږده مجلسونه، د ژوند د تجربو شریکول، خپلمنځي خبرې، ټوکې ټکالې او د ټولنیزو موضوعاتو په اړه بحثونه چې دې مېلې ته یې ځانګړی رنګ ورکاوه لږ تر سترګو کېږي.
په دې توګه داسې ښکاري، چې د مېلې ظاهري بڼه تر یوه بریده پاتې ده، خو هغه اصلي روح او ټولنیزه فلسفه یې کمزورې شوې ده.
نو غوره ده، چې د لاندې کولو مېله یو ځل بیا د یووالي، ورورګلوۍ، خواخوږۍ او ټولنیز تفاهم د پیاوړتیا په یوه مناسبه فضا بدله شي. د خوړو او ډوډۍ تر څنګ؛ باید د کلیوالو ترمنځ د ټولنیزو، فرهنګي، ښوونیزو او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې او اترې وشي. د ځوانانو ستونزې واورېدل شي، د ماشومانو د زده کړو، د بېوزلو کورنیو د ملاتړ، د چاپېریال د ساتنې او د کلي د پرمختګ په اړه ګډې سلا او مشورې وشي.
همدارنګه، د مشرانو تجربې او د ځوانانو نظریات باید واورېدل شي، څو دا ډول دودیزې مېلې د ټولنې د مثبت بدلون او پرمختګ لپاره هم ګټورې تمامې شي.
په پای کې باید وویل شي، چې د لاندې کولو مېله باید یوازې خوراکې یا تفریحي دود ونه ګڼل شي؛ بلکې یاده مېله د ټولنیز ژوند، فرهنګي هویت، خپلمنځي مینې او ګډ ژوند یوه ارزښتناکه برخه ده، چې په وده او په بیا را ژوندۍکولو کې يې باید خپلې هڅې ونه سپموو او دغه دودیزه مېله له هېرېدو وژغورو.