په سمندر کې په سفر روانه بېړۍ د سخت طوفان ، د اوبو د هولناکه څپو او مرګوني حالت سره مخامخ شوه .
په بيړۍ کې سپاره مسافرين وارخطا او په چيغو شول . ټول د کښتۍ د غرقېدو او حتمي مرګ په انتظار وو . په هر لوري يوازې مايوسۍ او ناتوانۍ خپل څادر خور کړئ و .
د کښتۍ کپتان او عمله يې د يوې لويې فاجعې د وقوع د مخنيوي د پاره لاس په کار شول او د خپلې تجربې ، مهارت ، تدبر ، حوصلې او هوښيارۍ نه په ګټه اخستلو او د بېړنيو اضطراري اقداماتو په کولو ئې بيړۍ او مسافرين د غرقېدو نه وژغورل .
په بېړۍ کې د خوشحالۍ ، شکر ايستلو او د کیپتان او عملې د تحسين او شاباسي شور او لاسونه پړقول شول . د هر لوري نه د کیپتان د زنده باد ، اتلولۍ او بارز مديريت د نارو باران وو .
هر چا کوښښ کاوه چې کیپتان او د هغه درايت وستايي ، خپله مينه ، احترام ورته ښکارهکړي .
کپتان د خلکو د ډېر صفت ، احساساتو او تود هرکلي په څپو کې ګير او غافل شو . د کښتۍ د کنترول جلو ئې ځوانې عملې ته وسپاره .
ځوانو ماڼوکانو فکر کولو چې د بحري سفر خطرونه يوازې د اوبو او هوا په طوفاني کېدو کې دي او د اوبو لاندې د غرونو او کمرونو سره د کښتۍ د سينې د ټکر د خطرونو نه ناخبره و. ددې خطرونو نه د بچ کیدو مهارت او تجربه يوازې د کښتۍ کاپيتان لرله او هغه هم د طوفان نه د نجات په خوشحالۍ مصروف و .
ناڅاپه يو هيبتناکه درز شو . د څو لحظي مخکې خوشحالي ، کاميابي او نجات ځای ، چيغو ، ژړاوو ، فرياد او منډو ونيولو. کښتۍ ، عمله او مسافرين د داسې فاجعې سره مخامخ شول چې مخنيوی يې نه د کپتان په وس کې و ، نه د عملې او مسافرو . ځکه دکښتۍ سينه د اوبو لاندې غرونو د فولادي کمر سره لګېدلې وه او د ټکر دوجهې په څو ټوټو وېشل شوې وه او داوبو تل يې د هضمولو د پاره خوله وازه کړې وه .
کښتۍ ،کپتان ،عمله او مسافر تري تام شول يوازې کيسه يې د تاريخ په سينه کې درج پاته شوه . کله ناکله به راويانو د غرور او غفلت د نابودوونکو عواقبو نه د خبردارۍ په توګه د خپلو اوريدونکو غوږونو ته رسوله.
#دابادۍاوخدمت ج هاد