د ډالرو شور او د ډېموکراسۍ زور
ولي الله ملکزی

یو ملګری مې له ۲۵ کلونو راهیسې په یوه شتمن عربي هېواد کې اوسېږي او درې واړه ماشومان یې همدلته پېدا شوي، خو په دولتي ښوونځي کې د زده‌ کړو له حقه بې‌ برخې دي. له همدې امله، هغه اړ دی چې د اولادونو د خصوصي مکتب د لګښتونو په خاطر اضافي کار وکړي. دا ناخوالی چلند یوه بنسټیزه پوښتنه را ولاړوي چې ولې د یو اسلامي هېواد پراخه شتمني او اقتصادي پرمختګ د دغو ماشومانو د تعلیم حق نا ګڼلی ګڼي؟ زموږ د جمعې په خطبو او دیني موعظو کې د اسلامي ورورولۍ او یو امت خبرې کېږي؛ خو د عمل په ډګر کې جغرافیایي پولو، ژبنیو توپیرونو او د عجم او عرب وېش دا واټن دومره پراخه کړی چې د اخوت اخلاقي اړخ یې تر سیوري لاندې راوستی دی.
اووه سمندره لېرې، د امریکا د ۲۰۲۶ کال منځمهاله ټاکنو د سیاسي مشارکت، برابرو فرصتونو او ولسي ارادې بحث یو ځل بیا د نړیوالو پام ځانته واړاوه. د عائشه وهاب، رشیده طُلیب او اِلهان عُمر سیاسي مبارزه ښيي چې یوه مسلمانه کډواله کولای شي د خپلې وړتیا او هڅو له لارې د سیاست ډګر ته لار ومومي او د دې ستر هېواد په سیاسي برخلیک کې ژوره ونډه واخلي. که چېرې دغو مېرمنو د افغانستان په کلیوالو سیمو کې ژوند کولای چې نجونې په کې له زده‌ کړو محرومې دي، ښايي اوس به د کم‌ عمره ودونو، جبري نکاح او ټولنیزو محدودیتونو له خنډونو سره مخ وې.
د دوه څلوېښت کلن ډاکټر عبدل السید بریا د همدې بحث یوه بله مهمه بېلګه ده. نوموړي د میشیګن ایالت د امریکا د سنا څوکۍ وګټله او د دغه هېواد په تاریخ کې لومړنی مسلمان سناتور شو. هغه د یو مصري کډوال زوی دی او د اکسفورډ پوهنتون څخه د عامې روغتیا په برخه کې ډکټورا لري. د سیالانو د میلیونونو ډالرو لګښت او د زهرجنې پروپاګنډې په وړاندې د خپلې مسلکي تجربې، سیاسي بصیرت او ولسي ملاتړ په مټ د بریا لوړې څوکې ته ځان ورساوه. د هغه کامیابي څرګندوي چې په ولسواکو نظامونو کې د انسان وړتیا، هڅې او د خلکو باور د سیاسي پرمختګ مهم عوامل دي.
د ټکساس په پراخ ایالت کې ۵۳ کلنه، جینا هینوخوسا د دغه ایالت لومړنۍ لاتینه والي وټاکل شوه چې له مکسیکو څخه د یوې راکډه شوې مېرمنې لور ده. همدارنګه ۳۷ کلن ځوان استاد، جېمز تالاريکو د ټکساس د سنا څوکۍ وګټله او جمهوري غوښتونکی میلیونر رقیب یې مات کړ. په کلیفورنیا کې، خاویر بسررا ګورنر شو؛ نوموړی هم د مکسیکويي کډوال زوئ دی او له یوې نیمې پېړۍ وروسته د دغه ایالت لومړنی لاتیني والي دی. دا بېلګې ښيي چې په ولسواکو جوړښتونو کې د انسان سیاسي برخلیک د شتمنۍ، قومي تړاو او موروثي مقام پورې نه محدودېږي؛ بلکې د سیاسي مبارزې او ولسي ملاتړ له لارې د پرمختګ لارې هم پرانیستل کېدای شي. تر دوئ وړاندې، د نیویارک د ښاروال زهران ممداني کامیابي خو اوس د معاصر تاریخ یو ځلانده باب دی.
خو د دې ټولو سیاسي بریاوو تر شا یوه بله مهمه کیسه هم پرته ده؛ د پیسو، پانګې او سیاسي نفوذ کیسه. د (OpenSecrets) د معلوماتو له مخې، په دې انتخاباتي بهیر کې ۱۲ میلیارده ډالره لګښت شوی چې د افغانستان د ټولې کلنې بودیجې څلور برابره دی. یوازې ایلان ماسک، د جمهوري غوښتونکو نوماندانو د ملاتړ لپاره ۴۷۰ میلیونه ډالر مصرف کړل. خو د دومره پراخه مالي ملاتړ سره سره، د ټاکنو پایلو وښوده چې د پیسو په زور، د خلکو خپلواکه اراده په بشپړه توګه نه شي کنټرولولای. دلته د پیسو شور ډېر لوړ وو، خو د رایه‌ ورکوونکو پرېکړه یوازې د مالي لګښتونو تابع نه وه،‌ ځکه د ولس زور، د خدای له زوره دی.
البته، دا په دې معنا نه ده چې پیسې په ډیموکراتیکو نظامونو کې اغېز نه لري. برعکس، پراخ مالي لګښتونه د سیاسي تبلیغاتو، رسنیو او د نوماندانو د سیالۍ پر شرایطو ژور اغېز لري او د ولسواکۍ په وړاندې یوه جدي ننګونه ده. خو په ډیموکراسۍ کې د پیسو ترڅنګ د خلکو رایه، د قانون حاکمیت، د بیان ازادي او د واک د څارنې میکانېزمونه هم شتون لري. پیسې د سیاست غږ لوړولای شي، خو د ولس د ارادې غږ د ډالرو له شور څخه لوړ دی. ډیموکراسي یوازې د ټاکنو ترسره کول او د رایو صندوقونو ته د خلکو وربلل نه دي؛ بلکې د بشري حقوقو خوندیتوب، د عقیدې آزادي، د واک تفکیک او حساب‌ ورکونه یې اساسي بنسټونه دي.
ولسواکي هغه مهال خپل واقعي مفهوم مومي چې د ټولنې هر وګړی، که شتمن وي که بې‌ وزلی، د اکثریت وي که د لږکیو، د واکمن ګوند ملاتړی وي که سیاسي مخالف، د قانون تر سیوري لاندې د برابر حق او انساني کرامت خاوند وي. همدا د ولسواکۍ هغه فلسفه ده چې واکمن او عادي وګړی د قانون پر وړاندې د برابرۍ په یوه تله کې دروي او د ټولنې هر وګړی د مالکیت احساس کوي.
الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!