طبیعت سره نږدې اوسه که ژوند کړې
ځان دې ولې د واهیاتو ګند کې بند کړې
د واورینو غرو درو کې ځان دېره کړه
چې که نه غواړې شېرین عمر دې لنډ کړې
چیري ژوند په سردرو چیرې بنګلو کې
ستړي ژوند نه په وتو کې ولې ځنډ کړې
د ځنګل چېله ده غوره، کلی پرېږده
چې په کلي کې ژوندون لکه د بند کړې
لوی نعمت تر ازادۍ بل څه کې نشته
په لویلاس غمونه ولې ځان ته پنډ کړې
هغه ژوند دې د دنیا په ژوند کې شمېره
چې څو ورځې زندګي دې په ایلبند کړې
فکرو خیال دې په هغه حالت کې خپل دی
چې فکرونه دې محیطه سره وند کړې
د الهام سوچونه هغه وخت ریښتیا شي
چې برداشت یې طبیعت سره پیوند کړې
د سپوږمۍ په شپه د بام پر سر ویده شه
چې په ژوند یې صفتونه بیا د خوند کړې
هغه شپه به د خوندونو په خوند پوه شي
جام د میو چې د یار سره بلند کړې
په خوبونو کې دې هغه خوب حساب دی
هغه خوب چې د خواږه یار پر مړوند کړې
بل جهان کې له خیالي ژونده راوځه
بېهوده دې عمر ولې تېر په ګند کړې
دود او ګروهه چې دې پښو کې زولنې شي
لیونتوب دی چې دې ځان ورته پابند کړې
د بل مهر به په ژوند تر لاسه نه کړې
که ګرېوان ورته له اوښکو نه لژند کړې
چې د ځان پرځای تکیه کوې پر نورو
ځان به خپله د عالم مخ کې ریشخند کړې
لار، ګودر چې په ریښتیا در ته د ژوند ښۍ
منعه ولې مرادزی له داسې پند کړې
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی
شعرونه