دمصر اوشام پاچا نورالدین ایوبی ۱۱۸۶ ۱۱۹۶ م په دې اندازه دروېش صفته اوساده ژوند تیراوه چې دشاهی خزانې څخه یې یوه پیسه هم نه اخیستله دهغه ګذاره یوازې دغنیمت له مال څخه ناچیزه برخه وه اویا دخپلې ګټې څخه وه.یوځل دهغه ښځې له فقر او تنګ لاسی څخه شکایت وکړ او هیله یې وکړه چې له شاهی خزانی یوڅه مرسته ور سره وشی پا چا وویل چې خزانه دملت حق دی اوزه یوازې چوکیدار او ساتونکی ېم نو ته غواړې چې زه جنایت وکړم اوستا په خاطر دجهنم(دوزخ) خاشاک شم . خو له بده مرغه دې خاورې ته په تریلیونو دالرو خیراتونه راغلل لنګۍ او خیرن کالی ورباندې بدل شول دخیاطانو کار ډیر شو ، دوېښتانو او ږیرو رنګ کول په ولس کې عام شول ولور اخیستنه او دښځو نکاحی شمیره هم لوړه شوه له قاچاق برو سر پټ شراکت اوسهم خورد اوبرد دحرامو دلرم له افراطه ووت .نامعلوم ملا په کوم سورکې کې ننوتی او دافغانستان دفرهنګ نړېدو ته یې داستخباراتو په زور ملا تړلې ده. موږ ټول دغه حالت په سترګو وینو . يو شمیر چیغې وهو چې امنیت راغلی ددې کوم ځای امنیت او حریت ته پاتی کیږی؟